ټرمپ: له طالبانو د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړو

93

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو څخه د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړي.

ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوی د پوځ میلیاردونه ډالره شتمني طالبانو ته ورکړل شوې.

هغه زیاته کړې چې له افغانستانه بیرته پیسې نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پوځ تجهیزات غواړي.

” مونږ به خپل پوځ بیرته پياوړی او په نویو تجهیزاتو سمبال کړو، مونږ به ټول پوځ له سره جوړ کړو، دوی ( د جوبایډن ادارې) د دې پوځ میلیاردونه-میلیاردونه ډالره طالبانو ته ورکړي دي، دوی زمونږ د پوځ یوه لویه برخه دښمن ته ورکړې ده. ایا تاسو پوهیږی چې مونږ هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو، دوی ( طالبانو ته) ووایی زه دا پیسې بیرته نه غواړم، خو تجهیزات غواړم.”

ټاکل شوې ټرمپ نن دوشنبه په رسمي ډول لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.
تر دې وړاندې سیګار یا په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې ویلي و چې د افغانستان د پخواني پوځ د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پاته دي.
دا هغه تجهیزات دي چې متحده ایالتونو د افغانستان پخواني پوځ ته ورکړي وو.

د طالبانو حکومت لا د ښاغلي ټرمپ پر دې څرګندونو تبصره نه ده کړې.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.