د ملالې يوسفزۍ د پام وړ :
پنجاب او سند خو له ښکلو پېغلو او ښځو ډک دی، په کار خو دا وه چې دا اذان خو هماغه پنجابي او سندي ښکلو پېغلو او ښځو په تېره بيا مريم نواز، بختاور بوټو زرداري او د خواجه آصف لور کړی وای
د نورو په شان تا هم د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د بل چا اذان وکړ چې تر پرونه يې پر نړيوال سټېج د همدې خپل کرلي بوزغلي لپاره لابي او د افغانستان استازولي کوله، خو نن يې د ډول اواز بل شانته شو او ستا له خولې راووت
پاکستان خو موږ مجاهد، طالب او داعش د همدې تخريب لپاره روزلو چې ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه، بندونه، برېښنا کوټونه او ټول متحدالمال ملي بنسټونه او ان شخصي ملکيتونه او جايدادونه چوروتالان کړو، ويې سېځو او ويې نړوو او مکمل يې تخريب کړو چې له اردو واخله تر هوايي ډګرونو يې هر څه زموږ تخريب او ونړول. زوړ مکار شرمښ اوس زموږ د نجونو د زده کړو خواخوږی شو
نوټ : آغلې يوسفزۍ، پاکستان خپل شلکلن بوزغلی د همدې موخې لپاره کرلی وو چې هغوی به د نجونو ښوونځي بندوي او مشرتابه يې د بګيالي مړز په شان چېرته پټ پخپله خلته کې له ځان سره ساتي او وخت ناوخت به يې چغولو ته راوباسي، خو د هندي ديپلومات په ليدو سره پر پاکستان يو دمي سخته ذهني ابته راغله او هم ورسره له کولمو نه اسهال شو. انسان چې زکام ووهي، نو هم بېلابېلې حملې پرې راځي.
https://www.youtube.com/watch?v=Y60OIEtzldI
ګفته های پرويز مشرف در بارهء جهاد در افغانستان
https://www.youtube.com/watch?v=BlwTZGwQQ30
نااشنا حقيقت اسفنديار ولي خان : نصرالله بابر – پروېز مشرف – ملا عمر د ډيورنډ کرښې په اړه
اسفنديار ولي خان :
ما ته يوه ورځ پروېز مشرف وويل چې که ته لاړې او تا کرزی په دې باندې مطمئن (قانع/ډاډمن) کړ چې هغه دا د ډيورنډ کرښه ومني کنه، نودا ټوله مسأله ختمه ده.
ما ورته وخندل او ورته مې وويل چې جرنيل صيب،
چې په کومه ورځ ته په کشمير کې د کنټرول کرښه line of control نړيوال سرحد international boundary ومنه کنه، نو زه به د کرزي صيب پسې ولاړ ش.
ويل يې چې زه دا څنګه ومنمه ؟ زما قوم يې مني؟
ما ويل چې ستا قوم يې نه مني، نو ما ويل چې د هغه قوم يې چېرته ومني؟
يوه کيره/کرښه ده د پښتنو پر سينه راکښل شوې ده، زموږ پرې وس نه رسيږي.
منل د ډيو د کرښې سوال نه پيدا کيږي چې څوک دې دېته ….
ګوره، نصر الله بابر خو اوس مړ دی. ما ته پخپله نصر الله بابر له خپلې وويل چې زه کندهار ته لاړم او له ملا عمر سره کېناستم او ويې ويل چې ډوډۍ ته ناست وو او ډوډۍ مو خوړه او ما ورته وويل چې ياره امير صاحب که دا د ډيورڼد کرښه دې ومنله، نو دا ټوله مسأله حل کيږي.
ويل يې ما ته يې وويل چې ،
کېږده دا مړۍ دې!
کېږده!
او، ځه!
خاينه!
پاسه!
ما دا کيسه مشرف ته وکړه چې د پښتون لپاره دا ډېر لوی قدم دی چې د/له خپلې حُجرې نه سړی شړل پرېږده چې لا د/له خپل دسترخوانه ورته وايی چې پاسه!
