د لمر د کوریونال (Corona) خالي ځایونو له امله د مقناطیسي طوفانونو د زیاتیدو احتمال!
د ناسا پوهانو د ۲۰۲۵ کال لپاره د مقناطیسي طوفانونو زیاتیدل پیشبینی کړې دي، ځکه چې د لمر شاوخوا یوه لویه کوریونال خالي ځای کشف کړی دی، دا خالي ځای د لمر کروي سطحې ۱/۴ برخه پوښي او د چټکو لمرې بادونو یوه لړۍ رامنځته کوي چې ممکن ځمکې ته زیان ورسوي.
پوهان وایي لمري بادونه چې د دې خالي ځای له امله خپریږي، د ځمکې شاوخوا فضا ته رسیږي او د GPS، سپوږمۍ سیسټمونه او حتی د هوا او حساس خلکو لپاره رواني ستونزې رامنځته کولی شي.
دا بادونه د راتلونکو څو میاشتو په اوږدو کې د مهمو ټیکنالوژیکي سیستمونو پر فعالیت هم اغیزه کولی شي.
د کال په پیل کې د لمر زیات فعالیت وروسته لمر اوس آرام شوی دی.
دغې آرامې دورې د کوریونال خالي ځایونو د رامنځته کولو لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي، کوم چې د لمر بادونه پراخوي.
پداسې حال کې د لمر بادونو سرعت زیاتیدل ممکن د ځمکې لپاره د زیاتې خطر سبب نه شي، خو د ځینو ټیکنالوژیکي او رواني ستونزو خطر موجود دی.
د لمر د دې پدیدې اغیزې ممکن د ځمکې فضا کې د اختلالاتو سبب شي، مګر پوهان وایي چې دغه بادونه به د بېړنیو زیانونو سبب نه شي.
نو ځکه دې طبیعي پدیدې څارنه د اړوندو ارګانونو لخوا باید په جدي توګه وشي، ځکه چې د لمر بادونه ممکن د ګلوبل ټیکنالوژۍ په پراخه کچه اغیزه ولري.
پوهان وایي چې د دې وضعیت لپاره باید خلکو ته د احتیاط تدابیر ورکړل شي، خصوصاً د هغو کسانو لپاره چې د هوا د بدلون سره حساسیت لري او د لمر د فعالیت پر وړاندې خپل رواني وضعیت کې بدلونونه تجربه او په هکله يې پوهاوی لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.