د لنډیو اصلي منابع خلک دي/ پنځمه برخه

آصف بهاند

136

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

پنځمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۰۵مه برخه

ځان به په تور ټیکري عادت کړم

یـاري بـه پـرېـږدم تـا بـه مـړ حسـابـومــه

 

ما درته ویل چی جنگ ته مه ځه

د جیب شیان دې رالېـږي، تا خښوینه

 

دیواله ټینگه تکیه راکړه

زه د بې ننگو له تکیو لویدلی یمه

لکه تل د نویو لنډیو د پیدا کولو په خاطر د ټولنیزو شبکو په کوڅو او بڼونو کې گرځېدم، چې ناڅاپه د طالب عبدالقدیر روحاني په نامه د یو چا پرفیسبوک‌پاڼه باندې ورواوښتم، هلته مې داسې لنډۍ وموندې چې ډېری یې زما له‌پاره نوې وې.

ما هم سمدستې ټولې راخوندي کړې. دې ته مې هم ورپام شو چې د کامنتونو په ځای کې هم باذوقو یارانو لنډۍ ایښې وې چې ځینې یې راته نوې وې.

له یادې فیسبوکپاڼې نه مې دا لاندې لندۍ راخوندي کړې دي:

 

ما درته ویل چی جنگ ته مه ځه

د جیب شیان دې رالېـږي، تا خښوینه

 

زما دننه زړگی غوڅ دی

د بې وسۍ خندا لۀ هر چا سره کړمه

 

ته چې را درومې تللیه یاره

ما به مې ځان په بنګو نیم سیځلی وینه

 

پلار مې په ژوند وهلی نه یم

سپېره نصیب مې په مخ هره ورځ وهینه

 

دا ستا په زړه به ماته څه وي

زه خو د خولې ژاوله په منځ درنیمه‌ومه

 

ځان به په تور ټیکري عادت کړم

یـاري بـه پـرېـږدم تـا بـه مـړ حسـابـومــه

 

یا مې لمن نه پیڅکه پرې کړئ

یا مې باڼه ورته لوگی کړئ یار مې مرینه

 

په تور پیکي مې لالی بایلود

په سور ټیکري به د کړکۍ پردې ګنډمه

 

اوس مې د زړه رضاگۍ نه‌شته

لالی دې لارې بدلوي چې هر خوا ځینه

 

دیواله ټینگه تکیه راکړه

زه د بې ننگو له تکیو لویدلی یمه

 

بې وسي توره وي که سپـینه

لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه یمه

 

پر بالښتۀ مې ويښتان توې ؤل

را معلوميـږي د ځوانۍ دؤر مې ځينه

 

دومره په بخت زورور نه یم

چې له تالا باغه به راوړم زیـړ گـلونه

 

له خپله ځانه تاو راتاو شوم

لالیه ستا په رقم غږ مې واورېدنه

 

د لړمانه په بوې مې مړ شې

په یو طرف مینه دې سوټه بوټه کړمه

 

یو بې‌غیرته به مېـړه کړم

له غېرتمندو نه څو ځلې پاتې شومه

 

تۀ رانه بل وطن ته لاړې

زۀ مـازیـگـر پـر بلۍ کـېـنـم، وژاړمـه

 

زما لالی پـه‌کې مزدور دی

د ښار مزې خو به د نورو خلکو وینه

 

خلک کور وگوري لور ورکړي

ادکـې زۀ دې پـۀ لـېـوانـو مـاتـه کـړمــــه

 

تن مې د شنې نکریزې پاڼه

بـهـر تـازه، دنـنـه رنـگ پـه ویـنـو یـمـه

 

کال بدلېدل په‌کې لا څه دي

وخت زورور خو لوی ـ لوی خلک بدلوينه

 

ما د واده جوړه اغوستې

ته راته اوس کوې د مينې اظهارونه

 

زور مې په هېچا نه رسیـږي

ظـلم په‌خپل زړگـي کوم، بـدرنگـه شـومـه

 

‏کډې دې يوسي خفه نۀ يم

په شا دې نۀ گوري چې زړه مې پسې چوينه

 

په مینه تور هندو خپلېـږي

زه مسلـمـان لالي تـه فـکـر وړې یـمـه

 

‏د زورورو مې یاري کړه

پر مخ مې سیند د اوښکو ځي، خولۀ ورکومه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۰۴ مه‌برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.