د اوکراین د جګړې په اړه نوي وړاندیزونه او ستراتيژۍ!

87

د اوکراین د جګړې په اړه د لویدیځ  هېوادونو او نړیوالو ادارو ترمنځ نوي وړاندیزونه او ستراتیژۍ د نړیوالو رسنیو پام ځان ته رااړولی دی.

د ناټو غړي هېوادونه په دې غور کوي چې که په اوکراین کې اوربند وشي، نو سوله ساتي ځواکونه د سولې د ساتنې لپاره په غیر پوځي سیمو کې ځای پر ځای کړي.
د اروپایي دفاعي ادارې یوه استازي ویلي، که چیرې د سولې په تړون کې غیر پوځي زون شامل شي، نو د ناټو ځواکونه به د مرستې لپاره چمتو وي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن اداره غواړي د روسیې کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین د بیا رغونې لپاره وکاروي.
ویل شوي چې د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره به نوي حساب ته انتقال کړي، چې یوازې د سولې د تړون په صورت کې به خلاصیږي.
دغه وړاندیز د نړیوالو په کچه د نظرونو اختلاف رامنځته کړی، اروپایي هېوادونه د دې ستراتیژۍ د نړیوال قانون د سرغړونې په اړه اندیښمن دي.

نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن د ستراتیژۍ عمومي ملاتړ کړی، او همدارنګه ټرمپ هڅه کوي چې کچېرې سوله راځي اوکراين بايد ګټه وکړي.
د بایډن حکومت د اوکراین لپاره د ۶۰ میلیارده ډالرو د مرستې ډاډ ورکړی، چې دا به د جګړې پر مهال د دې هېواد د مقاومت وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.
که څه هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو د سولې لپاره څو ځله هڅه کړې، خو د کییف حکومت د خبرو مخالفت کړی دی،خو د اوکراين حکومت د پوتين د سولې پلان چې د اوکراين د خاورې اشغال بلل کيږي،يو دروغجن پلان بللی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.