ټیم د مشرتابه ماډلونه

117

مشري د یوې بېړۍ د کپتان په څېر ده چې باید له ګڼو ستونزو او ننګونو څخه په بریالیتوب تیره شي. د مشرتابه لپاره کومه یوازینۍ فورمول نشته. د مشرتابه ډولونه د رهبر او ټیم د ځانګړتیاوو پر بنسټ بدلېږي.
تاسو اړ نه یاست چې یو ځانګړي ماډل ته ژمن پاتې شئ. د مختلفو سبکونو تجربه کول او د حالاتو په نظر کې نیولو سره د یوه پر بل لومړیتوب ورکول ممکن وي.
راځئ د ټیم د مشرتابه څلور عام ماډلونه وڅېړو:
۱. دیموکراتیک (مشورتي) ټیم مشري
په دې ډول مشري کې ټولیزې پرېکړې، متقابل درناوی، تنوع، او شفافیت ته ارزښت ورکول کېږي. مشر د ټیم غړي د فعال ګډون لپاره هڅوي، له هغوی سره معناداره خبرې کوي او د پایلو د مالکیت احساس رامنځته کوي.
دا ډول مشري د هغو ټیمونو لپاره مناسبه ده چې غړي یې بېلابېلې ځانګړتیاوې لري، ځکه چې دا د همکارۍ پر بنسټ ولاړه ده او د غړو هڅوي چې پرته له قضاوت څخه خپل نظرونه وړاندې کړي.
دیموکراتیک مشري په اوږدمهال کې ټیم باندې مثبته اغېزه لري. غړي یې له خپلو نظریاتو سره د شریکولو لپاره ځانونه ارامه احساسوي. دیموکراتیک مشران د اړیکو پر بنسټ یو داسې کلتور رامنځته کوي چېرې چې نوښتګرې مفکورې په طبیعي ډول رامنځته کېږي او غړي د نظرونو په وړاندې کولو کې تل چمتو وي.
۲. آمرانه (خپلواکه) ټیم مشري
آمرانه مشران ټیمي همکارۍ ته هڅونه نه ورکوي او ډېری وخت د احساساتي هوښیارۍ د کمښت له امله نیوکې پرې کېږي.
که څه هم دا ډول مشري په هغو حالاتو کې ښه کار کوي چېرې چې پرېکړې باید په چټکۍ وشي، خو په لویو څانګو کې چندان اغېزمنه نه وي. دغه ډول مشران ډاډ ورکوي چې ټیم له مخکې ټاکل شویو اصولو نه تجاوز نه کوي، خو سخت آمرانه مشري د ټیم د غړو تر منځ د لیوالتیا او جذب د کمښت لامل ګرځي.
۳. لیزه‌فیر (آزادانه) ټیم مشري
د دې ډول مشرتابه ته “سپارندوی مشري” هم ویل کېږي. دا مشري د ټیم غړو ته د پرېکړو کولو بشپړ آزادي ورکوي. مشران خپلو ټیمونو ته د بریا لپاره اړینې وسایل او سرچینې برابروي، خو په ورځني فعالیتونو کې ګډون نه کوي.
لیزه‌فیر مشري د هغو ټیمونو لپاره مناسبه ده چې غړي یې خلاقیت ته اړتیا لري، لکه د تخلیقي دفترونه او اعلان ورکولو شرکتونه. دا د هغو ټیمونو لپاره هم اغېزمنه ده چې غړي یې متخصصین وي او لږې لارښوونې ته اړتیا لري.
خو په هغو ټیمونو کې چې غړي یې تجربه نه لري، دا ډول مشري د دندو د روښانتیا نشتون او د ټیم د بې‌لاریتوب لامل ګرځي.
۴. معامله‌يې (ټرانزکشنل) ټیم مشري
معامله‌يې مشري یو د پایلو پر بنسټ جوړ شوی چلند دی چې په کې پر منظم رولونو، دندو او روښانه موخو ټینګار کېږي. مشران د ټیم د فعالیت د مدیریت لپاره په عمده ډول له انعامونو او سزاګانو ګټه اخلي.
دا ډول مشري په هغو ټیمونو کې ښه کار کوي چېرې چې د کړنلارو پلي کول او اطاعت مهم وي، لکه پوځي یا حکومتي ادارې. معامله‌يې مشري پر موثریت، همغږي، او روښانه موخو تمرکز لري، او په هغو چاپېریالونو کې ښه نتیجه ورکوي چې ثبات او د کړنلارو پيروي ضروري وي.
اخذ: کليک اف ډاتکام Clickup.com

د قدرت توازن او د توازن د چلند ماناوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.