مذهب/مذاهب خو د نصوصو او سُنتو (احاديثو) پر مدار راڅرخي

156

د ښاغلي خالد متوکل د لا پوهاوي په پار :

نه خدای تعالی، نه رسول (ص) او نه زموږ څلورو واړو امامانو (رح) داسې خبره کړې ده چې د مذهب پابندي وکئ

مذهب/مذاهب خو د نصوصو او سُننو (احاديثو) پر مدار راڅرخي، نه هغوی د مذهب پر مدار، بناءً مذهبي جنون هم يو حد لري. مذهب دې د سياسي واک تندې سړولو ته وکارولو چې دا درست کار نه دی

موږ داسې مذهبي مجنونان هم لرو چې په دې اند دي چې عيسی عليه السلام هم راشي، نو هغه به زموږ د حنفي مذهب پيروي کوي، خو دېته مو هډو فکر نشته چې د پېغمبر په شتون کې مذهب ته څه اړتيا ده؟ زموږ ايمه مبارکه خو لا د تابعي او نه د صحابيت مرتبه هم نه راخپلوي پاتې خو لا راشده خلفاء شول

نوټ : دا خالد متوکل خو به د هغه مولوي احمد متوکل زوی/ورور نه وي چې له پلار/ورور سره يې د انګلستان په سفر کې کمانډر ميجر رشيد ملګری وو او  د ارواښاد غ . م زرملوال مېلمانه شوي ول؟ امام ابوحنيفه خو د وخت د خليفه د قضا دنده نه منله او  پرې زندان ته واچول شو او سختۍ يې وګاللې، نو مذهب خو لا ليرې خبره ده. هغه خو د واک (قدرت) هيله نه لرله. د خدای تعالی دين خو د جبرايل د حديث پر بنسټ دوه ، بلکې درې برخې دی چې يو يې ((ايمان))، بل يې ((اسلام)) او درېم يې ((استحسان)) دی. ايمان تل له عمل صالح سره تړلی دی، لکه ((… الا الذين امنوا وعملوا الصالحات)). ايمان تعلق له عقل، اسلام تعلق له زړه سره لري او استحسان دا دی چې پخپل نېک عمل او نېکو کړووړو سره دا دواړه د دين رکنونه لا ښکلي او پياوړي کړې.

تېر يادونه

کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو، نو د هر طالب وزير اوچارواکي ترڅنګ به لږتر لږه د آى اس آى دوه تنه موجود وو. يقين لرم چې مولوي صاحب متوکل پر دې واقعيت ښه خبر دى. شهيد مولوي منصور چې امريکا ته د تګ په لار د جهاد په زمانه کې لندن ته راغلى و، د دې ليکوال ميلمه و. له نوموړي سره يو بوڅ خولى پنجابى، چې ځان يې کوماندر رشيد معرفي کاوه هم ملګرى وو. کوماندر رشيد ډېرې لږ خبرې کولې، نو کله چې مې له مولوي صاحب څخه د هغه په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې يې وويل چې \”کوماندر رشيد\” ډېر ښه مسلمان دى او د اسلام د خدمت لپاره يې په پاکستان پوځ کې د \”ميجر\” خپله وظيفه پريښودله او له جهاد سره يوځاى شو. د افغانانو په اړه د هغه [کوماندر رشيد] نفرت له هرې کچې وتلى وو او پټولاى يې نه شو. له دې ليکوال سره د خبرو په ترڅ کې به \”کوماندر رشيد\” تل ټينګار کاوه:

 “No sell out” او “don’t believe those who think I am a cold snake”

واقعاً چې هغه سوړ خطرناک مار وو. د هغه پر څېر د سړو خطرناکو مارانو پر لاس، امر او کومنده وو چې په زرګونو افغان نجونې او ميړوښې \”عرب مجاهدينو\” ته د جهاد د ولجې په توګه د مينځو په توګه حواله شوې او له څه مودې وروسته يې هغوى بيا خوشې او د نړۍ په بازارونو کې خرڅېدې.

