خبري سرچیني

لیکنه: رفېع انځور

185

څه موده وړاندې، مې د یوې معتبرې نړیوالې رسنې پر فیسبوک پاڼه د یو ممثل د مړینې خبر ولوست، له دې سره نورو رسنیو هم دې خبر ته دومره خبري پوښښ ورکړ، چې تر ټولو ورسېده. د خبر د خپرواي ښه ځنډ وروسته، د ممثل یو خپلوان وویل، چې پلار مې روغ رمټ دی او د چایو پیاله ېې خولې ته نیولې.
خبره مې د خبري سرچینو کوله، په خبر کې د نورو خبري توکو او عناصرو سربېره، سرچینه هغه څه ده، چې د خبر ريیښتونی اړخ معلوموي. که موږ هره ورځ ځيني خبرونه خپاره کړو، خو چې باوري سرچینې زموږ د خبر پخلی ونه کړي، بیانو خبر نیمګړی وبوله.
سرچینه د خبر جوړولو لپاره اړینه ده، څو هغه معلومات چې موږ ېې خلکو ته وړاندې کول غواړو، د یو چا یا رسمي ادارې له لوري تائید شي. ځکه اوریدونکي، لیدونکي او لوستونکي هڅه کوي، هغه څه واوري، چې د پېښو اړوند مسوولینو ویلي وي. کله چې یو خبریال د یوې سوژې اړوند راپور لیکي، پکار ده، چې د موضوع تل ته ننوځي او ټول اړخونه ېې روښانه کړي. دلته هغو لارو چارو ته نغوته کوو، چې د سرچینې اړوند مسایل پکې نغښتي دي.
• یو خبریال باید د خپل راپور او یا خبر لپاره ټولې اړوندې سرچینې وپوښتي.
• کوښښ وکړئ له هغې سرچینې سره خبرې وکړئ، چې ستاسو د موضوع اړوند وي.
• د پېښې په اړه تر ټولو غوره سرچینه د پېښې پر مهال حاضر خلک يا عیني شاهدان دي.
• راپور مو باید له ځانه سره مسوولین د سرچینې په توګه ولري.
• تل هڅه وکړئ، سرچینه هسې وښیئ، چې څنګه وي، داسې نه چې سرچینه حکمي شخص وي او په راپور کې حقیقي شخص راوړل شوی وي.
د بېلګې په توګه: د کرنۍ وزارت وايي، چې له کرندګرو سره ېې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرې مرسته وکړه. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پام کې لري، دا لړۍ وغځوي او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دغه مرستې پر کروندګرو وویشي.
د خبر د سرچینې په اړه پوهیدل د مخامخ لوري طبیعي اړتیا ده، چې وکړای شي د خبر مخیني ته په پام سره د وړاندې شوي خبر سموالی وڅېړي په تېره بیا د رسنیو ډېرښت او اړیکو د زیاتوالي له امله د خبر د ډاډمنو او باوري سرچینو موندل له ناباوره سرچینو څخه ډېر ستونزمن شوي دي.
دلته د سرچینو ځو ډولونه درپېژنو، چې په خبر لیکلو کې لار درڅخه ورکه نه شي او وکولای شئ، چې په زړه پورې، باوري او داسې خبر ولیکئ، چې د لومړۍ جملې په ویلو سره مو خلک خبر ته د ریښتونولۍ له زاویې وګوري.
مسوولې سرچینې: د ژوند هره برخه له حکومتي اړخه مسوولین لري، په نړۍ کې هره پېښیدونکې مسله هم د ژوند سره اړیکه لري نو پکار ده چې د هرې پېښې اړوند مسوولې سرچینې په ډول وپوښتل شي. دامسوولیتونه او مسوولین بیا کولای شي په دولتي او غیر دولتي هغو وویشو، چې سرچینې ېې هم کیدلای شي په دولتي او غیر دولتي هغو سره بېلې کړو.
