د تړلې دروازې شاته یوه نجلۍ

نور محمد لاهو

109

د تړلې دروازې شاته یوه نجلۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مه ژاړه ښکلې نجلۍ !
دا دروازه که هر څومره تړل شوې هم وي
بیا هم غږ دې اوریدای شي .

پوهیږم
ستا کوشني تنکي لاسونه
د دې تیږو دیوالونو زور نه لري
خو پوه شه چې
باران هیڅکله د کورونو د چتونو د ماتولو د پاره
له ځانه سره تبر نه ګرځوي

+ + + +

څاڅکی اوسه
په دې زنګ وهلیو کلپونو وڅاڅه
څو دا زاړه کلپونه
له شرمه خپله خلاص شي

ګډوډ ویښتان دې باد ته وسپاره
پریږده چې خوږ نسیم دې د زړه چیغې
له دیوالونو ها خوا سیموته یوسي
ووایه !
(( زه چوپتیا ته نه یمه راغلې
زه راغلې یم چې یو څه زده کړم ))
ووایه !
چې دا خاوره یوازې د نارینه وو د پښو د پاره نه ده

نو مه ژاړه ښکلې نجلۍ !
اوښکې دې را ټولې کړه
او رنګ ورڅخه جوړ کړه
چې د سبا د پاره پرې لیکل وکړې
او پوه شه
دا کوم کولپ چې په دروازې راځړول شوې
دا به یوه ورځ لکه کنګل دا ستا د مخ په پستې رڼا اوبه شي
او باد به دې سندرې ځانه سره یوسي
او لمر به دې لکه ګل
په سپیرو کمڅیو وځړیږي
او دا تړلې دروازه به هم
ستا په کتو
لکه غنچه وغوړیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.