4 ساعتونه مخکې
افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په عمومي توگه رد سوي مهاجر یې له آلمان څخه د دوبلین د مقرراتو له مخې د اروپایی هیوادونو د غړو نورو هیوادونو ته استول سوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، تیر کال په مجموعي ډول ۱۳۶۱ تنه افغان مهاجر له دغه هیواد څخه اخراج سوي دي.
د ۲۰۲۴ م کال د اگست د میاشتي په پای کې ۲۸ تنه هغه افغان مهاجر چې جرمونه یې کړي ول، افغانستان ته اخراج سول. له آلمانه پاتې نور اخراج سوي افغان مهاجر هغو هیوادونو ته استول سوي چې د دوبلین د مقرراتو له مخې یې دوسیو ته د رسیدگۍ مسؤل بلل کیږي.
له آلمان څخه د اخراجونو زیاتوالی
په تیر میلادي یعني ۲۰۲۴م کال کې په ښکاره ډول د ۲۰۲۳م کال په پرتله ډیری رد سوي مهاجر له آلمانه اخراج سوي دي. د ۲۰۲۴ م کال له جنورۍ څخه تر نوامبر پوري، څه ناڅه ۱۸۴۰۰ کسان له آلمانه اخراج سوي دي.
د «بیلډ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د سې شنبې په ورځ د حکومت د یوه ویاند د خولې رپوټ ورکړی دی چې دغه رقم د هغه تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي. په عمومي توگه په ۲۰۲۳ م کال کې ۱۶ زره او ۴۳۰ تنه اخراج سوي ول. دغه رقم د کرونا له وبا مخکي یعني ۲۰۱۹ م کال کې شاوخوا، ۲۲۰۰۰ تنه ؤ.
د آلمان فدرالي حکومت د اخراجونو زیاتوالي ته د خپلو پالیسیو د اغیزمنتیا د یوې نښې په سترګه ګوري. د آلمان صدراعظم ، اولاف شولڅ د «شتېرن» اونیزي ته ویلي دي چې په اخراجونو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی،«یو ریښتینی پرمختگ» دی.
د «بیلډ» ورځپاڼي د رپوټ له مخې، تیر کال د پناه غوښتنې شاوخوا ۲۱۳ زره عریضې ثبتي سوي دي چی په ۲۰۲۳ م کال کې د ۳۵۱ زرو عریضو په پرتله، څه ناڅه یو پر دریمه برخه کمې وې.
تیر کال تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي گرجستان ته اخراج سوي دي چې په همدې کال کې د ډاډمن اصلي هیواد په توگه درجه بندی سو.
په ټولیزه توگه تیر کال ۱۷۲۰ تنه تُرکي اتباع له آلمان څخه وتلو ته مجبور سوي دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.