له مولوي صاحب وکيل احمد متوکل څخه پوښتنه دا ده چې د ليلى دښته چا د هغو تنکيو طالبانو په جسدونو ډکه کړه چې ستاسو تر کومندې لاندې او د آى اس آى په مخامخ، نامخامخ، مريي او نامريي لاسونو د توپ د باروتو په توګه په کارېدل؟ ايا ولې، څرنګه او د چا له لاسه وو چې په هر کيلييز سنګر کې د طالبانو هره \”سوبه\” په ناکامي بدليدله؟ په مزار کې څه وشول اوچا وکړل؟ ايا هغه دوه زره طالبان، چې په هلمند کې د پرنګي جاسوس، مايکل سيمپل، پر لاس روزل شوي وو ترڅو د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره يې په افغانستان کې د ننه د نورو طالب ځواکونو پر خلاف د \”ضربتي\” ماشين په توګه استعمال کاندي، څه شول؟ ايا چا افغانان، په تيره همدا طالبان، د ډالرو په بدل کې، په پرنګيانو وپلورل او ګوانتانامو ته يې ورسول؟!

وکيل احمد متوکل په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره \”يواځنۍ\” لار د طالبانو بيا قدرت ته رسيدل بلي. په خپل وار آى اس آى او پنجابي پوځي بيروکراسي هم د افغانانولپاره سوله \”يواځې\” هغه وخت شونې بلي چې د هغوى په خوښه وي او افغانستان يې \”پينځمه صوبه\” وګڼل شي. پرنګى او امريکا وايي چې داسې سوله \”يواځې\” هغه وخت شونې ده چې د ترهګرۍ جرړې ويستل شي. خو د دې پرځاى چې د پاکستان د ترهګر دولت د ترهګرۍ زانګو، لاهور، په نښه کړي، \”پاک- پوځ\” ته پرله پسې مرستې ورکوي او افغانان پرې وژني.

نوټ :

ګرانه او د مذهب مدافع متوکله ، د الله تعالی نېکبخته ((السواد)) کليمه دې هم نادرسته وويله چې په السواد کې الف ولام تعريفي دي او سواد خو د يوه ډېره کي جماعت لپاره راځي، خو تا ((اسواد)) وويلو چې خبره دې لفظي جمعې ته ورسوله، خو دا ښه شوه چې مانا دې سمه کړه.

خالد متوکل

د طالبانو اساسي قانون دا دی چې د مذهب بابندي به وي. خاص کر د امام صاحب د مذهب پابندي وي. د طالبانو دا لايحې او دا قوانين دا موژ ليدلي دي او دا موژ کتلي دي.

د طالبانو د اسلامي امارت لايحه داسې ده :

چې د دعوت او د دې د ارشاد چې خلک رادعوتوي په افغانستان کې وي که په بله دنيا کې. اوس دغه اسلامي امارت يوازې د افغانستان پر مسلمانانو پورې محدود نه دی، بلکې دا اسلامي امارت د دنيا مسلمانان يې هم د ځان بولي او اسلامي امارت هم ټول مسلمانان څوک چې کليمه وايی، مؤمنان وي هغه ټول د ځان بولي او د ځان يې دي. دا د مسلمانانو يو امارت دی او يو قيادت دی. او اوس يې دغسې يو طريقه جوړه کړې ده چې د دې د دعوت اهداف چې تاسې به د حضرت امامنا اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالی د هغه د مذهب مطابق به خلکو ته دعوت ورکوئ.

اوس دغه اسلامي امارت يوازې د افغانستان پر مسلمانانو پورې محدود نه دی، بلکې دا اسلامي امارت د دنيا مسلمانان يې هم د ځان بولي او اسلامي امارت هم ټول مسلمانان څوک چې کليمه وايی، مؤمنان وي هغه ټول د ځان بولي او د ځان يې دي. دا د مسلمانانو يو امارت دی او يو قيادت دی. عجيبه دا ده چې ښاغلی خالد متوکل او امارت يې لکه چې يو له سره په خبره نه پوهيږي که څنګه؟ امارت او متقي خو يې نارې سورې وهي چې موږ له نړۍ سره کار نه لرو او ان تر دې چې امريکا ته په زاريو خوله ستړې شوه چې زموږ امارت هېچا ته خطر او ضرر نه دی. خو خالد متوکل بيا بل ډول ايډيولوژي او ليدلوری لري او امارت د ټولې اسلامي اسلامي يوازېنی قيادت بولی، نو دغه ډول ضد ونقيض خبرې سره سر نه خوري. داسې برېښي چې دی له يوې مشخصې دندې او تګلارې لپاره د مذهب تر پوښښ لاندې روزل شول او مخې ته لېرې پرتې موخې تعقيبوي.

