د زکام علاج په طبیعی غذایی خوراکونو وکړئ
د ژمي په موسم کی د زکام مریضی ډیره زیاته او عامه وي. چی ورسره زموږ هیوادوال د خپل اقتصادی ستونزو او مشکلاتو له وجی خپلسری دواګانی استعمالوی. دغه خودسرانه دوا استعمالول نه دا چی ګټه نلری، بلکه اکثره اوقات د نورو نارغیو سبب ګرځي.
زکام یو له هغه ناروغیو څخه ده چی د ژمی په موسم کی ډیره عامه وي او دعلاج لپاره یي هم ډاکتر ته تګ ضرور نوي. نو ځکه زموږ مشوره دا ده چی د زکام د علاج لپاره لاندي ذکر شوی خوراکونه استعمال کړي ترڅو هم زکام پری علاج کړئ او هم خپل ځان د دواګانو د مضره اثراتو څخه وژغوړئ.
۱- سبزی یو له هغو خوراکی او غذایی موادو څخه شمیرل کیږی چی پکښی ویټامینونه په کافی اندازه موجود دي او ويټامینونه د بدن صحت او دفاعی سیستم په برحاله کیدو کی عمده رول لری سبزي په بدن کی انټي اكسیډانټ زياتیدو سبب ګرځی چې د دفاعي سيستم په فعاله كيدو كې خاص رول لري او د سبزو جوس مو د وجود اوبه هم پوره كوي . كه د ښه خوند ارزو لرئ نو سل فيصده د سبزيو جوس وڅښئ ، چې په هغو كې مالټه، شلغم ، ګازرې او …… شامل دي . .
۲- ګرم سوپ د زكام په وقایه او علاج كې خاص رول لري . سوپ د جوړيدو پروسه تيزوي او د التهاب ضد خاصيت لري ..
۳- زنجبيل يا ادرك چې همیش په بازار کی تازه خرڅيږي ، د زکام ناجوړی علاوه د معدی، دلبدۍ، استفراق او بی اشتهایی که موثر رول لري.
۴- پیاز د میکروب ضد خاصیت لری او د انسان د بدن دفاعی سیسټم قوي کوی، چی د زکام په ناروغۍ کی استعمال ډیر ګټور ثابت شوی دئ.
۵- شين او تور چاى د انټي اوكسيډانټ خاصیت لري او همدارنګه ستاسو ساه اخيستنه د ګرم چاى څښلو سره اراميږي او که د چایو سره لیمو یا شات استعمال کړل شي نو ګټه به یي ضرور درته معلومه شي.
۶- ښورا خصوصاْ د چرګ ښورا د زکام د ناروغۍ په علاج کی ډیر ښه موثر دي. سره لدی چی ښورا بدن ته انرژی ورکوي همدارنګه د بدن مقاومت هم قوی کوي او که ځینی شیان لکه تور مرچ او یا کورکومن ورسره کډ کړل شي نو ګټه به يې څو چنده وي.
۷- د مالګین اوبه غرغره کول هم د زکام لپاره مفید وي، او که یو لږ شان ته عسل، او څو څاڅکی سرکه او یا نعنا ورسره اضافه کړل شي او د ورځي څو واره غرغره کړئ نو ضرور به ستاسو پر صحت او زکام پر علاج مثبت اغیز ولري.
۸- سیر سره لدی چی ډیری طبی ګټی لري ، لیکن د زکام په علاج کی د دي لپاره چی دغه سبزی د آلیسین پنامه یو قسم مواد چی ویروسی ضد خاصیت لری نو ځکه سیر د زکام په علاج کی بلکل ګټمن دئ. د ښه نتیجی لپاره دوه ټوټي سیر ښه میده کړئ او ورسته بیا د شیدو او یا د شوروا سره وخورئ.
۹- او ورستنۍ مشوره دا چی اوسمهال مالټه ډیره ارزانه وي، د مالټی خوړل د زکام ناروغۍ په علاج کی ډیر ګټور دئ، مالټه ویټامین سی زیات لری او ویټامین سی د دفاعی سیسټم او صحت په برحاله کیدو کی رغنده رول لري، نو کوښښ وکړئ چی د زکام په وخت کی تر هر وخت زیات مالټی وخورئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.