د پښتو ليکاف

اجمل ښکلی

109

يره ۱۳۸۴ يا ۸۵ کال به و. هغه وخت زه د درېيم، څلورم ټولګي محصل وم. قلعه فتح الله کې لکه چې د ميديوتيک دفتر و او د جوزا، سرطان مياشت وه. د افغان ادبي بهير غونډه د انګورو تر اوږده سيوري لاندې روانه وه. خبره په ژبپوهنه کې پر دې وه، چې “لپاره” بېل وليکو، که يوځاى؟
له څېرې روښانه يو ګرد مرد په دريشي کې ملبوس سړى دريځ ته ودرېد او خبرې يې داسې پيل کړې، چې د هرې جملې ترمنځ يې څو ثانيې ځنډ راته عجب ښکارېده. ورو ورو يې خبره داسې روښانه کړه، چې د “خو” ګنجايش پکې ورک غوندې شو.
خداى خبر په ما په دې وخت کې کوم پېريان کېناستل، ناڅاپه مې لاس اوچت کړ او بې مقدمې مې د استاد له خبرې سره مخالفت وکړ. فکر کوم، چې زما خبرې د “لپاره” د يوځاى ليکلو په حق کې وې او لکه چې ويلي مې وو، چې دا اوس په يوه پوخ ترکيب بدل شوى، بايد يوځاى وليکل شي.
غضنفر صاحب د حالت د نورمالولو په موخه پر دريځ ولاړ استاد ته د خپلې همېشنۍ لورېينې غوندې زما صفت وکړ. استاد څه و نه ويل، له دريځ نه غلى راکوز شو او زه پوه نشوم، چې خپه شو، که خوشحاله.
وروسته زه خپل جسارت ته حيران وم. د پوهنتون له دويم سمستر نه مې له بهير سره مخه شوې وه. بې جراتي مې لکه د دلوې يخني پر زړه او پوست ننوتې وه؛ خو د بهير څو کاله تجربې او د استادانو هڅونې راکې دومره زړه ايښى و، چې د يوه ناپېژانده شخص پر وړاندې خپل دريځ په زغرده څرګندم کړم يا به د استاد شپون خبره، هسې ځان ته خامتما وم.
د استاد غږ مې تر دې مخکې پر ځينو مسايلو په بي بي سي کې د مېلمه په توګه اورېدلى و؛ خو اغېزمن کړى يې نه وم. وروسته وروسته پوه شوم، چې له اروپا راغلى دا استاد پر ډېرو مسايلو پوهېږي او ما په زړه وخوړله، چې تر غره ورلاندې وتى يې.
زه څه خبر وم، چې دا جسارت به زما د علمي کيرير لورى لا بدلوي. له استاد سره مې هلته دلته ملاقات کېده. سوړ چلن يې يو ډول وژلم؛ خو پوهېدم هم نه، چې خپه دى، که خوشحاله.
په دې منځ کې څو کاله تېر شول. پر ادبي ليکنو سربېره به مې يوه نيمه ليکنه پر ژبنيو مسايلو هم کوله؛ خو زه خبر نه وم، چې استاد راته متوجه دى. څه وخت تېر شو، په يوه غونډه کې سره مخ شو. په خبرو خبرو کې يې راته وويل، چې ته ادبياتو کې څه کوې؟ ادبياتو کې خو خلک شته، ژبپوهنې ته راشه. دا هغه وخت و، چې ادبي ليکنې مې په آب و تاب کې وې او هڅه مې دا کوله، چې تر نورو مختلف کار وکړم.
عجبيه وه، استاد زه له ډکه بازاره وچې صحرا ته وربللم. ډک بازار مې ځکه ووايه، چې هغه وخت پر ادبي چاپېريال د غضنفر صاحب دروند سيورى خپور و او خلکو ته د هغه د خوندور سبک له امله هم ادبياتو خوند ورکاوه او نور يې هم لمسول، چې پر ادبياتو ليکنې وکړې. هغه وخت هم د اوس غوندې پر ادبياتو خلک ګرم وو او ژبپوهنې خال خال لوستونکي لرل.
تر دې مخکې او وروسته استاد زيار او استاد صميم هم يو ځل نيم په غوږ وهلی وم، چې ژبپوهنې ته رادرومه. په دې شوق کې به مې يوه نيمه ليکنه په ژبپوهنه کې هم کوله.