نو ما ورته وويل چې ملا عمر خو تاسې راوستی وو او هغه تاسې په دې مجبور نه کړای شو چې هغه دې ډيورڼد کرښه تسليم کړي، نو دی خو تاسې نه دی راوستی.
نو ګرانې يوسفزۍ،
ته چې د ملګرو ملتونو د نجونو د حقوقو د يوې ملاتړې استازې په توګه د پنجاب او هغه هم د استخباراتي او نظامي سوړو د پنجاب له خېټې او هغه هم د اسلامي همکارۍ په سازمان کې داسې نغوتي غږ پورته کوې، نو خدايګو چې تا کې به څه د پښتونولۍ او ايماندارۍ جذبه او عفت پاتې وي؟
په کار خو دا وه چې تا پنجاب ته ويلی چې دا خو هماغه ستاسې شل کلن تخم او بُزغلی دی چې مو هلته کرلی دی. تخم يې پنجاب خپله کرلی، پاللی او روزلی دی، خو د نهالولو او جنګولو لپاره يې افغانستان ته لېږه چې د همدغې ورځې لپاره وکاروي. دوی پرې هر ځای پر نړيوال سټېج ورته لابي کوله، خو اوس چې ښاغلي ملا يعقوب او اميرخان متقي له هندي ديپلوماتانو سره پخپله خاوره او په دوبۍ کې وليډل، نو سملاسي يې اسلامي همکارۍ کنفرانس راوبللو چې له هغه ادرس او سټېجه ورته ګوتڅنډنه وکړي او ځانته يې د دې اجازه هم ورکړه چې خپل غرضي او د شر اذان يې ستا له خولې راوويسته.
ارواښاد عبدالولي خان يوه ورځ مخامخ د فلسطينيانو بېرحمه او اجرتي قاتل ضياء الحق ته د هغه د اپلتو په ځواب کې وويل :
ضياء الحق ويل چې ((زه خو د اسلام لپاره لګيا يم.))
ارواښاد عبدالولي خان ورته وخندل او ورته يې وويل چې تا د جولای په ۱۹۷۹ ز کې اقتدار په لاس کې اخېستې دی. نو ته به ما ته يو خپل تقرير وښيي چې په هغې کې تا د اسلام خبره کړې وي؟
تا خو د اسلام خبره هله وکړه چې کله په افغانستان کې انقلاب راغی. نو چوپ شو. ما ته يې وويل چې،
خان صاحب ….
ما ويل چې ……
ته ووايه – ما ته، خپل يو تقرير دې ما ته وښيه چې د اسلام په نوم کړی وي؟ خو ځکه،
ضياء الحق ويلې دا د اسلام کلا ده او ما ته داسې نېغ شو.
ارواښاد عبدالولي خان : ما ورته وخندل. ما ورته چې د اسلامي نظام په حق کې يې؟
ويلې هو.
ما ورته وويل د روس په خلاف دې ځکه ټوپک راخېستی چې دا نظام دې نه دی خوښ؟
ويلې هو.
نو ما ورته وويل چې صاحب، د يوې خبرې تپوس درنه کوم :
چې دا نظام د روس له طرف نه راځي، نو تا ورپسې ټوپک راخېستی يې او همدغه نظام چې د چين د/له طرف نه راشي، نو ته ورته بيا دختران اسلام د اسلام اباد پر سړکونو نڅوې / ګډوې.
بيا همغه خبره وه. له يو ځای نه خبره کله بل ځای ته يوسي. ما ورته وويل چې هېڅ ځای [هېچېرې] مې مه وړه، خو ته ما په دې پوی کړه چې عجيبه خبره دا ده، چې چين وايی يعنې چين د مذهب ژبه کې دا وايی چې ((روس، دا مرتد شوی دی او ده خپل مقام پرېښی دی او هغه وايی چې اصلي کافر زه يم.))
