دومره مې بخت هم بېدار نهدی
چې مې جاهل خلک ناڅاپه هوښیار شینه
که ملامت شوم، بیا مې مړ که
که ملامته شوې پر مخ دې ښکلومه
نښې دې ډېرې راسره دي
پر کومې نښې دې زۀ اوښکې توئې کړمه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې دي:
هلته مې بل په ژوند را گډ دی
دلته مې نوک له غوښې څنګه واړومه
د رغېدو تمه مې نهشته
د زړه پرهر مې اوس اوبه اخيستې دينه
دومره مې بخت هم بېدار نهدی
چې مې جاهل خلک ناڅاپه هوښیار شینه
له رغېدو یمه وتلی
د زړه زخمونو مې اوبه اخيستي دينه
که په دوکړو مې راویښ نهکړل
مـا مـلا تـړلې، پـه بـاجـو یـې وېـښـومـه
بدن مې ټول خوشبو ـ خوشبو شو
لاچي لونگ جانان پهٔ غېـږ کې ونېومه
عِشقه دا ټوله گناه ستا ده
چې دې محتاجه د کم ظرفو خلکو کړمه
زما پر بنې سلام وایه
جانان ما زوړ کړ او تۀ اوس وهې خالونه
جانان دې سل ودونه وکړي
د خزانې په سر یې زه ولاړه یمه
پر ځان مې خپله پېرﺯو نهوې
اوس مې د کټ پر څنډه بنې ناستې دينه
زما پر بنې سلام وایه
که تهٔ شین باغ یې زهٔ ږلۍ درټيټه شومه
ستا د دیدن قاتي دې نه وي
که د وربشو قاتي وي، تېره به شینه
ستا د دیدن قاتي دې نه وي
که د ډوډۍ قاتي راتله، وبېزغمونه
نښې دې ډېرې راسره دي
پر کومې نښې دې زۀ اوښکې توئې کړمه
زما په غېـږ کې به عادت شې
بيا به خوبونه پر بخملو نه درځينه
که ملامت شوم، بیا مې مړ که
که ملامته شوې پر مخ دې ښکلومه
په خپل زنگون به دی حلال کړم
د بل یارۍ ته به دې پرینهږدم میئنه
د جنۍ سپینه خوله مې ښکل کړه
پــه غــړېــدلــو سـتـرگــو ویــنــم جـنـتـونـه
په وره کې نیمه راښکاره شوه
په نیمبدن مې خوشحالي، په نیم غمونه
ستا په یارې کې کمې نه و
زه د حالاتو مجبورو اخستی وومه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.