د امام صاحب د مذهب نه خلاف بل مذهب ته به دعوت نه کوئ چې دا ولې؟ ګورئ داسې يو دقيق نظر چې د اسلامي امارت او د دې مجاهدينو طالبانو سره دی هغه د کرزي ادارې پر ضد باندې يعنې د کرزي اداره د هغې پر ضد باندې ؛ ګورئ، دا د افغانستان خلک چې دي دا ټول مذهبي خلک دي. ټول د امام صاحب د مذهب تابعدار خلک دي. دا يقيني خبره ده.

په افغانستان کې اکثريت مذهب هغه د چا دی دا مذهب؟ د امام صاحب مذهب دی کنه؟

ګورئ ، دی کنه؟ مسلمه خبره ده کنه؟

په پاکستان کې اکثريت مذهب د امام صاحب دی کنه؟

دا خو به معلومه خبره وي. په ترکيه کې د امام صاحب مذهب دی کنه؟

حکومت يې بې دينه دی. د عوامو تاسې خو حجونو ته تللي ياستئ؟

الله دې ستاسې حجونه قبول کړي. تاسې د ترکې خلک ووينئ څنګه د امام صاحب د مذهب مطابق لمونځونه کوي؟

ټول د امام صاحب د مذهب ….

او تاسې ما وراء النهر وګورئ. دغه بخارا او اذربايجان دغه علاقه کې دې کې د امام صاحب مذهب دی.

ګورئ، زموږ په علاقه کې په هندوستان کې د امام صاحب مذهب دی. دا زموږه علاقه اکثريت د امام صاحب مذهب شو کنه؟ اوس دا يو عظيم جماعت شو کنه؟ يو لوی جماعت شو کنه؟

ايا موږ ويلی شو چې زموږ له مذهب پرته د نورو مذاهبو لمونځونه مدار د اعتبار نه دي؟  که خالد متوکل او يا يې غيبي اميرالمؤمنين څه پټ وښکاره ذهني او قلبي الهام و تلقين شوی وی، نو مهرباني دې وکړې هغه الهام و تلقين دې په کور دننه له علماو سره شريک کړي چې وګورو مدار د اعتبار دی او که نه دی؟

موږ ته خو ډېر لوی شرم دی چې حاجيان مو تل په منی، جمرات، مزدلفه، عرفات او په لاره کې ورک وي. د مدرسې ملايان يې ورسره د ژباړنو په توګه لېږلي وي چې نه په ليک لوست پوهيږي او نه لږوډېر له عربي او يا اينګليسي او نورو ژبو سره اشنا وي.

نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايی چې ((اتبعوا السواد الأعظم)) تاسې د مسلمانانو د يو لوی جماعت تابعداري (پيروي) وکړئ. لوی جماعت د احنافو دی کنه؟ لوی جماعت د امام صاحب د مذهبيانو دی کنه؟

نود افغانستان وحدت په دې جماعت باندې تړلی دی.

***           ***           ***

کره بڼه :

ويُروى عن ابن عمر، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال:”اتَّبعوا السَّوادَ الأعظمَ، فإنَّه مَنْ شذَّ شذَّ في النّارِ”. “وعن ابن عمر رضي الله عنه، عن رسول الله – صلى الله تعالى عليه وسلم – أنه قال: اتَّبعوا السوادَ الأعظمَ”: وهو ما عليه أكثر علماء المسلمين، وقيل: جميع المسلمين الذين هم في طاعة الإمام.

حديث خو دا هم وايې چې ((صلوا کما رأيتموني)) تا ته خو پته ده چې د کوفي خلکو په غوښتنه يعنې وړانديز حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د پېرزوېينې په پار خبير الأمة عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه ورولېږه او احسان يې پرې واړولو.

نور پرې تاسې خپله سوچ وکړئ، خو ما در په ياد کړ.

