هغه ذهنونه چې د غچ په لټه کې دي، ملتونه له منځه

ژباړه: نصيراحمد څپاند

140

“هغه ذهنونه چې د غچ په لټه کې دي، ملتونه له منځه”
نيلسون مانديلا ووايي وروسته له دې چې زه ولسمشر شوم، ما خپل ساتونکي ته وویل چې د غرمې ډوډۍ لپاره کوم رستورانت ته ولاړ شو. موږ په رستورانت کې ناست وو او هر یو خپل د خوښې خوراک وټاکه. د میز مخې ته یو سړی ولاړ و، چې د خدمت لپاره یې زموږ امر ته انتظار کاوه.
ما خپل یوه ساتونکي ته وویل: لاړ شه او هغه سړی زموږ مېز ته د ناستې لپاره راوبوله. ساتونکی لاړ او هغه ته یې زما بلنه ورکړه. سړی راپاڅېد، خپل پلیټ یې واخیست او زما څنګ ته کېناست.
کله چې هغه خوراک پیل کړ، لاسونه یې پر له‌ پسې لړزېدل، او د خوراک په جریان کې یې سر نه پورته کاوه. کله چې موږ ډوډۍ پای ته ورسوله، هغه ما ته په کتو پرته پاڅېد او الوداع یې وکړه. ما د هغه لاس ونیو او د الوداع لپاره مې ورسره وخوځاوه. بیا هغه لاړ.
زما ساتونکي وویل:
“ښاغلى، هغه سړی چې لاسونه یې د خوړلو پر مهال لړزېدل، ډېر ناروغ ښکاري.”
ما وویل:
“نه، هغه ناروغ نه دی، د هغه وېرې بل لامل درلود.”
ما خپلو ساتونکو ته داسې وویل:
“دا سړی هغه څوک دی چې په زندان کې زما ساتونکی و. هغه وخت چې زه د زندان په یوه تیاره کوټه کې وم، ما اوبه وغوښتې. پر ځای یې هغه راته سپکاوی وکړ، په ما یې وخندل، او د دې پر ځای چې اوبه راکړي، زما په سر یې ادرار وکړ.”
“نن هغه وېرېدلی و، دا چې اوسمهال زه د سویلي افریقا ولسمشر یم، شايد هغه ته سزا ورکړم او له هغه سره به هماغه عمل وکړم چې ده ما سره کړي وو. خو زه داسې نه یم. دا ډول عمل نه زما د شخصیت برخه ده او نه زما د اخلاقو.”
ما زیاته کړه.
“هغه ذهنونه چې د غچ په لټه کې دي، ملتونه له منځه وړي، خو هغه ذهنونه چې د پخلاینې لاره غوره کوي، ملتونه جوړوي. د خپلې آزادۍ دروازې ته مې د تګ پر مهال پوهیدم چې که زه غوسه، کرکه او نفرت له ځان سره وساتم، نو زه به لا هم د خپلو احساساتو بندي پاتې یم.”
نيلسون مانديلا

د قدرت توازن او د توازن د چلند ماناوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.