د امریکا په متحده ایالاتو کې چینايي اپلیکېشن ټيک ټاک خپل فعالیتونه بند کړي دي

119

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې چینايي اپلیکېشن ټيک ټاک خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د امریکا سترې محکمې وړمه ورځ هغه قانون تصویب کړ چې د ټیک ټاک مالک ته یې تر نن یکشنبې وخت ورکړی و، چې که یې ونه پلوري، د امریکا ملي امنیت ته د ګواښ په اندېښنه کې به یې فعالیتونه بند کړي.

د راپورونو له مخې ټیک ټاک له تېرې شپې راهیسې په متحده ایالاتو کې فعالیتونه بند کړي، خو تمه یې ښودلې چې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره به ورته حل لاره پيدا کړي.

ډونالډ ټرمپ ټیک ټاک سره د ستونزې د حل په موخه ۹۰ ورځې وخت ورکړی، خو مالومه نه ده چې د ولسمشر په توګه د واک ترلاسه کولو وروسته څه پرېکړه کوي.

ټیک ټاک په امریکا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، چې د راپورونو پر بنسټ، له بندېدو سره یې امریکا او کاروونکو ته میلیاردونه ډالره زیان رسېږي.

د امریکا سترې محکمې د دې هېواد ملي امنیت او د امریکايانو پټو مالوماتو ته د لاسرسي په اندېښنه کې پر چینايي اپلکېشن ټیک ټاک بندیز ولګاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.