***           ***           ***

ګورئ، د امام صاحب مذهب باندې دا افغانان راجمع شوی دي. پاکستانيان راجمع شوي دي. د هندوستان مؤمن مسلمانان جمع شوي دي. په ماوراء النهر کې جمع شوي دي. اوس نو چې يو سړی د دغه مذهب خلاف دعوت کوي، ستاسې څه اندازه ده؟ دا د مسلمانانو جماعت نه پرېکوي؟

دا په مسلمانانو کې يو فتنه نه راولي؟

دا په مسلمانانو کې اختلاف نه راپورته کوي؟

دا به دې مسلمانانو ته ضرر نه وي؟

دا به و دې کُفّارو ته په ګټه تمام نه شي؟

نو د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو دا چې موږ د دوی لوايح يعنې لايحې کتلې دي هغه خو دغومره قدر د دې شريعت په اتباع کې دي چې د امام صاحب د مذهب مطابق به تاسې دعوت چلوئ، بل دعوت ته به اجازت نه ورکوئ. لاکن [ليکن] ما ته د ثِقّه خلکو چې ما نه دي ليدلي ثِقه خلکو دغه اعتبار دی چې په اساسي قانون کې د مذهب قطعًا خبره نشته. دا د هغې پر ضد دی.

د اسلام او د دين هغه دوی په خپله رايه باندې يو دين جوړوي. يو قانون جوړ کړی دی که يې شريعت ورسره مناسب شو، خو ښه، کنه، نو دوی په دې مکلف نه دي چې دا د شريعت موافق وي. نو اوس دغه غربيان او دغه امريکايان د دغو دا کوشش دی چې په افغانستان کې همدغسې يو سيکولر نظام راولي. دغه اسلام او حکومت سره جلا کړي.

ګرانه، هسې بېځايه پروپاګند مه کوه. دين دومره ساده او وړه خبره نه ده چې څوک يې ځانته پخپله خوښه جوړ کړي. که بلې استخباراتي سوړې درته د دغسې يو پروپاګنده دنده درکړې وي، خو دا به دې په ګټه نه وي. ته خپل امارت په چا نه شې منلی، نو د دين منل خو ډېره ګرانه خبره ده. څنګه او څوک به يې درته جوړوي؟ په شل کلنه لوبه کې خو تاسې تل به د پنجابی هغه نظامي ادارو او استخباراتي سوړې ته به په تمه ناست واست چې فتوی درکړي او تاسې يې تطبيق کړئ. په تا کې له نور له دې زياته تومنه نشته او نه دومره فطري او فکري استعداد لرئ.

بيا به په مدرسو کې اسلام وي. د/له مدرسو په آخوا به نه وي او دا اسلام به رامحدوديږي. دا کوشش دی.

نه دې پښې د ځمکې پر سر باندې دي. که يې دغه پښې ځمکې ته ورسېدلې او دا قانون يې درته تصويب کړ، او دغه مجاهدين خدای ناخواسته کمزوري شي او دا جهاد ….

تاسې ته د يو خيرخواه په توګه دا وايم چې ګوره تا ته به خامخا ښه پته وي او کنه، نو له شيخ عبدالحکيم، شيخ شهاب الدين دلاور ، شيخ صاحب نور محمد ثاقب او له مولوي عبدالکبير هم وپوښته چې امام صاحب مبارک خپل زوی ته په نصيتونو کې يو دا هم راځي چې ورته ويلي وو :

له خلکو سره به بېځايه بحثونه او مناظرې نه کوې. زوی يې ورته وويل چې ((ته يې ولې کوې؟))، نو هغه مبارک ورته وويل چې ((نه)). ما کله هم د دې شوق / هڅه نه ده کړې يا په نورو ټکو ما کله هم له دې سره لېوالتيا نه لرله او نه ورپسې چېرته تللم، خو چې خلک به راپسې راغلل او نه به يې پرېښووم، نو بيا به ورته راووتم او بيا به مې نه پرېښوول، خو زه ورپسې نه تلم، خو دوی به مجبور کړم چې ورشم او ځواب يې ورکړم.

هغه [امام صاحب] مبارک خپل زوی ته وويل که په فقه خطا/غلط شوې، خو خلک به وايې چې په مسأله کې خطا/غلط شو، خو که په عقايدو کې خطا شوې، نو خلک به وايې چې کافر شو.

