د حماس ډلې او اسراییلو د غزې په سیمه کې د اوربند په تړاو هوکړه وکړه، چې درې پړاوونه لري. د دې هوکړې لومړنی پړاو به ۴۲ ورځې دوام وکړي، چې له یو کال وروسته به دا د دواړو خواوو لومړنی اوربند وي.
حماس به ۳۳ اسراییلي یرغمل چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې یې نیولي دي خوشې کړي.
اسراییل به څو سوه فلسطینی بندیان خوشې کړي، په دغه بنديانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د اسراییلیانو د وژنې په تور نیول شوي دي.
ملکي وګړو ته به اجازه ورکړل شي چې د غزې شمالي سیمو ته ستانه شي.
د دې اوربند د راتلونکو پړاوونو په اړه خبرې به د لومړني پړاو د ۱۶مې ورځې په شاوخوا کې پیل شي. که څه هم دا هوکړه د دواړو خواوو لپاره یو مهم پرمختګ دی، خو د اوږدمهاله سولې تضمین لا هم نه دی ورکړل شوی.
د نړیوالو مشرانو او د سیمې څارونکو د دې هوکړې هرکلی کړی دی. دوی ټینګار کړی چې دواړه خواوې باید د دوامدار سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.
په تل ابیب او غزه کې د دې هوکړې د اعلان په غبرګون کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي، او د خوشالۍ څرګندونه کوي. په همدې حال کې د حماس جنګیالي هم د دې هوکړې د بریا لمانځنه کوي.
کارپوهان باور لري چې دغه اوربند به د غزې د خلکو لپاره یو موقتي ارام راولي، خو د اوږدمهاله سولې لپاره دواړو خواوو ته لا زیاتې هڅې کول په کار دي،تر د راتلونکي اوږد مهاله اوربند لپاره لاره هواره کړي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.