زردګې د بدن د روغتیا لپاره یو جادویي خواړه

242

زرد ګي، چې په عمومي ډول د ګازرو په نوم هم یادېږي، د خوړو په نړۍ کې یو له هغو سبزیجاتو څخه د ي چې نه یوازې خوندور دي، بلکې د بدن د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري. دا خواړه د معدني موادو، ویټامینونو، او فایبر په ګډون ګڼ مغذي مواد لري چې د بدن ورته اړتیا ده. او د هیواد په هره برخه کې کرل کیږي او په بازارونو کې په ارزانه بیه تر لاسه کیدی؛ او د لاس رسي وړ دي.

زردګي هغه خواړه دي چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، په ځانګړې توګه په مشرانو او زړو خلکو کې. د بیټا کیروټین په درلودلو سره، چې د ویټامین A یوه ښه سرچینه ده، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي او حجروي غشا سالمه ساتي. زردګي د بیټا کیروټین لرونکي دي، چې د لمر د تاوانونو پر وړاندې د پوستکي ساتنه کوي. دا ماده د پوستکي حساسیت کموي او بدن ته دا وړتیا ورکوي چې د لمر وړانګو منفي اغېزې زغمي.

دې ته ورته زردګي د HIV ناروغانو لپاره هم ګټور خواړه دي، ځکه چې د معافیت لوړولو سره د دې ناروغۍ علایم کموي او د بدن ځواک زیاتوي. او د زړه ناروغۍ د ژوند د لویو ستونزو څخه دي. زردګي د انټي اکسیدانونو او فایبر لرلو له کبله د زړه د روغتیا لپاره غوره خواړه ګڼل کېږي. دا د زړه د ناروغیو خطر کموي او د کولیسټرول کچه په کنټرول کې ساتي.
په زردګو کې شته مواد لکه پوټاشیم د وینې د فشار په تنظیم کې مرسته کوي. دا خواړه د لوړ فشار زیانونه کموي او د بدن نور غړي له زیانونو ساتي.

ځیګر د بدن یو حیاتي غړی دی چې د زهرجنو موادو فلټر کولو دنده لري. زردګي د ځیګر د روغتیا لپاره ځانګړې ګټې لري او د دې غړي فعالیت ښه کوي. همدا شان زردګي د تنفسي ناروغیو په کمښت کې هم مرسته کوي. که څوک له سږي یا د پزې د حساسیت ستونزو سره مخ وي، زردګي کولی شي د تنفسي لارې ستونزې کمې کړي.

همدا شان زردګي په زیاته کچه فایبر لري چې د هاضمي سیستم د فعالیت ښه کولو کې مهم رول لوبوي. دا خواړه د قبض مخنیوی کوي او د کولمو د فعالیت ملاتړ کوي. د ویټامین A بډایه سرچینه دي، چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي. دا ویټامین د حجروي غشا د سالم ساتلو لپاره خورا مهم دی او د بدن طبیعي دفاع پیاوړې کوي.

په پای کې ویلی شو چې زردګي نه یوازې یو خوندور خواړه نه دي، بلکې د بدن د روغتیا لپاره یو بشپړ طبیعي درمل هم ګڼل کېږي. د دې خوړل د معافیت لوړولو، د زړه او ځیګر د روغتیا ښه کولو، او د هاضمي سیستم د ملاتړ لپاره اړین دي. د خپل ورځني غذایي رژیم یوه برخه یې وګرځوئ او د دې بې شمېره ګټو څخه برخمن شئ. چې تاسو کولای شئ له دغه ګتورو خوړو نه په څوطریقو سره استفاده وکړئ هم تر جوس جوړ کړی او هم یې په ساده ډول خوړو سره.
کټواز مهالنۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.