د ايران رژيم د امپراتورۍ خوبونه

ژباړه: نصيراحمد څپاند

141

د ایران رژیم، چې د امپراتورۍ خوبونه او ماجراجویۍ یې اوس په یو حقیقت بدلېدونکې ښکاري، داسې حالت ته رسېدلی چې ممکن په یوه بهرني ګوزار سره د “قادسیې” په څېر بلې پېښې شاهد وي.
د قادسیې ذکر ځکه وشو چې د ساساني شاه په داسې جګړه کې چې فکر یې کاوه د عربانو بشپړ نابودي به یې پایله وي، نه یوازې شرموونکې ماتې وخوړه، بلکې د دې جګړې په تعقیب د ساساني امپراتورۍ ټول نظام، لکه د شګو بند، ونړېد.
د قادسیې د ماتې عوامل یوازې په نظامي تېروتنو، بد چانس یا د یو چا په نیمګړتیاوو کې را لنډول یوه ځان غولوونه ده. قادسیه د یوه کلک او مضبوط بنسټ په توګه نه وه؛ بلکې د یوه داسې پوسېدلي نظام پر وړاندې زلزله وه چې حتی د یوه کوچني فشار په مقابل کې یې د مقاومت توان نه درلود.
ساساني امپراتوري، چې د خلکو وینې یې لکه یو پایله‌ناک ځناور څښلې، له بې‌شمېره وژونکو ناروغیو کړېدله. د ساساني نظام نه یوازې دا چې د خلکو ملاتړ نه درلود، بلکې د عامو خلکو پراخه کرکه یې هم ځان ته راجلب کړې وه. بې‌وسه او بې‌حقوقه خلک، چې د حاکمانو د ظلم، ستم او غلاوو پر وړاندې هېڅ پناه نه درلوده، د دې نظام د نسکورېدو په اړه هیله‌من ول.
لا هم معلومه نه ده چې ایا د ایران اوسنی رژیم، چې خپلې نیابتي بازوګانې یې له لاسه ورکړي، په لنډه موده کې به د یوه مخنیوي برید سره مخ شي، یا به فرصت ومومي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. همدارنګه، دا هم روښانه نه ده چې که د یوه فلج کوونکي برید سره مخ شي، ایا رژیم به کاملاً نسکور شي او که به د یوه کمزوري موجود په توګه تر څه وخت پورې پاتې شي.
خو لکه څنګه چې د شوروي اتحاد تجربه وښوده، اټومي وسلې هم د یوه زوال ته محکوم نظام د بقا ضمانت نه شي کېدای.
ليکوال حميد عبيدي
له فارسى څخه پښتوته ژباړه: څپاند
ګرانو لوستوونکو که ژباړه کې کومه تيروتنه او نيمګړتيا وي بښنه غواړم.

د دندې مرکې (انتروي) خرابولو درې عام عبارتونه او د هغوی سمونې لارې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.