روسیې پر کيف بالسټیک توغندي توغولی دي!

68

په پلازمېنه کیف کې د روسیې د بالستیکو توغندیو د بریدونو له امله خلکو ته ځاني او مالي تاوان رسيدلی دی.

په کيف کې چارواکو تایید کړی چې د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د روسي ځواکونو دوه بالستیک توغندي د «اسکندر-M»/KN-23 په نوم پر کیف توغولي خو د اوکرایني هوايي دفاعي ځواکونو له‌خوا وویشتل شوي دي مګر بيا يې هم لويو،لويو ټوټو زيان اړولی دی.

په برید کې د یو موټر دننه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او بل کس هم د پيښې په ځای کې سوځېدلې موندل شوې دی.

سره له دې چې بریدونو د ښار زیربناوې زیانمنې کړې وې،خلکو له بريد وروسته د اوبو رسونې څخه شکایت کړی و چې اوبه نشته خو د اړوندو ادارو هڅو له برکته د ټولو اوسېدونکو لپاره د اوبو رسونه بېرته فعاله شوې ده.

ځایي چارواکو خلکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې، ځکه چې لا هم د بریدونو ټوټې او ناچاودې توکي شته چې خلکو ته خطر پېښولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.