د هر چا چې مصارف د مشروع عاید نه زیات وي نو پوه شئ چې فساد یې کړې دی او د غیر مشروع عاید نه مصارف کوي.
پروژوي کسان هغه کسان دي چې د افغانستان تجزیه غواړي، د افغان کلمه نه مني او هره ورځ د ولس په منځ کې د نفاق نوې سوژې مطرح کوي او د افغانانو انرژي بیځایه مصرفوي.
دغه پروژوي کسان د سیمې او نړۍ د استخباراتو لخوا مؤظف شوي چې د افغانانو توجه په افغانستان کې د یو منل شوي، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو نه بلې خواته واړوي. له بده مرغه یو شمیر ځوانان په غیر اګاهانه توګه د دوی خبرې بدرګه کوي.
د پروژوي کسانو د مخنیوي لپاره مؤثره لار، اګنورول دي ځکه دغه پروژوي کسان غواړي چې د خلکو توجه ځانونو ته واړوي. دغه کسان په داخل د افغانستان کې خو پریږده په خپل کور او سیمه کې هم نفوذ نه لري او نه څه کولې شي. ډیر پرې سر مه خوږوې.
د ټولو لپاره پکار ده خپله توجه اصلي مسلې ته واړوي چې افغانستان بیا د نیابتي جګړې میدان نشي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.
په یویشتمې پیړۍ کې حکومتولي او پرمختګ یوازې او یوازې د یو ولسواکه او قانونمند نظام په موجودیت کې شتون پیدا کولې شي.
په ولسواکه نظام کې قومي، سمتي، ژبني ټیکه داران او د اسلام د نوم نه د سؤ استفادې کولو کسان رول نه لري.
په ولسواکه او قانونمند نظام کې د افرادو رول کم او د قانون او سیستم رول مهم وي. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په استازولې، مونږ افغانستان کې ثبات او قانونمند نظام د چوکۍ او پروژو د اخستلو لپاره نه غواړو بلکې ټولو افغانانو ته د قانون په چوکاټ کې د مساوي حقوقو غوښتونکي یو.
په افغانستان کې د واحد، خپلواک او ولسواکه نظام په هیله چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست او تبعیض پکې نه وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.