د صربیا حکومت د خپلې انرژۍ برخې د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره تازه اقدامات کړي دي. د دې اقداماتو په ترڅ کې، روسیې ته ۴۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې د NIS په انرژۍ شرکت کې خپلې شتمنۍ وپلوري. دا پرېکړه د نړیوالو بندیزونو د فشار له امله شوې، چې د روسیې پر انرژۍ سکتور یې اغېز کړی دی.
د صربیا ولسمشر، الکساندر ووچېچ، ویلي: “موږ د ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو. موږ ته د نړۍ ټول خلک ګران دي، خو صربیا زموږ لپاره تر ټولو ګرانه ده. زموږ دنده ده چې د هېواد ملي ګټې وساتو. خلک دې ډاډه وي، په صربیا کې به د انرژۍ کمښت یا اقتصادي ستونزې نه رامنځته کېږي.”
د صربیا حکومت غواړي چې د نړیوالو بندیزونو تر فشار لاندې د خپل ملي اقتصاد ساتنه وکړي. ولسمشر ووچېچ ټینګار کړی چې دا پرېکړې د صربیا د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره دي او خلک دې د انرژۍ د کمښت یا اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه نه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.