په جومات کې د ډاچي فلم اعلان

ژباړه: سمسور ودان

110
هندوستان تازه تازه وېشل شوی و، خلکو چندان راډیوګانې نه لرلې او خلکو به د کاروبار د تشهیر لپاره د جوماتونو له لاوډ سپیکرو څخه کار اخیسته.
فلم جوړونکي (اسلم ایراني) څه پیسې سره راجمع کړې او ډاچي فلم یې جوړ کړ، چې د لاهور په (Bambino the cinema) کې یې نندارې ته وړاندې کاوه. دی هم د فلم لپاره د بازار موندنې په خاطر مولوي صیب ته ورغی او ترې ویې غوښتل چې د ډاچي فلم لپاره دا اعلان وکړئ، چې: راتلونکې یکشنبه به سنیما کې ۳ ځله نشریږي.
مولوي صیب چې دا واورېدل، نو سخت غوسه شو، ویلې: کمبخته! دا څه کفر را نه غواړې؟! اوس به له جوماتونو څخه د فلمونو او بې حیايي اعلانونه کیږي؟
اسلم ایراني یې چې ځواب واورېد نو له جیب څخه یې یوه کڅوړه ور ووېسته او په زارۍ یې وویل: رحم وکړه مولوي صیب! په دې فلم مې زیاتې پیسې مصرف شوې، که ښه و نه چلېده نو بربادېږم.
مولوي صیب کڅوړه پرانیسته، له پیسو ډکه وه، یو څه ځنډنی شو او بیا له موسکا سره وپوښتل: لومړۍ ننداره یې کله ده؟
اسلم ټول تفصیل ورکړ، مولوي صیب وویل: اوس درځه! زه دې د جمعې په ورځ څه غم خورم.
چې د جمعې ورځ راغله نو مولوي صیب له لمانځه وړاندې وعظ و نصیحت شروع کړ، په زیاتېدونکې بې حیايۍ یې بحث وکړ، چې څنګه ورځ تر بلې مغربي کلتور زموږ ځوان نسل تباه کوي. ویلې: موږ صرف په نوم مسلمانان یو، اعمال مو نه دي.
همدا اوس دلته وګورئ! غټ سرونه د هو لپاره ښوروئ، ښکلې خبرې اورئ، خو پوهېږم چې هیڅ عمل به پرې ونکړئ، چې لمونځ وکړئ، بهر به لاړ شئ! که چا درته وویل چې: د یکشنبې په ورځ بمبینو سینما کې ډاچي فلم نشریږي، چې سدهیر، نیلو، نغمه او زینت پکې دي، نو ټول به په منډه ورشئ، وایئ به، چې: د مولوي نصیحت مو ډېر واورېده، اوس باید د سندرغاړو (مالا، احمد رشدي او مسعود رانا) په ښایسته اوازونو کې سندرې واورو.
د دین په اړه هیچا ته معلومات نشته، خو په دې ټول پوهیږي، چې د فلم کیسه حازن قادري لیکلې، چې له ایکشن او بې حیایۍ ډک دی، هېرو یې سدهیر او ویلن مظهر شاه دی.
جوماتونو ته ننوتل مفت دي، خو د لمونځ ګذارو شمېر وګورئ او هلته چې ټیکټ په یوه روپۍ دی، ټول دهلیز ډک وي.
https://dawatmedia24.com/?p=169928

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.