د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب د نني افغانستان په اړه چې د نړۍ د لرغونو مدنیتونو څخه دی، د دې جغرافیې د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو بدلونونو په اړه یوه هر اړخیزه تاریخي کتنه وړاندې کوي.
یاد کتاب ښاغلي استاد اغا محمد غیرت دراني په ۱۱۶ مخونو کې لیکلی کابل کې اکسوس کتابپلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.
په دې کتاب کې د بېلابېلو امپراتوریو، جګړو، او سولې د دورو د بیان ترڅنګ، د دې هېواد د ستراتیژیک موقعیت او د نړۍ د زبر ځواکونو په سیالیو کې د هغه رول ته ژوره کتنه شوې ده.
لیکوال د کتاب په سریزه کې زیاتوي چې د دې لنډ تاریخ له لیکلو یې موخه دا ده چې افغانان خپل هویت او لرغونی تمدن وپېژني څو ځوانان او هم افغانستان پېژندونکي د یوه خلص او جامع سرچینې په توګه ترې استفاده وکړی شي او هم د ژورې او پراخې مطالعې فکر او لاره یې ومومي.
د یادونې وړ ده چې د دې اثر ترمخه ښاغلي اغا محمد غیرت دراني د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ او هم اسلامي امپراتورۍ او د افغانستان د پوهنیز بهیر په اړه څو ډوله نقشې جوړې کړې دي چې د ښوونیزو او اکاډمیکو بنسټونو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او په لوړ تیراژ خپرې شوې هم دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.