د کارځای ملګرتیاوې څنګه د دندې رضایت او عاید زیاتوي

ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

129

ليکوال : کارولین کاسترلون
ژباړه او نچوړ: نصيراحمد “څپاند”
د کار ځای ملګرتیاوې د دندې خوښي او عاید زیاتولو کې خورا مهم اغيز لرى.د KPMG نوې څېړنه څرګندوي چې د کار ځای ملګرتیاوې د کارکوونکو ذهني سلامتۍ او د دندې رضایت لپاره خورا اړینې دي. په دې راپور کې د ۱۰۰۰هغو کسانو، مسلکي کارکوونکو نظریات راټول شوي دي چې د دندې پر مهال بشپړ وخت يو بل سره بوخت پاتي شوي دي، ترڅو د کار ځای د ملګرتیاوو په اړه د هغوی لید لوری وڅېړل شي. د KPMG د ټیلنټ او کلتور مرستیال سانډي تورچیا وايي:
“د همکارانو ترمنځ ریښتینې ملګرتیا د داسې کلتور د جوړېدو راز دی چې نه یوازې په همکارۍ او ټیم کار ولاړ وي، بلکې په حقیقي ښکېلتیا، ژورې پاملرنې او متقابل درناوي،
ترټولو مهم، په تفریح،او ساعتيرې هم ولاړ وي’
د یوازیتوب د پراخې ستونزې په نظر کې نیولو سره
د کار ځای ملګرتیاوې لا هم ډېره اړتیا ده. د ګالوپ د ۲۰۲۴ نړیوال کار ځای راپور ښيي چې په نړۍ کې هر پنځم کارکوونکی په کار ځای کې ځان یواځی احساسوي. راځئ د انساني اړیکو ارزښت ته وګورو او وڅېړو چې څنګه د کار ځای ملګرتیاوې هم د کارکوونکو او هم د سازمان لپاره ګټورې دي.
د کار ځای ملګرتیاوې د دندې رضایت زیاتوي
ډېر کارکوونکي د وبا پر مهال له خپلو همکارانو سره په عاطفي او ټولنیزو اړیکو تکیه کوله. له هغه وخت راوروسته د کار ځای اړیکو جوړول تر بل هر وخت ډېر اړین شوي دي. هغه کارکوونکي چې په کاري چاپيريال کې اړیکې جوړوي، د خوښۍ او رضایت ډېره تجربه لري. د SHRM یوې سروې وښودله چې ۸۵٪ امریکایي کارکوونکي چې په کاري چاپيريال کې نږدې ملګري لري، وايي دا ملګرتیاوې د دوی پر مسلکي ژوند مثبت اغېز لري. همدارنګه، ۸۶٪ هغه کسان چې نږدې ملګري لري، په خپله دنده کې د ډېر رضایت تجربه کوي، په پرتله د هغو کسانو چې د کار په ځای کې ملګري نه لري.
د کار ځای ملګرتیاوې نوښت زیاتوي
د کار ځای ملګرتیاوې د ورځني کار عادتونه ماتوي، چې نوښت ته وده ورکوي. د “کرنټ سایکالوجي” یوې څېړنې د ملګرتیا شتون او نوښتګر چلند ترمنځ مثبت اړیکه ښودلې ده. همدارنګه، د باث پوهنتون د مدیریت پوهنځي یوه بله څېړنه ښيي چې د همکارانو ترمنځ ملاتړ کوونکې ملګرتیا د سرچینو کارولو او اصلي فکر کولو لپاره کلیدي ده. کله چې کارکوونکي د نظرونو او فکرونو د شریکولو لپاره ځانونه آرام احساس کړي، نو ډېر امکان شته چې د ستونزو لپاره نوښتګر حلونه وړاندې کړي.
د کار ځای ملګرتیاوې ښکېلتیا زیاتوي
د ګالوپ معلومات ښيي هغه کسان چې په کلکه وايي په کار کې ښه ملګری لري، اووه ځلې ډېر ښکېل دي. د ییل پوهنتون رئيس پروفیسره، ماریسا کینګ زیاتوي:
“څېړنې په واضح ډول ښيي چې د کار ځای ملګرتیاوې خورا ګټورې دي. د همکارانو ملاتړ د فشار کمولو، د کار ستومانتیا (burnout) مخنیوي، موثریت زیاتولو، او ښکېلتیا لوړولو کې مرسته کوي.”
د کار ځای ملګرتیاوې د مسلکي پرمختګ لپاره مرسته کوي
ملګري د شبکه جوړولو لپاره اسانتیا رامنځته کوي او د مهارتونو لوړولو فرصتونه زیاتوي. هغوی کېدای شي لارښوونکي شي او مهمې مشورې درکړي، چې په پایله کې تاسو د مسلکي ژوند غوره پرېکړې وکړئ.
د کار ځای ملګرتیاوې د سوداګرۍ پایلې زیاتوي
ملګرتیاوې نه یوازې د ښکېلتیا، خلاقیت او رضایت لپاره ګټورې دي، بلکې سوداګرۍ ته هم مستقیمې ګټې رسوي. د ګالوپ څېړنې ښودلې چې ملګري کارکوونکي ډېر احتمال لري چې:
له کار څخه خوند واخلي
په خوندي چاپېریال کې کار وکړي
د نوښتګر فکر او نظریاتو تبادله وکړي
په اغېزناک ډول کار وکړي
د مراجعینو او داخلي شریکانو سره ښې اړیکې وساتي
پايله
د کار او کور ترمنځ فاصله کمه شوې، نو د کار ځای ملګرتیاوې اوس له هر وخت ډېرې مهمې دي. د انساني اړیکو پیاوړتیا نه یوازې ستاسو روحیه او موخه لوړوي، بلکې ستاسو سازمان ته هم ډېرې ګټې رسوي.
اخذ; Forbes.com
دلته د دې اصطلاحاتو بشپړ فورمونه دي:
1. KPMG:
Klynveld Peat Marwick Goerdeler
دا د نړۍ یوه له سترو مسلکي خدماتو شرکتونو څخه ده، چې د مالي خدماتو، محاسبې، مشورې، او مالیې په برخو کې فعالیت کوي.
2. Burnout:
دا اصطلاح د کار ستومانتیا لپاره کارول کېږي، چې د اوږدمهاله فشار، رواني ستړیا، او د انرژۍ ختمېدو په حالت کې د یو کس وضعیت تشریح کوي، په ځانګړي ډول د مسلکي ژوند په جریان کې.
3. SHRM:
Society for Human Resource Management
دا د انساني منابعو مسلکیانو لپاره نړیواله ټولنه ده چې په متحده ایالاتو کې مېشته ده او د HR مدیریت په برخه کې د معیارونو ټاکلو او روزنې چمتو کولو کې مرسته کوي.

د سوداګرۍ مشرتابه کې د ګټورې ناکامۍ ځواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.