ګرانه دېته هم سوچ وکړه چې د اسلام دويم ستر خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه فلسطين سوبه (فتحه) کړ، خو د هغه وخت نوموتې کليسا او د هغې اړوند ټول غړي [اراکين او اعضا] يې وزغمل، بلکې هغوی ته له بيت الماله مياشتېنۍ تنخوا يا معاش هم مقرر کړ. هغه وخت موږ دومره پر خپل ځان بسيا وو او دومره زغم را کې وو چې عيسويت، عيسوي کليسا او د هغې اراکين موږ له ځان سره زغملی او منلی شول، خو نن موږ له پېړيو پېړيو يا له سوونو کلونو راهيسې پخپلو کې سره نه جوړيږو او يو بل زغملی نه شو، چې دا ولې؟

دا ځکه چې اسلام موږ د ځان تابع کړی دی نه دا چې خپل ځانونه د اسلام تابع کړو. ايا موږ ټولو يعنې اهل السّنة والجماعة، اهل حديث، سلفيان او ان د بريلويانو او نورو ټولو په شمول د يو معتزلي کشاف زمحشري رحمه الله د يو تفسير له نژدې اته – نه سوه يا زر کاله زيات وکم ځواب نه شو ويلي. يا په نورو ټکو موږ ټول په ګډه ونه توانېدو چې د هغه تفسير ته ورته يو تفسير وليکو. هغه ژبه او هغه ګرامر چې هغه کارولی موږ چې ځانونه وشلوو، نو د هغه له تفسير سره سيالي نه شو کولی. سمه ده چې زموږ احناف او علماء ورسره په ځينو ټکو او مسايلو کې جوړ (موافق) نه دي، خو بيا هم په ټوله کې ټول په ګډه پاتې راغلي يو چې ځواب يې وليکو.

ګرانه،

نړيوال نامتو علماء او محدثين دې پايلې ته رسېدلي او په دې اند دي چې د اسلامي نړۍ ستونزه په مذهب نه، بلکې په سيکولر سيستم جوړولو سره حل کيږي. ځکه چې موږ د دې توانايي يعنې فطري او ذهني استعداد نه لرو. ذهنيت او پوهاوی ډېر نيمګړی او لنډ تنګ دی او نه شو کولی چې بل څوک دې له ځان سره وزغمو او يا ورته درناوی ولرو.

کله چې قرآن او حديث په ټولنه کې حاکم وو، نو په ټولنه کې د هر چا درناوی وو. ښځې جوماتونو او د زده کړو مراکزو ته تللی شوې، خو چې کله چې فقه په عباسي دور کې حاکمه شوه او د يونان  د ارسطو فلسفه راننوته، نو زموږ فقه د يوناني فلسفې تر نفوذ او تاثير لاندې راغله، نو ځکه په ټولنه کې د ښځو درناوی ورک شو. له زده کړو منعه شوې او ان جوماتونو ته له پرستش نه هم منعه شوې. همدغه لامل دی چې موږ په فيلسوفانو کې داسې څوک نه شو په ګوته کولی چې د هغه خور و لور دې زده کړې کړي وي، بلکې نه يې پرېښوولې او د هغوی مخنيوی يې کولو.

تر هغې چې ګرده اسلامي نړۍ کې د ښځو درناوی رامينځته نه شي او د هغوی ټول مسلم حقوق چې الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم ورکړي دي هغه تثبيت نه شي، نو هغوی به له خپلو حقه حقوقو همداسې بې برخې وي او ان ژوند يې محفوظ او په امن نه دی. په ګرده اسلامي نړۍ کې ښځو او نجونو ته هډو درناوی نشته. ان تر دې چې څوک ورته د انسان په توګه هم قايل نه دي چې ځينې يې په اوسنيو برحالو واکمنانو کې هم له ورايه تر سترګو کيږي.

