اسمان ته تگ په عقل کېـږي
موږه د عقل سره ډزې کړې دینه
کډه مې لرې ځای ته وړمه
چې د نفرت اورونه مړه شول رابه شمه
په صداقت دې خاورې واوړه
زړگې مې راوړه په یارۍ پښېمانه یمه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا نوې لنډۍ برابرې شوې دي:
یخني، بایللی یار رایاد کړ
د چا له غاړې به یې تاو وي مړوندونه
دا پهٔ ما څهٔ شوي دي خدایه
چې څوک یې نوم رایادوي ژړا راځینه
په صداقت دې خاورې واوړه
زړگې مې راوړه په یارۍ پښېمانه یمه
کډه مې لرې ځای ته وړمه
چې د نفرت اورونه مړه شول رابه شمه
کډه مې تورو غرو ته بار کړه
چې د نفرت اورونه مړه شي رابه شمه
د زړه له تله دوعا وکړئ
خاورې کوي مې غرونه ـ غرونه ارمانونه
ځان مې سینگار کړ، ته رانغلې
ړنگې کمڅۍ تر مازيگره ناسته وومه
پر ما دې وي، پر تا دې نۀ وي
اوړي غرمې، د ژمي يخ، ساړۀ بادونه
راته ښکارېـږي امن راغی
د ملا لور گودر ته ځې، ټپې کوېنه
پر مخ روان په ورستو گورې
یا دې څه ورک دي، یا دې زه لیدلې یمه
په پېوندي شال مې درپټ کړه
سږنی کال مې د خوارۍ ده، تېر به شینه
څنگه په ډکو سترگو لاړې
د مور شرینه زویه ډک دې شه لاسونه
د زړه په غوښو مې رالوئ کړ
اوس یې رقیب پر سپینمړوند کوي خوبونه
ديدن کوه خفه پرې نه يم
که لاس دې راوړو، نو دادا به خبرومۀ
خلک به نوې یارۍ وکړي
زه به زړې یارۍ ته ورکړم پیوندونه
اسمان ته تگ په عقل کېـږي
موږه د عقل سره ډزې کړې دینه
زما په زړه کې څړیکې وشوې
لکه چې زړه کې د لالي وگرځېدومه
رباب به ښه وي ترټوپکه
ټوپک دې هره ورځ ژوندون خرابوینه
په يارانه دې پوهه نهشوم
په جدايۍ دې لکه مالگه ویلې شومه
د ټوپک ډز دې پهکـی نهوي
د سترگوجنګ دې ترقیامت پورې وینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.