د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم چې ټاکل شوي د جنورۍ په ۲۰مه نېټه ترسره شي، ښایي د سختې یخنۍ له امله په تړلي ځای کې ترسره شي.
د هوا پېژندونکو د وړاندوینې له مخې په دې ورځ به د تودوخې درجه په واشنګټن ډيسي کې -۲۱ سانتيګراد ته ښکته شي.
په امریکا کې د ولسمشرانو د لوړې مراسم معمولاً په خلاص ځای کې ترسره کېږي، خو که دا وړاندوینه سمه ثابته شي، نو دا به د ۴۰ کلونو په موده کې لومړی ځل وي چې د مراسمو ځای تړلی وټاکل شي. وروستی ځل په ۱۹۸۵ کال کې رونالډ ریګن د سختې یخنۍ له امله په بند ځای کې لوړه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې په ۱۸۴۱ کال کې د ولسمشر ویلیم هینري هاریسن د لوړې پر مهال د یخنۍ له امله ناروغ شو او څو اوونۍ وروسته ومړ.
د دې ترڅنګ په واشنګټن کې د سختو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د لوړې مراسمو تنظیم کوونکي هڅه کوي چې دا مراسم په خوندي او مناسب چاپېریال کې ترسره کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.