ګرانه،

زموږ مکلفيت تر هر څه مخکې لومړی خپل اسلامي ارزښتونه او اصل مراجع چې کتاب الله او سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم دی. بيا اجماع او بيا قياس دی. پوښتنه دا ده ته چې له نورو مذاهبو سره دومره کينه او رخه (عُقده) لرې، نو ستا د شريعت دعوت به څنګه وي؟

ګرانه،

دغه لنډ انډه منحوس ذهنيت دې پرېږده او له خپل قومي جوړښت راووځه چې دغه نه تا ته او نه دې امارت ته ګټه کوي. نه زموږ مذهب ته او نه زموږ د نورو ايمّه وو مبارکه وو سپېځلو مذاهبو ته ګټه نه رسوي، بلکې تاوان ورته کوي او دا د اسلام د ستر مبارک دين سپکاوی هم دی او ورته نه درناوی دی. موږ خو رب العالمين ((امّة وسطًا)) ګرځولي يو، نو دا ستا محدودې څرګندونې او لنډ انډي خو له تا نيولې ستا دغه راتپل شوي نظام ته او هم اسلام ته ستر زيان رسوي او دا خو د الله تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم ارشاداتو ته اهانت دی. ايا دا به څنګه شي چې ((لا اکراه في الدين))، نو چې د الله تعالی په دين کې چې په نص ثابته خبره ده زور زياتی [اکراه او جبر] نشته، نو په مذهب کې ولې راشي؟

بله دا چې د امام صاحب مبارک خپله وينا ده :

دغه زما رايه ده. که تاسې له دې بله ښه وموندله او ترلاسه مو کړه، نو زما پرېږده او د هغې پيروي وکړئ. ګرانه ته ما ته دا وويه چې تا دا د مذهب جبر او اکراه له کومه کړ؟ ايا تا په رښتيا فقه لوستې ده او کنه له ځانه دې  جوړه کړې ده. اوس خپله خوښه او خپل قومي جوړښت او بېځايه غرور دې اوس د خپل سياسي واک د تندې سړولو لپاره له مذهب نه توره او ټوپک جوړ کړی او د تېرو جهادي وختونو په شان مذهب د واک ټينګولو او غځولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروې که څنګه؟

که موږ د خپلې حنفي فقې په کتابونو کې وګورو، نو کله امام صاحب او دواړه شاګردان يې قاضي يوسف او امام محمد (رح) سره  ټول يو (متفق) ول او کله يې استاذ [امام ابوحنيفه] يوې خوا ته او دواړه شاګردان يې بيا بلې خواته او کله ناکله استاذ او يو شاګرد يوې خوا ته او بل يې بلې خواته او کله درېواړه هر يو ځانته ځآنته خپله رايه (نظر) لري. امام صاحب مبارک خو هېڅکله ورته په غوسه شوی نه دی، نه يې ترېنه ګيله کړې ده او نه يې مجبوره کړي دي چې ختمي د ده رايه ومني او کنه، نو درس ته مې مه راځئ! ان تر دې چې دا يې هم ورته نه دي ويلي چې زه درته درس وايم، خو په دې شرط چې تاسې به زما رايه تاييدوئ او زما رايه به منئ چې له نېکه مرغه هېڅکله داسې نه دی شوي چې دا خپله ديموکراسي او سيکولرېزم دی يعنې يو د بل نظر (رايه) منل او ورته درناوی لرل دي.

همداسې زموږ نور درېواړه ايمه مبارکه امام شافعي رحمه الله تعالی، امام مالک رحمه الله تعالی او امام احمد بن حنبل رحمه الله دوی ټولو پخپلو کې يو بل ته درناوی لرلو. امام صاحب مبارک خو هېڅکله ورپسې کوتک او ټوپک نه دی راخېستی او نه هغوی د ده پسې راخېستې دي.

ايا دا به مو په ښکاره (صريحًا) تېری او ظلم او اخلاقي کمزورتيا نه وي چې موږ – خپل نور درېواړه ايمه مبارکه ناديده وګڼو او له پامه يې وغورځوو؟ ولې؟

مذهب خو د انسان او د الله تعالی ترمينځ شخصي معامله ده او ټولنيز بيا د الله تعالی د مخلوق حق دی چې انسان پکې هم خلکو ته او هم الله تعالی ته دوه اړخيزه مسؤول دی. ان تر دې چې کې دين الله تعالی اختياري ورکړی دی (( فمن شاء فليؤمن ومن شاء فليکفر )) [الکهف : ۲۹]  او همداسې (( … قل لا تمنّوا عليّ اسلامکم ، بل الله يمنُّ عليکم ان هداکم للايمان ان کنتم صادقين )) [الحجرات : ۱۷]

