د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د «چرګانو دانې» یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
دا کارخونه د نړیوالو معیارونو سم جوړه شوې او په یوه ساعت کې ۲۵ ټُنه دانه تولیدولی شي.
د یادې کارخونې مسوولان وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې، یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ پرانېستل شوه.
د کارخونې مسوول حاجي محمدسلیم کریمي وايي: «دا کارخونه د یونیم کال په موده کي بشپړه شوې. دا کارخونه په ساعت کې ۲۵ ټُنه د تولید وړتیا لري او درې میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی. لس ساعت کې ۲۵۰ ټُنه، ۱۲ساعتونو کې درې سوه ټُنه تولید لري. دا کارخونه د نړیوالو نورمونو مطابق په معیاري ډول جوړه شوې.»
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمینزاده وایي چې د دې کارخونې پرانېسته به د چرګانودانې او هګیو تولید په سکټور کې د ځانبسیاینې په لور یو ستر ګام وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.