په پوهنتون کې مې د استاد زيار پښويه او نور ګرامرونه لوستي وو او په شته ژبپوهنه پوهېدم او ليکنې به مې هم پر همدې معمول اساس کولې؛ خو د استاد بيا بيا ټينګار ژبپوهنې ته ورمات کړم. په يوه بنډار کې مې ورته وويل، چې تاسو دومره ټينګار کوئ، نو په ژبپوهنه کې څه وکړم؟ ويل يې پر نوې ژبپوهنه کار وکړه. فکرمن يې کړم، چې پر دې شاړه لار خو موږ نه په ليسانس کې تللي يو او نه په ماسټرۍ کې، دا به څه کوو؟
استاد لکه زما اندېښنه چې يې ځيرلې وي، په برېښناليک يې څو لينکونه راولېږل. يو پکې د هاليډى ژوندليک و، هغه خو اسانه و، پوه شوم پرې. بل پکې يوه وړه ليکنه وه، چې د سيستميک فنګشنل نظريه يې په ايکس او واى کې تشريح کړې وه. يو څه زما انګليسي دغسې وه او بيا دومره تخصصي نظريه. د ښوونځي لسم ټولګى راياد شو، چې هر ماسپښين به مې په ډېر شوق د الجبر کتاب پرانيست او په ډېرې بېخوندۍ به مې بند کړ، چې دا x او y ولې مجهول دي او ولې کله صفر سره برابر شي، کله له پينځو سره؟
زما لا دا غم خلاص نه و، چې استاد راباندې بله لورېينه هم وکړه، د فرانسوي ژبپوه کوليولي د وينا د ژبپوهنې د نظريې اړوند يو نيم کتاب او لينک يې هم راولېږل. ما ويل، استاد ټيک زما زړه له ادبياتو او ژبپوهنې دواړو راتوروي. ما ته چا ويل، چې ته په هغه تاوده اوړي کې هغسې تودي خبرې کوه، چې اوس دې استاد نه پرېږدي.
استاد ته مې وويل، چې دا بحثونه نوي دي او بايد سره کېنو. استاد په لېوالتيا ومنله. دا نو د ۱۳۹۷، ۹۸ کال و. زه، مصطفى سمون او کله نا کله عبدالحق سلامزوى به هره جمعه د بهير تر غونډې مخکې کتابښار ته ورغلو او درس به شروع شو. د بهير انتخاب هم عجيبه وه، له همغه دريځه چې لومړى ځل پرې زما او د استاد ټکر راغلى و، پر همغه ځاى استاد درس راکاوه؛ خو استاد د درس لپاره بل ځاى نه درلوده او کتابښار هم هغه وخت د استاد و، چې يو ښه سمبال کتابپلورنځى يې پکې جوړ کړى و. هره جمعه به چې ورغلو، استاد به تختې ته ودرېد، ايکس او واى به يې د مثلث په درو ګوټونو کې وليکل او د ټاپولوژۍ له مخې به يې د کوليولي نظريه راته ښوده، منځ منځ کې به موږ هم نظر نيم ورکاوه او پوښتنه به مو کوله. استاد به د کوليولي کتاب او خپلو يادښتونو ته کتل او بيا به يې ويل، چې “کابل خو کابل دى” جمله کې لومړى او دويم کابل څه توپير لري. استاد لکه د اروپايي استادانو غوندې عادي درس راکاوه او هڅه يې نه کوله، چې زموږ غوندې ځان نابغه وښيي.
په دې مجلسونو کې له استاد نه ما ډېر څه زده کړل، يو دوه ليکچره يې د پښتو وزن په اړه هم راکړل او رښتيا خبره دا ده، چې په دې اړه په فرانسوي کې د استاد کړى کار نوى و. د پښتو وزن په اړه يې د دې ليکنې ژباړه عبدالحق سلامزوى ته وسپارله او لکه چې هغه پښتو ته راوژباړله؛ خو له يوه پلوه د سلامزوى ساړه خوى او له بله پلوه د استاد بې پروايي موږ د هغې ليکنې په سور پوه نه کړو.