ګرانه چې الله رحم ونه کړي او انسان ته هدايت ونه کړي، نو ستا په دې سرزورۍ به خلک له اسلامه زړه توري کړې. دا تملق دی او تملق بد شی دی. ته او ستا امارت او نه دې ډله د دې هېڅ حق نه لري چې په واک (قدرت) باندې په بېلابېلو پلمو خېټه واچوئ. تر اوسه مو څه ويل او اوس څه واياست؟ د مذهب ستا د سياسي واک د غصبولو او ځندولو سره څه؟ دا حق د خلکو او د ولس دی او بايد چې نن وي او که سبا ورسپارئ به يې او په دغه شکل د امام ابوحنيفه د مذهب په نوم يې نه شئ ساتلی. امام ابوحنيفه رحمه الله خو يو سپېڅلی شخص وو او هغه ستاسې په شان د چا نيابتي آله نه وه او نه ستاسې په شان د قدرت او واک وږی وو.

د الله تعالی نېکبخته،

پېغمبر عليه السلام چې له مکې مدينې ته رامهاجر شو چې هغه هم د الله تعالی له حکم سره سم، نو د نن مدينې او د هغه وخت د يثرب له خلکو سره يې په داسې حال کې چې سيده وحيې به هم ورته راتله. خپله يې شتون هم لرلو او د الله تعالی مقربه پرېښته به ورته تله او راتله، بيا هم د يثرب له خلکو سره ((د مدينې تړون)) لاسليک کړ او حال دا چې الله تعالی پرې هم نيوکه ونه کړه او نه يې پرې غبرګون وښوولو چې ,ولې دې دا تړون وکړ؟ دا د دې څرګندويي کوي چې د الله تعالی هم همداسې خوښه وه، ځکه خو هغه مبارک د هغه خلکو سره يو جامع هر اړخيږ داسې تړون لاسليک کړ چې هغوی هم ورسره ومنله او ټولو په ګډه سره ژوند کولو او د هر چا خپل خپل حقوق معلوم او خوندي ول. دا خو لا څه کوې چې له هغې وروسته يې عمرې ته د تګ په وخت کې بل تړون وکړ او هلته يې په هغه تړون کې له خپل نوم سره پخپله [رسول الله] وران کړ او يوازې محمد [صلی الله عليه وسلم] يې پرېښوولو او حال دا چې صحابه کرام ناخوښ ول، خو د رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم مخې ته ونه درېدل چې هغه مبارک هغه وخت په هغه ټپه ولاړې خبرې يا بن بست مات کړ او سوله هم د هغوی له خوښې سره سمه وشوه او دوی بيرته له عمرې راوګرځېدل چې په لاره کې ورته د مکې د فتحې زيری هم راغی او بل کال ته مکه فتحه شوه او د مسلمانانو لاس ته ورغله، نو ته څوک يې د هغه ذات اقدس په مقابل کې چې هغه دومره ستر او لوی قدم د اسلام د بريا او لا پرمختګ لپاره پورته کړ او ته اوس د څوارلسمې صدۍ يو داسې سرزوری چې خپله ټوله شل کلنه مخينه دې هم په سيمه کې هغه د زاړه ښکېلاک د يو پاتې شوني ميراثخور تر ساتنې، پالنې، روزنې او مسلح کولو او افغانستان ته د خپلې نيابتي يا راتپل شوې جګړې لپاره تېره شوې ده اوس ته د امام اعظم ابوحنيفه او د هغه د ملايم مذهب تر نوم او چتر لاندې خپلې نامشروع سلطې د پايښت او دوام  لپاره ګټه پورته کوې او مذهب دې خلکو ته ډال کړی دی او سيکولرېزم دې پلمه کړی دی، نو دا ښه کار نه دی او له داسې لېونتوب او مذهبي جنونه لاس واخله چې دا مو په ګټه نه دی. له پېړيو پېړيو ګرده اسلامي نړۍ له دغه مذهبي سختدريځۍ (مذهبي افراطيته) کړيږي چې هېچرته يې هېچا ته ګټه نه ده کړې او نه يې کوي.

