اوکراين د “اينګلس” پر هوايي ډګر او د کيمياوي فابريکو پر ګودامونو د بريدونو خبر ورکړی دی.

102

د اوکراين د امنيتي خدماتو (СБУ) او دفاعي ځواکونو په ګډه د روسيې د مهماتو پر ګودامونو او صنعتي تاسيساتو د پراخو بريدونو ترسره کولو ادعا کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي چې ستر زیانونه یې اړولي دي.

د معلوماتو له مخې، د ساراتوف”اينګلس” په هوايي ډګر کې د مهماتو ګودامونه، چې د فاب، کاب او کروز توغنديو ذخیره پکې وه، هدف ګرځېدلي دي. سرچینې وايي، په دې برید کې درانه زیانونه اړول شوي دي.

په دغو بريدنو کې د تولا په سیمه کې یوه کيمياوي فابریکه چې د مهمو صنعتي تولیداتو لپاره مشهوره وه،همدارنګه د ساراتوف د تېلو تصفيه خانه چیرې چې د برید په نتیجه کې لوی اور لګېدلی او د اور وژنې عملیات روان دي، او د بریانسک په سیمه کې کيمياوي فابریکه چې د توغندیو په مستقیمو بریدونو کې زیانمنه شوې ده.
د دغو بریدونو موخه د روسیې د دفاعي بنسټونو او صنعتي ظرفیت کمزوری کول بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې دواړه اړخونه پر یو بل د درنو زیانونو اړولو هڅې کوي.

د چارواکو له خوا د دې بریدونو په اړه نور جزئیات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.