نو چې هغه اصلي کافر راځي، نو ته ورته خويندې او لوڼې پر سړګ ګډوې / نڅوې او چې هغه مرتد کافر راځي، نو د هغې پسې دې ټوپک راخېستی دی.
خو خبره دغه نه ده او خبره د اسلام نه ده او خبره د دې قام د حق جګړه ده.
ښه به دا وي چې ته يوځلې د هغه بېګانه جاسوس سلطان تارړ [کرنيل امام] کتاب يوځلې ولولې او هسې هوايي مرغان له پنجابه مه الوځوه. داسې اپلتې يو وخت قاضي حُسين احمد هم ويلې چې ((موږ د اسلام بيرته پر کريملين رپوو، خو داسې وخت چې بيا مو د همغو روسانو غاړ ته ټولو په ګډه په خپل پنجاب کې د ګلانو اميلونه ورواچول او وروڼه مو ووبلل، خو موږ (افغانستان) ان تر دې چې خپل حقه غبرګون هم ونه ښووه او په کار خو دا وه چې موږ نيوکه کړی وای، نو تاسې ولې دومره څومره سخت خبرګون وښووه او څو ځلې مو زموږ پر خاوره تېری وکړ او بمبارد مو وکړ، ولې؟
د يوې پښتنې پېغلې په توګه تا ولې د خپل هغه مخ پټي او دوه مخي دښمن لپاره د اسلامي همکارۍ په سازمان کې اذان وکړ او له ځآنه دې پنجاب لوډسپېکره جوړه کړه، ولې؟
دا اذان به دې مريم نواز ته پرېښی وای چې هغې کړی وای، نه تا.
او که هغې نه کولو، نو بيا به دې زرداري لوڼو ته پرېښی وای چې هغوی کړی وای، نو پنجاب ولې ته رامخته کړې؟
داسې اذانونه خو د کاکا صاحب هغه سترګور [چشماټو] هم ډېر وکړل او همداسې نورو لکه مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق او مولانا سراج الحق هم ډېر وکړل، خو داسې برېښي چې ولس نور د هغوی له اذانونو بېزاره شوي دي، نو تاسې يې له برمينګهم وروغوښتلې چې دا ځل د بې نظيرې پرځای تاسې يې وکړئ. له تاسې مخکې يې پر عمرانخان هم دا اذانونه ډېر وکړل، خو نن يې پر هماغه خپلو اذانونو په زندان کې اچولی دی، نو څه فکر کوې چې يوه ورځ به تا هم وانه چوي؟
رښتيا چې د ښاغلي کرزي په وخت کې داسې اذان يې يو وخت په کابل کې د اوسني استازي صادق خان چې هغه وخت په کابل کې سفير وو او د پاکستان د خپلواکۍ د جشن د نمانځنې د ماښامنۍ په پار ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين هم بللی وو او هغه چې کله هلته له خپلو څو تنو نورو ملګرو سره ورغی، نو صادق خان ويلي وو :
ستاسې د ننګرهاريانو به ښه جهاد دا وي چې د درونټۍ بند والوځوئ، نو اميرخان متقي دې خپلې هغې خبرې ته يو ځلې ښه په دې خپل ګرېوان سر کښته او ښه سوچ دې وکړي چې دی په کومو سترګو او کومه خوله د پاکستان سياستوال درانه خلک بولي. اګر چې ولس يې ښه او دروند ولس دی او په هغې سره پوهيږو. اميرخان متقي دې هغه وخت هم را په ياد کړي چې يو وخت له حامد مير سره د هغه بهرني مېلمه سره د مرکې لپاره تللی وو، نو دوی به هغه وخت د افغانستان د بربادۍ لپاره له پاکستاني استخباراتو او نظاميانو او غلطو سياستوالو سره څه څه خبرې کړې وي؟
ګرانې يوسفزۍ،
پنجاب که داسې د دين غمخور او خواخوږی وای او يا يې زموږ د نجونو د زده کړو غمخور او خواخوږي لرلی، نو له خپل پيدايښته تر ننه او بيا تېره بيا له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې دغسې افراطي او مذهبي بېلابېلې جهادي ، طالبي او داعشي ډلې نه روزلی، خو دا د تمساخ اوښکې او د مکر ژړا ده. کاشکې چې ته خو د دغه مکار او مُخيّل تمساخ پر اوښکو او مکارۍ پوهېدلای، خو لا وړه جينۍ يې، نو دا خبرې ستا لپاره پوهېدل پرې ګران دي چې پرې پويه شې.