د کوليولي په درسي ټولګيو کې چې استاد څه زده کړي وو، هغه يې موږ ته وښودل او نوره يې بښنه وغوښته، چې زما وزرونه همدومره وو؛ نور ستاسو کار دى. د استاد هغه ابتدايي خبرې په اصل کې زما لپاره د نوې ژبپوهنې او د وينا د ژبپوهنې په لړ کې اساسي خبرې وې، چې په مټ يې ما د پوهنوالۍ لپاره د وينا ژبپوهنې نظريه وټاکله او فهرست مې ورته جوړ کړ؛ خو استاد بيا هم زما له مرستې لا وانخيست او وخت په وخت يې يوه نيمه ليکنه او نظر راسره شريکاوه او د کارونو په اړه به يې رانه پوښتنه کوله. ما هم هر کار ورسره شريکاوه او د استاد ډاډ مې اخيسته.
بس استاد زه د نوې ژبپوهنې په غم ککړ کړى وم او خپل غچ يې رانه په احسنه طريقه اخيستى و او هغه د مولوي خبره:
زاهد بودم ترانه گویم کردی
سر فتنه‌ی بزم و باده جویم کردی
ما تر هغې وروسته کتابونه پيدا کړل او له فرانسوي، چامسکايي، ادراکي او چاروالې ژبپوهنې سره مې د ځان د اشنا کولو هڅه پيل کړه.
د ژبپوهنې په ډګر کې استاد صميم زما لومړى استاد دى او استاد زيار هم هڅولى يم؛ خو زما د وروستيو کارونو کريډيټ استاد نجيب منلي ته ځي.
له استاده مې نه يوازې نوي مسايل زده کړل، بلکې اخلاق مې ترې زده کړل. تر اخره يې راباندې خپل تکليف و نه زباته او يوازې پر ما نه، په هيچا احسان نه کوي، يو مستغني انسان دى، بس کار کوي، بدل پسې يې سر نه ګرځوي.
استاد نجيب منلى يو واقعيت بين شخصيت دى. نه مې ترې کله د ځان ستاينه واورېده، نه يې د ځان د پرښتې ثابتولو هڅه وکړه، ان په اسانه پرې پوهېږې نه، چې ورته ګران يې که بد يې ايسې، خو په اصل کې هر هغه سړى ورته ګران دى، چې کار کوي؛ خو په مشرانو استادانو پسې د استاد شپون غوندې يوه نيمه ټوکه کوي. په هغه ټوکه چې د نورو ورته له خندا تشي نيولي وي، دى يو نرى تبسم کوي. په تبسم پورې يې راياده شوه، چې عادي حالت کې هم ته فکر کوې، چې خاندي؛ خو خاندي نه.
استاد ډېرې خوبۍ لري، د نقد ډېر ښه استاد دى، کار يې له مرغلرو سره د تللو دى، له غضنفر صاحب سره يې د “ادبياتو دنيا” او ” د ليک شېبې” هم د پښتو ادبياتو په اړه مهم کارونه دي، چې ډېره موده به وپايي. زه نيت لرم، چې پر وروستي کتاب يې يو څه وليکم او له ملګرو هم غوښتنه لرم، چې دا له نوم او شهرت لرې د خپل ځيرک فکر په خونه کې د ناست انسان آثارو ته توجه وکړي، چې د پښتو ادب او ژبې پر اسمان څومره نوي ټکي لري .
زه د استاد د ښېګڼې پوروړى يم او دا پور يې نشم ادا کولاى. رياليستيک شخصيت، دروند خوى او استغنا به يې تل زما په ياد وي.
چې استاد ووينم، د ادراکي ژبپوهنې مشهور عالم جارج ليکاف راياد شي. دا ورته والى يوازې د څېرې او درنې خندا نه دى، بلکې د علمي اغېز هم دى. ليکاف په ژبپوهنه کې د ادراکي بحثونو په بنسټګرو کې راځي، چې د ژبې او ادراک او ژبې او فلسفې او بالاخره د ژبې او مغزو په اړه يې معتبرې څېړنې کړې دي او د مفهومي استعارې غوندې مهمو نظريو يې د ژبپوهنې يوره نسل اغېزمن کړى، د استاد اغېز هم په نويو بحثونو کې جوت دى او انکار ترې نشي کېداى. خداى يې تل خوشحاله او سوکاله لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.