طالبانو ته یو څو خبری

سید عبید الله نادر

160

زه درته په زغرده او روښانه دا وایم طالبه ، چې په دي لاره چې ته روان یې ، او د هیڅ چا نه منې ستا دوام نا ممکن دی .ستا نظام به طالبه دوام ونه کړی ، او په دي ډیر ساده خلک هم پوهیږي خو له بده مرغه ته پرې نه پوهیږی.

ځکه ته د غرور او تکبر د خره نه ، نه کوزیږې .د حضرت بایزید بسطامی په قول ( هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید) یانی هیڅ کله د متکبر نه د معرفت او پوهنې بوی نه راځي ، او دا بلکل صحیح خبره ده . چې د متکبر نه هیڅ وخت د پوهنې بوی نه راځي ،د بلې خوا خو چې ګورو سیاست ستاسی کار نه وو .خو تاسی په زور دي کار ته راوستل شوي یاستئ

  ،د پوهانو متل دي چې وايي : ( ترکاني د بیزو کار نه دی )، اوشاباسی تاسي ښه په اثبات ورسوله .اوټولو ته مو وښوده چې په رښتیا هم سیاست ستاسي کار نه وو. چې زه چې وینم او نور یې هم ویني.

 نو متل دی چې وایی : کوږ بار تر مزله نه رسی .تاسی باید د تیر څخه عبرت واخلي ،او د تیر څخه مو عبرت اخیستلی وای. که نه هغه ځل خو په ترپکو لاړئ .نو دا ځل به که خدای کول په چک چکو ځئ ، د رودکي د دي شعر په مصداق باید تاسي د تیر نه عبرت واخلئ ،خو تاسي نه د روزګار نه نه د خپل تیر تاریخ نه او نه د تاریخ نه عبرت واخیست.

هر ک ناموخت ، از ګذشت روزګار

نیز ناموزد ز هیچ آموزګار

چې په یو نظام کې د مکتبونو دروازې بندی وي ،د بیان آزادی نه وي،ښځي د کارکولو څخه منع کیږي ،ښځه د کار کولو حق نه لري ،د تعلیم حق نه لري ،د بیان آزادی نه لري ،د تعلیم حق نه لري ، دا رنګه نظام هیڅ کله دوام نه کوی ،او دا تر ننه پوری ټول عالم همدا چغی تاسي ته وهي خو څه یې کوي ، د فارسی بل متل دی چې پیش کله ای خر یاسین خواندن دا متل او د حضرت بایزید بسطامی معنی داره لنډه وینا مو سل پرسله پرځان تطبیق کړه ،

په دي پوه شئ دا خبره زه وار په وار درته تکراروم چې، دا نظام به هیڅ کله دوام ونه کړي آو هیڅ ملک به تاسي په رسمیت و نه پیژني ،یا هیڅ ملک به ستاسي رسمیت پیژندنې ته قایل نه شي ،تاسي باید تر ټولو د مخه د هغه فرمانونو په هکله چې د بیګانه او مشکوکو ګاونډي استخباراتو له خوا ،تاسي ته لیږل کیږي په هغه باندی خپل دا ګنګس سرونه خلاص کړئ ،او د هغی د صحیح او غلط فرق وکړئ ،او د خره د مغزو نه وتلي استخباراتی فرمانونو په تطبیق سره خپل تاریخي مسوولیت ته هم پام وکړئ ،د اصلاح لاره د دنیا سره د اړیکو نیولو یا د حسن نیت د راوستود پاره خو آسانه لاره همدا ده ،چې د انجونو مکتبونه پرانیزئ ، انجونو ته د تعلیم حق ورکړئ ،انجونو ته د کارکولو او د بیان د آزادي حق ورکړئ ،خپله داخلي او خارجی پالیسي سمه کړئ اودا هغه خبري دي چې ډیری عوام هم پر دي پوهیږي خو تاسي پرې نه پوهیږئ ،د انجونو په هکله خو ټوله دنیا د هر ګوټ څخه همدا نارې تاسی ته وهی ،که نه نو د فارسی د دي متل په اسناد:

ترسم نه رسی په کعبه ای اعرابی

این ره که تو میروی ، به ترکستان ایست

ښې خبری او د زړه خبري خو همدا دي چې نور خلک او مونږټول یې درته کوو، ، او د نورو زړونه ستاسی د کړنو نه ځوریږي ،

چې کاږه ږدي ، قدمونه، په خپل جهل نه پوهیږي

آخوا زړونه د دردمنو په لیدو یې زخمی کیږي

نادر

سپین ږیرو ته چې عمرونه یې د دي وطن له پاره خدمتونه کړي ، او د خدمت په دوران کې د هغوي د معاش څخه چې د تقاعد په نامه پیسي ګرځول شوی ، هغه حق ته یې قایل شئ ،او آ خپل حق ورته ورکړئ .دوی د ډیرو منډو رامنډو نه دي ، او مستحق دي ،

د خپل تیر دور او نورو د تاریخ څخه هم عبرت واخلئ ،څومره به تاسي زندان ته ولیږئ ،څومره به توهین او تحقیر کړئ ، د مهاتما ګاندی یوه په زړه پوری لنډه وینا ده (د یو نا لایقه او ضعیفه دولت له پاره د لایقو افرادو د ساتلو ښه ځای به غیر د زندان نه نشته) څومره به لایقه خلک د ملک نه فرار کړئ ، او یا زندانونو ته یې ولیږئ. نو لازمه ده چې تاسي په خپل سیاست کې بدلون راولئ اوسنۍ سیاست ډیر کرغیړن سیاست دی او د پردیو لاسونه په کې لیدل کیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.