چې د واک خبره شي، نو بيا پنجابی ژر سندی هم له ځان سره شريک کړي، خو پښتنو او بلوڅو ته يو شي. کنه پنجابی ځانته خور دی او واک له هېچا سره نه شريکوي. دا اعتبار پر هېچا نه لري، نو ځکه خو شيخ مجيب الرحمان او د هغه وخت د ذوالفقار علي بوټو ترمينځ پر واک شخړه راغله او هغه دا چې پوځي جنرالانو نه غوښتل او خوښ نه ول چې واک دې ډاکې ته انتقال شي، نو خبره جنګ ته ولاړه او بنګال ترې د هند په مرسته ځان خودمختاره کړ، نو اوس هغه درېشي يا پرتوګ ايستل شوي جنرالان خپله جنرالي پر موږ باندې پخوي او هغه زموږ پر وينو جوړ اتوم راته پورته پورته کوي او موږ پرې وېروي. جان اڅکزی دې هسې بېځايه او وخت ناوخت نه غپي. دی دې نر شي واخان ته دې راشي او خپل اتوم دې هم له ځان سره راوړي چې پته مو ولګيږي.
ګرانې يوسفزۍ،
خير، که ستاسې په تېره بيا د شهباز شريف هند [هندوان] دومره بد راځي، نو دی به هغه وخت نر شوی وای او د خپلې مسلمانې مور پړونی به يې د خپل ورور نواز شريف له لاسه تاو کړی وای او د ښاغلي مودي مور ته به يې نه لېږه. هغه وخت چې د دوی د ميندو پړوني تبادله کېدل، نو آغلې يوسفزۍ تا به د اسلامي همکارۍ په دغه سازمان کې د پنجاب له بې وخته اذان مخکې ترې پوښتلی وای چې ته هغه وخت څوک وې؟ مسلمان وې او که هندو؟
داسې خو نه شي کېدای چې يوه مور دې هم مسلمان او هم هندو وزېږوي؟
له دې معلوميږي چې دی هغه وخت له خپل ورور نوازشريف سره هندو وو، نو مسلمان کله شو؟ چې اوس يې له طالبانو پسې د اسلامي همکارۍ سازمان راوغوښته، خو بانګ يې هسې بېځايه او بې وخته او غلط وکړ. په کار خو دا وه چې سم صحيح بانګ والا يې راوستی وای.
پوښتنه دا ده چې ولې دا بانګ مفتي تقي عثماني، حامدالحق، مولانا فضل الرحمان، مولانا سراج الحق او داسې نورو ونه کړ؟ ولې؟ هغوی چېرته ول؟
https://www.youtube.com/watch?v=WgK5zDyRLl0&t=764s
Historical Speech Of Khan Abdul Wali Khan in Kohat 31st March 1987 1987
ګرانې يوسفزۍ،
دا يوه عجيبه ډرامه ده چې زموږ نجونې يې له زده کړو منعه کړي دي، خو تا ته يې بيا اجازه درکړه او اسلامي نړۍ ته يې داسې وانمود کړه چې موږ د ښځو اذان ته هم اجازه ورکوو، ولو که د تقي عثماني او نورو په شان مفتيان او ملايان هم لرو.
ښه خو دا وه چې د عمرانخان د خلاصون غږ دې هم کړی وای چې هغه دې هم ونه کړ.
