د ژمي په موسم کې زموږ ګڼ شمېر خلکو په حجرو، پېتاوو او جوماتونو کې تاوده مجلسونه او بحثونه روان کړې وي، ځيني د تېرو وختونو د خپلو خاطرو کېسې کوي، ځيني بيا د تېرو وختونو په اړه توصيفونه او شکايتونه کوي، خو داسې وګړي هم شته چې د ژمي د ورځو په تېرولو زده کړيز معلومات تر نورو رسوي او ډېر کم به داسې خلک هم وي، چې غيبتونه کوي، دوى ته توصيه ده، چې له غيبته لاس پر سر شي، ځکه غيبت په اسلام کې ناروا عمل دى، بايد په کلکه توګه ځانونه ورنه وژغورو.
سمه ده، چې د تېرو وختونو يادونه تازه کول د اوسنيو ځوانانو او ماشومانو لپاره دا رنګه کيسې او نکلونه کول يوه زده کړه ده، چې معلوماتي پانګه يې لوړه وي، نو که څوک وغواړي د دا ډول کېسو او تاريخي يادښتونو په اړه يو څه وليکي، نو په سل هاوو ټوکه کتابونه پرې ليکلى شي.
په کليوالي او لرې پرتو سيمو کې ژمى د وزګارتيا او د خلکو راټوليدنو يوه پلمه ګڼل کېږي، چې اکثره په دې انګيري وايي، چې د يخنۍ له امله کار و بار نشته او نهه مياشتې هلې ځلې د همدې ورځو لپاره وي، نو دا درې مياشتې له کليوالو همځولو او مشرانو سره بايد په تفريح او سرګرمۍ تېرې کړو.
خو د ځوانانو لپاره بايد يادونه وشي، چې ټوله ورځ نه بايد په مجلسونو، بحثونو او سرګرمو لوبو باندې تېره کړي، بلکې دې موسم کې دوه تر درې ساعته زده کړو او مطالعې ته يو منظم مهال وېش په پام کې ولري، چې د را روان کال لپاره درسونو ته ښه چمتو واوسي او خپلو زده کړو کې کومه ستونزه ونه ويني.
هغه ځوانه طبقه چې په لرې پرتو سيمو کې له پوهتنون څخه فارغ او يا هم زده کړيال وي د خپلو رخصتيو له فرصته دې دا ګټه پورته کړي، چې د سيمې د ځوانانو لپاره ښوونيز کورسونه جوړ او يو ښه منظم تدريسي چاپېريال رامنځته کړي، چې هم خپلې تجربې پياوړې کړي او هم زده کوونکي وکولاى شي، چې ښه روزنه واخلي.
د مشرانو په مجلسونو کې د ماشومانو او ځوانانو ګډون حتمي دى، د سپين ږيرو او مشرانو خبرې آورېدل دوى لپاره د پند او عبرت سبب کېږي، خو په دې شرط چې مجلسونه يې له غيبت او لهو لعب(بې ځايه او ناوړو خبرو) څخه خالي وي.
کوم ځوان چې د مشرانو، علماوو او د قلم له اهله په مجلسونو کې ګډون کوي، بايد د يو خاص مهارت له مخې دې د قلم په توسط د هغوى تاريخي، عبرتناک او زده کړيز معلومات وليکي او بيا د اړوندو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو سره شريک کړي، چې مسوولين وکولاى شي، د لرغونو ميراثونو او تاريخي معلوماتو پانګه پياوړي کړاى شي.
دا به د ملي هويت او اصيل افغاني فرهنګ په ساتنه کې يو اوچت ګام پورته کول وي، چې ولسونه وکولاى شي، له اړوند د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.
مهمه يادونه چې د ليکنې له سرليک سره تړاو نه لري، خو مسووليت لرونکي خبره بلل کيږي، هغه دا چې د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه او پياوړتيا کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې ليکنې پر بنسټ بشپړه او جامع طرحه جوړه کړي، چې زموږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې اوږد عمر لرونکي کسان شته دي، چې د هغوى د روايتونو، ويلو، ليکنو او اسنادو له مخې شته فرهنګي او لرغوني ميراثونه راټول او د کره او معتبرو اسنادو په توګه راتلونکو نسلونو ته پاتې وي.
پر يادې طرحې دې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړونده مسوولين، د علومو اکاډمۍ، لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د راډيو تلويزيون عمومي رياست او د پوهنتون رياست په ګډه توګه کار پرې وکړي، ان شاءالله دهېواد لرغوني فرهنګي ميراثونه به په ښه توګه ولس ته ډاګيزه شي.
نو راځٸ درنو ځوانانو!
ټول ځان مسوول وګڼٶ، د هېواد ملي ارزښتونو ته ځانګړي پاملرنه وکړو او خپل ګران هېواد په قلم ودان کړو.!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.