عام خلک او عادي سرچینې: ډېری وخت، د خبر ښه سرچینه عام خلک وي، د بېلګې په توګه د یو ډله ییز واده شاهدان، چې په دې واده کې ېې ګډون کړی وي، د راپور ښه سرچینه ده، یا هم په ښار یا کوم بل داسې ځای کې چې ستا د خبر او راپور لپاره مهم دي د خلکو غږونه یا واکسپاپونه چې د راپور او خبر ته ډېره غښتلتیا او باور ورکولا شي، د داسې غږونواخېستلو کې باید زموږ فکر د خپلې موضوع اړوندوالي او د سرچینې نورو مشخصاتو ته وي، لکه د سرچینې تعقل، جنسیت، عمر او ځای ته فکر، ځکه موږ باید سرچینې څخه د موضوع اړوند معلومات واخلو خو، چې سرچینه مو باید د عمر، فکر او جنسیت له اړخه د نظر ورکولو صلاحیت ولري او هم موږ پوه شو، چې زموږ ورتګ هغه ځای ته په ښه وخت کې ممکن دی او که نه.
بهرنۍ ادارې: ځيني وختونه، یوه پېښه د بهرنۍ ادارې پورې تړلي وي، یا په یوه نه یوه بڼه د پېښې ځينې برخې هغوی ته راجع کېږي. درې اوونۍ وړاندې ترکي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړ، چې د سوریې پخواني ولسمشر بشرالاسد مېرمن اسماءالاسد له خپل خاوند څخه طلاق اخلي. ترکي رسنیو زیاته کړې وه، میرمن اسماء الاسد د طلاق اخېستو په موخه په روسیې کې محکمې ته خپل وړاندیز ورکړی.
خو د کریملن ویاند وایي، اسماء الاسد د طلاق اخېستو او برتانیې ته د تګ خبرونه هیڅ ډول حقیقت نه لري.
بې نومه سرچینې: هغه سرچینې دي چې د نوم د نه اخېستو په صورت کې معلومات درکوي، د داسې سرچینو څخه معلومات اخېستلو په وخت کې ډېر دقت پکار دی او باید تر وروستي حده له داسې سرچینو لاس ته راغلي معلومات تحلیل شی چې څومره یې د ریښتونولي کچه زیاته ده او باور پر ې کیدلای شي، ځکه دا درک مهم دی، چې ولې نوم اخېستل نه غواړي؟ دا کس په خپلو ویلو کې څومره صادق دی؟ که ېې نوم واخېستل شي نو د ده په وړاندې به جدي ستونزه څه وي، چې دی ترې ویره لري؟ ایا هغه ستونزه دمره جدي ده، چې د ده نوم دې ېې له ویرې پټ وساتل شي؟ او داسې نورې پوښتنې له ځانه کول پکار دي.
په راپورونو کې د خبري سرچینې کارول خورا اړین دي، داستاسې خبر کره کوي، خبر ته باور ورکوي، مسوولیت کموي او په رسنۍ کې ستاسې ځواک لا پیاوړی کوي.
هڅه وکړئ، د سرچینې په وړاندې تل خپل باور وساتئ، خو دا هم مه هېروئ، چې تاسې د خلکو په وړاندې هم لوی مسولیت لرئ تاسې کولای شئ، سرچینې نه ژمنه واخلئ، څو تاسې دغه معلومات له بلې سرچینې واخلئ او دوی ېې تائید کړي او یا هم تاسې ته بله سرچینه در وښیيي، څو تاسې له هغو معلومات لاس ته راوړئ.
خبریالانو ته ښايي د پېښو د کره والي او خبري معلوماتو لپاره هغو ځایونو ته ورشي، چېرته چې د پېښو په اړه دقیق معلومات په اسانه ترلاسه کولای شي. عموماً د پولیسو ماموریتونه، روغتونونه، د اوروژنې دفترونه، هوايي ډګرونه، خبري ناستې، حکومتي ویاندویان او داسې نور.
که چېرته خبریال په دغو یادو شویو ځایونو کې بلد کسان، ملګري او پخې اړیکې ولري، نو د خبریال لپاره ډېر ګټور تمامېږي ځکه د همدغو اړیکو له لارې نوموړی د ځینو کسانو او ادارو اړوند داسې خبرونه ترلاسه کولای شي، چې نورې خبري سرچینې ېې نه شي ترلاسه کولای.
اخځلیکونه:
۱ـ وحید احمدزی، امیرجان، خبرپېژندنه، دانش خپروندیه ټولنه، ۱۳۸۹ل.ل.
۲ـ شینواری، محمد اصف، د خبرلیکنې ارونه(اصول)، پښتو ژباړه، ۱۳۸۶دانش خپروندیه ټولنه، ل.ل.
۳ـ حبیب، خالد احمد، د ژورنالیزم بنسټونه، مومند خپرندیه ټولنه،۱۳۹۷ل.ل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.