ښه خو به دا وه چې عاصم منير، خواجه آصف او شهباز شريف ته مو هم ويلی وای چې دې خپلې لوبې ته هم د پای ټکی کښېږدئ. تر اوسه خو دوی ستاسې قهرمانان ول او وياړل مو پرې، او اوس مو دښمنان شول، نو دښمن خو د دښمن په کور کې نه اوسي. ښکاره خبره ده چې يا به په طالب کې ايمان او غيرت نه وي چې د دښمن کره اوسيږي او يا به تاسې دروغژن ياست، ځکه چې دښمن خو دښمن پخپل کور کې نه پرېږدي، بلکې له خپل کورهيې شړي. تاسې خو مخکې دا د پلورلو معامله هم کوله، خو هغه لکه چې نوره نه چليږي که څنګه؟ اوس لکه نور څوک د القاعده نمبر يو او نمبر دو په نومونو څوک نه شئ خرڅولی او نه يې لکه چې درنه امريکا اخلي، که څنګه؟ تاسې خو خره هم خرڅ کړل هغه مو هم پرې نه ښوول او خپل ځآنونه مو ټول په قرض کې غرق دي، بلکې څو چنده پلورل شوي ياست. تا ته خو پته ده چې پاکستان څومره پوروړی دی او څومره سود ورکوئ؟ دا ستاسې ملايان لکه سود هډو نه پېژني که څڼګه؟
ګرانې يوسفزۍ،
موږ ته جنت په وينو لاسته راځي، خو تاسې ته په يو ووټ ورکولو لاسته راځي او د حوض کوثر اوبه او شفاعت هم حاصليږي، نو دا څنګه چل دی چې هر څه مو ځانته اسانه کړي او موږ ته مو سخت کړي دي چې دا ولې؟
ګرانې يوسفزۍ،
ته خو لا پيدا هم نه وې چې ستا پنجاب خو دا ټوپک هغه څو تنو در تښتېدلو جهاديانو ته هم ورکړی وو او دوه يې ځله يې ستا په پيدايښت کې چې پکې راپېغلوټې هم شوې او د برمينګهم او اکسفورډ په پوهنتونو کې دې درس هم وويلو او دې ځای ته هم راورسېدې، خو تا دا درک نه کړه چې ستا اصلي قاتل څوک دی؟
د شرم ځای دی چې ته د خپل اصلي قاتل له کوره د هماغه قاتل په لاس کرلی شوي بوزغلی له اسلامه منحرف بولې چې دا ولې؟
فتوی خو د هر چا کار نه دی او ان د اسلامي همکارۍ سازمان صلاحيت هم نه دی چې داسې خبره وکړي او که بيا يې کوي، نو د لاهور د نوموتي مفتي تقي عثماني او له هغې راوروسته د مولانا سميع الحق او د مفتي محمود د زوی او د هغه باجوړي کار دی نه ستا، نو داسې څرګنديږي چې تا د بل چا پيغام لوستلی دی او بس. زموږ د جهادي او د طالبي دور ټولې فتوی ګانې خو د راولپيڼدۍ له هغه تورې سوړې راوتلې چې ته يې هم ښه پېژنې، نو ښه خو دا وه چې داسې فتوی خو هماغه سوړې پخپله اورولی وای نه تا.
پنجاب خو اخر ټوپک ستا پر اوږه هم کېښوده او ستا له اوږې يې ستا له خولې ډز وکړ، نو ته ګويا د جان اڅکزي او د انورالحق کاکړ په څېر هم د بل چا مريده شوې که څنګه؟
تا خو ځان ګوته لک کړ او په کار نه وه چې د ملګرو ملتونو د يوې استازې په توګه د اسلامي همکارۍ د سازمان تر نامه لاندې د پنجاب لپاره د پنجاب په ټوپک او کارتوس دې – دې لور ته ډز راوکړ چې خپله راتلونکې دې متضرره کړه.
https://www.youtube.com/shorts/z0SDnhKk6z8
Parviz Musharraf Osama is our hero
Parviz Musharraf on Osama bin Laden in Pakistan
دا چې پاکستان پرې اوس ستاسې پر خولې غږ وکړ ، نو په طالب کې څه پاتې شول؟
اميرالمؤمنين دې اوس ستا ځواب ووايی چې له پنځوس زيات فرمانونه او همداسې نور احکام يې د ښځو او نجونو په اړه ورکړي او بېلابېل بنديزونه يې پرې لګولي دي او اوسيږي ټول هلته په پنجاب او همدا دا د آی ايس آی مامورين يې وړي راوړي هم، نو ګرانه ده چې ستاسې په دې دوه مخې لوبې څوک په اسانه پوی شي.
