ښځې په هر ډګر کې
یوه ورځ ام سلمې خپل ویښته څڼل، کله چې یې په جومات کې د خطبې پیل واورېد. پېغمبر صلی الله علیه وسلم د “ای خلکو…” په وینا پیل وکړ. د دې جملې په اورېدو سره، ام سلمې ښځې ته وویل چې د هغې ویښته همداسې وتړي. ښځې ترې وپوښتل چې ولې دې دومره بیړه وکړه. ام سلمې ځواب ورکړ، “ایا موږ په ‘خلکو’ کې نه شمارل کېږو؟” دا یې وویل او ویښته یې په بیړه وتړل او د کور هغې ګوښې ته لاړه چې جومات ته نژدې وه او خطبه یې واورېده.
ام سلمې ټول ۳۷۸ احادیث روایت کړي دي او د فقهي حکمونو په وضع کولو کې یې برخه اخیستې ده. ابن قیم لیکلي دي چې که د هغې فتواوې ټولې راټولې شي، نو یو بشپړ کتاب به ترې جوړ شي. د پېغمبر (ص) له ټولو ښځو څخه عایشه رضی الله عنها تر ټولو هوښیاره وه. د پېغمبر (ص) شاوخوا ۲۲۱۰ احادیث هغې روایت کړي او دغه احادیث د پېغمبر له شاوخوا ۱۰۰ صحابهکرامو او نورو نېږدې ملګرو ته رسېدلي دي. د هغې زده کوونکو کې داسې وتلي عالمان شامل وو لکه عروه بن زبیر، سعید بن مسیب، عبدالله بن عامر، مسروق بن اجدع، عکرمه، او علقمه. د فقهې په لوړه درجه کې وه او هغې به د هر حدیث حکمت او پس منظر واضح کاوه. د بېلګې
په ډول: هغې وضاحت ورکړ چې د جمعې ورځ غسل کول یوازې د دیني رسم خبره نه وه لکه څنګه چې ابو سعید الخدري او عبدالله بن عمر ویلي وو، بلکې دا یو عملي مشوره وه د هغو خلکو لپاره چې د لیرې ځایونو څخه د جمعې لمانځه لپاره د پېغمبر (ص) جومات ته راتلل. (صحیح بخاري، حدیث نمبر ۸۷۷-۸۷۹). هغوی به سفر کاوه، خوله به یې راتله او په خاورو به ککړ وو: پېغمبر (ص) ورته ویلي وو چې له لمانځه وړاندې باید غسل وکړي. (صحیح بخاري، حدیث نمبر ۹۰۲؛ صحیح مسلم، حدیث نمبر ۸۴۷).
کله چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم د خیبر د جګړې لپاره تیاری نیوه، د بنو غفار قبیلې ځینې ښځې هغه ته راغلې او وې ویل، “ای د الله پېغمبره، موږ غواړو ستاسو سره په دې سفر کې یوځای شو څو زخمیانو ته خدمت وکړو او په هر ممکنه ډول له مسلمانانو سره مرسته وکړو.” پېغمبر صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ، “الله (ج) دې تاسو ته برکت درکړي. تاسو راځئ.” (ابن سعد، طبقات الکبرى، جلد ۸، ص ۲۹۲).
ام عطیه چې د مدینې یوه ښځه وه وویل چې هغې په اوو جګړو کې برخه اخیستې ده: “ما مریضان تداوي کړل، د هغوی زخمونه مې درمل کړل، د سفر پر مهال مې د هغوی سامانونه ساتل او هغوی ته مې خواړه تیار کړي دي.” (مسند احمد، حدیث نمبر ۲۰۷۹۲).
په مدینه کې د یهودانو سره د جګړې پرمهال مسلمانو ښځو او ماشومانو په یوه کلا کې پناه واخیسته او حسن بن ثابت د هغوی ساتونکی و. صفیه، د عبدالمطلب لور، چې په همدې کلا کې وه، بیانوي چې هغې ولیدل یو یهودی د کلا شاوخوا ګرځي. هغې وویل: “په هغه وخت کې د بنو قریظه قبیله د مسلمانانو سره په جګړه بوخته وه چې له همدې امله زموږ او د پېغمبر ترمنځ لاره بنده وه او هېڅوک له موږ څخه د یهودانو په مقابل کې د دفاع لپاره نه و. پېغمبر او صحابه کرام په جګړه بوخت وو، نو ما حسن ته وویل، ‘ای حسن، وګوره! دا یهودی چې زموږ د کلا شاوخوا ګرځي زموږ لپاره خطر دی ځکه کېدای شي هغه یهودانو ته د زموږ د کمزوري وضعیت خبر ورکړي. پېغمبر او صحابه په جګړه کې دي، نو ته باید ورښکته شې او
هغه ووژنې.’ خو حسن ځواب ورکړ، ‘پر الله قسم، تاسو پوهېږئ چې زه د داسې کار لپاره وړ نه یم.'”
صفیه وايي، “په دې وخت کې مې له خپل کمر یوه ټوټه وتړله، یو لرګی مې پورته کړ، له کلا بهر ښکته شومه او هغه سړی مې ووژلو. بیا بیرته کلا ته ورغلم او حسن بن ثابت ته مې وویل چې د هغه یهودي سامان راوړي ځکه زه د یوې ښځې په توګه نه غواړم هغه ته لاس وروړم.” حسن بن ثابت ځواب ورکړ، ‘د عبدالمطلب لورې، ما ته د هغه سامان اړتیا نشته.'” (ابن کثیر، البدایة والنهایة، جلد ۴، ص ۱۰۸-۱۰۹).
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.