تعلیم‌ یافته چا ته ویل کېږي؟

پښتو ته ژباړه : نصيراحمد څپاند

160

تعلیم‌یافته هغه کس ته ویل کېږي چې یوازې د کتابونو علم یا لوړې تعلیمي سندونه نه لري، بلکې ژور فکري درک، ټولنیز شعور، او په عمل کې صداقت ولري.
د تعلیم‌یافته کس ځانګړنې:
1. د علم عملي کول:
تعلیم‌یافته کس هغه دی چې خپل زده‌کړه د ټولنې او انسانیت د ګټې لپاره وکاروي، نه یوازې د شخصي ګټو لپاره.
2. اخلاق او کردار:
هغه څوک چې په خپلو خبرو او عمل کې اخلاص، عدالت، او همدردي غوره کړي.
3. د ټولنې شعور:
تعلیم‌یافته کس د خپل چاپېریال اړتیاوې درک کوي او د مثبت بدلون لپاره هڅې کوي.
4. د تعصب او ناپوهۍ پر وړاندې درېدنه:
تعلیم‌یافته شخص د سخت‌دریځۍ، ناپوهۍ، او تعصب پر وړاندې مبارزه کوي او خلکو ته د حق او انصاف پیغام رسوي.
5. د زده‌کړې او پوهې شریکول:
هغه څوک چې خپل علم له نورو سره شریک کړي او د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
د اطالوي فلسفي انتونیو ګرامشي وینا ده:
“تعلیم‌یافته انسان هغه وخت مري، کله چې د ژوند په بهیر کې د بشپړ ګډون پر ځای د خپل ټولنې او زمانې له ستونزو ځان لرې کړي.”
د تعليم يافته کس رول په ټولنه کې
تعلیم‌یافته کس په ټولنه کې خورا مهم رول لوبوي. هغه د پوهې او مهارتونو په لرلو سره د ټولنې په پرمختګ او ښه‌والي کې اغېزمن ګامونه اخلي. د تعلیم‌یافته کس رول په لاندې برخو کې څرګندېږي:
1. علم او پوهه خپرول:
تعلیم‌یافته کس د زده‌کړې او پوهې د خپرولو وسیله ګرځي، چې د ټولنې نور خلک هم هڅوي تر څو د زده‌کړې ارزښت درک کړي او د علم په لاره کې هڅه وکړي.
2. اقتصادي پرمختګ:
تعلیم‌یافته خلک د اقتصاد په وده کې مرسته کوي. دوی نوې تخنیکونه او لارې چارې راوباسي چې تولید زیات کړي او د کارګمارنې کچه لوړه کړي
3. اجتماعي بدلونونه:
تعلیم‌یافته کس د ټولنیزو ستونزو په حلولو کې رغنده رول لوبوي. دوی د نابرابرۍ، بې‌وزلۍ او نورو ټولنیزو ننګونو پر وړاندې د حل لارې چارې وړاندې کوي.
4. رهبرۍ وړتیاوې:
تعلیم‌یافته کسان د رهبرۍ وړتیا لري او کولی شي د ټولنې د لارښوونې مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي. دوی د سولې، یووالي او پرمختګ لپاره کار کوي.
5. اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه:
تعلیم‌یافته کسان په ټولنه کې د اخلاقي معیارونو لوړولو او د انصاف د ترویج لپاره کار کوي. دوی خلک د ښه چلند، احترام او همکارۍ لپاره هڅوي.
6. تخلیقي او نوښتګر فکر:
تعلیم‌یافته کس نوې مفکورې او اختراعات وړاندې کوي چې د ټولنې پرمختګ او پرمختللې راتلونکې تضمینوي
د نننۍ ټولنې ستونزه:
نننۍ ټولنه کې تعلیم‌یافته کس هغه ګڼل کېږي چې لوړې تعلیمي سندونه ولري—ډاکټري یا ماسټرۍ سندونه—چې هغه یې د کورنۍ د عزت او شخصي شهرت لپاره کاروي.
خو دا تصور یوازې د سندونو تر کچې محدود شوی دی. ډېر داسې کسان شته چې د فیشن او عیش و عشرت په منډو کې مهم ارزښتونه او مسؤلیتونه له پامه غورځوي.
پوښتنې:
ایا دا لوستي خلک د خپل شاوخوا خلکو ذهنونه روښانه کوي؟
ایا دوی د علم‌دوسته او باشعوره ټولنې په جوړولو کې کوم رول لوبوي؟
که یوازې د شخصي ګټو لپاره ژوند تېروي، نو د لوستېدو معیار له لاسه ورکوي.
د نجم عبدالکریم ځواب:
په یوه تلویزیوني مرکه کې له لیکوال او ژورنالیست نجم عبدالکریم څخه وپوښتل شول:
“دانشور څوک دی؟”
هغه ځواب ورکړ:
“دانشور هغه دی چې په ټولنه کې خپره شوې منفي ذهنیت کم کړي او مثبت فکرونه عام کړي. هغه یو بزګر، بوډۍ ښځه، مزدور، وزیر یا حتی شهزاده کېدای شي.”
پایله:
په پایله کې، د تعلیم‌یافته کس شتون د هرې ټولنې لپاره د ښه‌والي او دوامدار پرمختګ یو مهم عامل دی. د دوی رول په دې کې دی چې ټولنه د علم، اخلاقو او پرمختګ په لور رهبري کړي.
تعلیم‌یافته کس یوازې د خبرو یا سندونو ذخیره لرونکی نه وي، بلکې د علم ژوروالی پېژني او د ټولنې د شعور او پرمختګ لپاره یې کاروي.
تعلیم‌یافته هغه دی چې:
د ناپوهۍ خپرېدل ودروي،
د تعصب او سخت‌دریځۍ پر وړاندې ودریږي،
او خپل علم د نورو د ښېګڼې لپاره وکاروي.
تعلیم‌یافته یوازې د سندونو له مخې نه معلومېږي، بلکې د هغه په کردار، افکارو، او ټولنې ته په ورکړې ګټې ښکاره کېږي.
اخذونه :
له انګليسى نه اردو ژبه ته ژباړه :
ليکوال محمد ثقلین حیدر شاه
پښتو ته ژباړه :نصير احمد څپاند له يو څه اضافه والي سره

د سوداګرۍ مشرتابه کې د ګټورې ناکامۍ ځواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.