د مطالعې په ګټو ځان خبر کړئ!
مطالعه د پوهې د کچې په لوړولو او د ښو لارو د ښودلو یوازینۍ وسیله ده، چې د خدای (ج) مخلوقات سمې لارې ته بیایي او له بدو او ناسمو لارو څخه د مخنیوي لپاره لکه د یو قوي او نه ماتېدونکي ډال په حیث رول لوبوي.
د مطالعې ارزښت په اسلام کې لوړ مقام لري، د تاریخ په اوږدو کې علماوو او پوهانو د علم، ادب او مطالعې په اړه ډېر تاکید کړی او د الله تعالی مخلوقات يې د مطالعې لوري ته هڅولي دي .
مطالعه د حافظې په پیاوړتیا او انکشاف کې رغنده رول لوبوي، دا به تاسو ته جوته شوی وي، چې که یو کس د مطالعې نړۍ ته مخه وکړه او لوست يې د ځان عادت وګرځاوه، نو خامخا د دغه کس حافظه وده کوي او په هر ډول موضوع باندې ښه پوهیدلی او له وړاندې موضوع درک کولای شي.
مطالعه په خلکو کې تېروتنې راکموي، ځکه انسان له تېروتنو سره مخ وي؛ خو د دغه عمل په راکمولو کې دغوره او مناسبو کتابونو په مطالعې ترسره کیدای شي.
د لوست مهمه ځانګړنه داده، چې فکرونه د منفي څخه مثبت لوري ته بدلوي او بیا د دې سبب ګرځي، چې مثبت فکر انسان د بریا په لوري بیايي او د منفي افکارو والا انسانانو حافظه له هر رنګ تشویشونو ډکه او په کړاونو یې سر کړي، نو غوره خو دا ده، چې په مثبتو افکارو ځانونه روږدي کړو او له منفي خیالاتو ځان وژغورو. نو دا عمل په مطالعې ترسره کیدونکې دی.
د لوست او مطالعې یوه ګټه داده، چې انسان خودمختاره کوي، هغه څه ورزده کوي، چې له وړاندې ورباندې نه پوهېده او هغه نړۍ ته يې بیايي چې په کې هر ډول پرمختګونه او هوساینې شته. ځکه مطالعه د نويو څیزونو په زده کړه کې انسان ته لارښوودنې کوي، چې د یوه کار په کړو او نه کړو يې تشویقوي، موږ ته هغه څه راښيي، چې د نړۍ په کچه پوهانو، کادري او مسلکي کسانو اختراعګانې کړي وي او پر پل يې موږ قدمونه اخلو او د هغوی له تجربو نورو اختراعګانو پسې ځوو.
د ژوندانه بدلون یوازې پر مطالعې شونې دی، ځکه پر انساني کړنو مثبت اثرات ښيندي، د انسان ظاهري او باطني خواصو په جوړولو کې مهم رول اداء کولای شي.
په ورځنیو چارو کې د مطالعې لپاره وخت ټاکل د ذهني فشار په کمولو کې مثبته پایله رامنځته او د اسټرس په لمنځه وړلو کې خورا ښه تمرین ګڼلی شو .
د مطالعې ترسره کول نه یوازې موږ ته څه را زده کوي؛ بلکې له ناوړو کړنو او بې ځایه خبرو مو هم ژغوري. نو که چېرې غواړئ، چې ښه وخت مو تېر شي او چاته بدې خبرې ونه کړو، په خپلو بچیانو زده کړه او مطالعه وکړئ او د مطالعې فرهنګ په عامه خلکو کې دودیز کړئ.
مطالعه په نفس اعتماد زیاتوي او انسان دې ته چمتو کوي، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ښه کارونه وکړي او ځان د یو بشپړ انسان په توګه ومني. مطالعه د انسان د شخصیت په جوړولو کې ډېره مرسته کوي، د انسان وقار او عزت لوړوي او په ټولنه کې له نورو اشخاصو په درناوي کې مخکښ وي .
دا خبره له ډېره پخوا د ولسونو ترمنځ عامه وه، چې وايي: د انسان ښه ملګری کتاب دی. رښتیا هم دغه ملګری تاسو سره تل وي، د همدې ملګري له ګټې تاسي نه پریږدي، چې خپګان وکړئ او هغه څه در زده کوي، چې غواړئ، د لویو لویو دندو خاوندان او د لوړو فکرونو اتلان واوسئ.
کتاب چې ښه ملګری دی، نو د دې ملګري په وسیله خپلو ځانونو کې ستر بدلونونه راولو او کومه ګټه چې ورڅخه اخلو باید تر نورو يې هم ورسوو.
د مطالعې له برکته سړی په ځان باورمن کیږي، چې څه يې زده کړی وي، هغه په ورځنیو چارو کې ورڅخه ګټه پورته کوي او نورو ته يې هم په ډاګه کولای شي.
مطالعه انسان د نیشه يي توکو څخه ژغوري، مطالعه د انسان حافظه قوي کوي، له نړیوالو فرهنګونو نه يې خبروي او مطالعه ترسره کول انسان له نړۍ سره نښلوي.
نو راځئ؛ چې په ورځ کې که نور نه وي، د کم وخت په لړ کې دوه یا درې ساعته د کتابونو لوست په منظم ډول ترسره کړو او پایله به يې وګورو، چې موږ په ځان کې څومره اغیزمن بدلون راوستی دی. نو موږ باید د پورتنیو مواردو چې ګټې يې بیان شوې، مطالعې ته مخه کړو او باید چې مطالعه وکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.