ګرانې يوسفزۍ،
پاکستان زموږ خواخوږی نه دی. پينځه کاله مخکې هم همدې پاکستان بند کړي ول او اوس يې هم بند کړي دي. دلته چې څوک واکمنان دي، خو کورونه يې لا تر اوسه هملته دي، نو دا ټګي برګي مو په درد نه خوري. پاکستان تل موږ ته په شاتو کې زهر راکړي دي او زموږ وستاسې ترمينځ اعتماد بالکل ختم دی.
اصلي خبره خو دا ده چې پاکستان اوس ترور شو چې متقي له هندي چارواکي سره وکتل او د کونړ پر سيند د برېښنا کوټ/کوټونو خبره شوې ده، نو اور يې اوس اخېستی دی چې اوس څه وکړي؟ او په چا خوله ولګوي؟
جان اڅکزی خو وايی چې موږ واخان په زور نيسو. دا کوو او هغه کوو، خو دی دې يوځلې نر شي هغه درېشې مو له هندوانو راوړئ چې هغه وخت يې ستاسې له پوځيانو ايستلې وې او تاسې ورپسې بيا مخ هم ور وانه ړولو. خلک خو خپل پرتوګ او خپله درېشي په مرګ هم چا ته نه پرېږدي، خو تاسې ورته وړيا پر وړيا پرېښوولې او اوس باټې موږ ته وهئ چې واخان درنه نيسو.
تاسې خو خپل بوزغلی درته نال کړی دی، نو اوس ولې مو دا خپل بزغلی ولې لا پامه بد راغی؟
د اسلامي همکارۍ سازمان دې د پاکستان په دوه مخۍ او هسې بېځايه اسلامي نارو سورو نه غوليږي. که پاکستان ډېر زموږ غمخور وای، نو دا خبرې به يې په پيل کې له خپل بوزغلي سره روښانه کړی وای. دا هم د پاکستان دوه مخي ده چې له يو لورې يې همدا واکمنان لا تر اوسه پخپله غېږه کې ساتلي دي او له بل لورې يې ورپسې اسلامي همکارۍ سازمان راوغوښت او خپلې غوښتنې پرې ومنلې، خو ډز يې يوسفزۍ ستا له خولې وکړ چې دا رښتينی نه، بلکې نغوتي وو او تر شا يې ناولې موخې پرتې دي.
موږ به په دې خوښ يو چې پاکستان خپله دوه مخې لوبه بس کړي چې له دې کاره توبه ګار شو. همدا لويه خبره ده، خو ….
په درنښت
سيد حسين پاچا
ملاله يوسفزۍ د اسلامي نړۍ له مشرانو وغوښتل چې طالبانو ته ((مشروعيت)) ورنه کړي
https://www.bbc.com/pashto/articles/cn01ek5qzwro
ملاله د نړۍ مسلمانانو مشرانو ته : طالبانو ته مشروعيت مه ورکوئ، هغوی ښځو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري
د مسلمانو د نړيوالې اتحاديې سرمنشي د نجونو د زده کړو مخنيوی د اسلامي تعليمانو خلاف وباله
د مسلمانو د نړیوالې اتحادیې سرمنشي د نجونو د زده کړو مخنیوی د اسلامي تعلیمانو خلاف وباله
د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر شيخ العيسی: هېڅوک دې د نجونو زدکړو سره مخالفت دين ته نه منسوبوي
https://www.bbc.com/pashto/articles/cn01ek5qzwro
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.