نو ګرانه متوکله،

ته د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم پر وړاندې څوک يې چې داسې د زور زياتي نه ډکې خبرې کوې چې نه د دې هېواد او نه د دې ولس د خلکو په ګټه دي، بلکې تا ته او ستا د ډلې دې راتپل شوي امارت ته هم په تاوان دي، نو ايا دا به ښه نه وي چې ته او ډله دې په شريکه د خپل وزير ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم خبرې او نصايح ومنئ؟

زه باور لرم چې تا ته به هم پته وي او کنه، نو د ډلې ټپلې ځينې نامتو او مخور علماء مو په دې قانع او پوه دي او دې پايلې ته ښه رسېدلي دي چې موږ يې په يوازې ځان ډنګولی نه شو. بيا هم که ستا باور نه کيږي، نو ستا دې غاړه بنده وي که تا د ښاغلي ډاکټر فاروع اعظم دغې وينا ته هم لږ غوږ ونيسې چې غوږونه دې لږ ښه خلاص، سترګې دې روښانه او سر دې پرې ښه خلاص شي.

د الله تعالی نېکبخته،

ته هغه وخت چېرې وې ؟ الله تعالی دې زموږ پر جهادي مشرانو ورحميږي چې مکې ته د اتحاد لپاره بلل شوي وو او نوازشريف هم ورسره تللی وو.

اروښاد مولوي محمد يونس خالص او نورو جهادي مشرانو د مازيګر لمونځ په حرمينو کې د امام پسې په جماعت نه کولو او د حنفي مذهب پيروي يې کوله، نو د مذهب د اتباع يعنې پيروۍ لپاره يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث له پامه غورځولی وو، خو مذهب يې راټينګ کړی وو، نو د خپلې اقامتګاه په وخت کې يې د مکې او د مدينې د حرمينو لمونځونو ثوابونه په پام کې ونه نيول چې دېته ناسم پوهاوی او بېځايه ټينګار وايی او دا منعه دی. نو ګرانه خپه کېږه مه، ناسم پوهاوی دې تر دې کچې زيات دی چې ته لا تراوسه په دې نه پوهېږې چې اتّباع او اطاعت څه ته وايی؟

د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم حکم اطاعت چې هغه زموږ مکلفيت دی. که له مکلفيت مخ واړوې، نو خبره دې خرابه ده او که کله ناکله د خپل سهولت لپاره له يوه مذهب نه بل مذهب ته ولاړې او په هغه وخت کې دې د خپل مشکل د رفع کولو لپاره پر هغه رايه عمل وکړ، نو سمه ده. دا کار کله ناکله کيږي چې ښه بېلګه يې د حج په موسم کې په تېره بيا د طواف په وخت کې زموږ شوافع وروڼه د احنافو په رايه باندې عمل کوي او دا ستونزې د لا ښه هواري لپاره تر ټولو غوره نسخه ده. همداسې د مفقود په مسأله کې موږ له حنفي رايې تېريږو او مالکي رايه راخپلوو. همداداسې دا نور درواخله. ايا دا ستا ټول امارت د امام مالک رحمه الله ځای نيولی شي؟ همداسې د امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهما الله تعالی عنهما؟ نه هېڅکله نه. هسې دې خپله عقده ښکاره کړې ده او بس.

https://www.youtube.com/watch?v=Jnwf3J4ZRYw

د اسلام راتلونکی طلايي دور ډاکټر فاروق اعظم

https://www.youtube.com/watch?v=o4pN2KlnNXQ&t=2151s

Samsor Afghanistan 26 Samsor Safi 9-7-24 پيام ډاکتر فاروق اعظم در رابطه به حقوق زن و به رسميت شناختن

https://www.youtube.com/watch?v=RIr9N4tbZSg

نيمه‌روز – تاکيد امارت اسلامی به تعامل مثبت با جامعه جهانی

https://pajhwok.com/ps/ پژواک،خبريال سره دي ډاکټر صاحب فاروق اعظم پخواني مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=Ij1Pon4hXg0&t=28s

په درنښت

سيد حسين پاچا

خالد متوکل : طالبانو د مذهب پابندي وکئ

https://www.youtube.com/watch?v=A1OnAjWd9Kc

غلاممحمد زرملوال : د مولوي صاحب وکيل احمد متوکل پر وړاندې

https://rohi.af/news/14616

 

 

د جان اڅکزي په ځواب کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.