لکي ځنګل (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

318

يو وه يو نه وه

په يوه لرې پرته سیمه کې يو لوي ځنګل و، بيلا بيل خطرناک ځناوران په کې وو، ځکه به خلکو د لکي ځنګل په نوم یادوو، چې له نوم نه يې خلک ویريدل.
دغه ځنګل ته نږدې په يو کلي کې، يو نداف، له خپلې کورنۍ سره اوسیده، د دغه نداف ښځه مړه او درې لوڼې يې درلودې، چې مشره لور يې دولس کلنه، دويمه لس او دريمه يې اته کلنه وه.
دغه سړي ندافي کوله او لرې، نږدي کلیو ته به د کار میندنې له پاره تللو. نداف يوه سره غوا، يو خر، څو وزې او چرګان درلودل، چې پر خره به سپريده او د مزدورۍ پسې به نورو کليو ته تللو..
نداف دويم واده کړی و، چې ښځې يا د دغه جينکو ميرې مور، پر خپلو دريو ناسکه لورګانو، ډير ظلم کوو، هغه وخت به يې لا ډيرې زورولې، چې پلار به يې په کور کې نه وو.
پر دوې به يې سخت او ستونزمن کارونه تر سره کول او خواړه به يې هم ډير لږ ورکول، دومره چې پرې ژوندۍ پاتې شې او مړې نه شې.
د غوا او وزو له پاره، له پټيو، واښه راوړل، د دری واړو لوڼو پر غاړه وو. ميرې په خپله د غوا شيدې او پيروي خوړل، خو دوي باندې به يې د غوا غوجل، پاکوله او تل به يې رټلې.
د پسرلي موسم و او يوه ورځ په شين سهار کې، باران په شيبو شيبو وريده، دا بيوزله سړی د کار له پاره وړاندې کلي ته تللی و، ښځې يې د دريو واړو جينکو له پاره پلمه جوړه کړه، چې له کوره يې وړاندې وليږې او چې څه غواړي هغه تر سره کړي.
مشرې لور، ګل مينې ته يې داسې وويل:
هله شابه! تاسې درې واړه، دا کجاوې له ځان سره واخلئ او نن ځنګل ته لاړې شئ، هلته د ځنګل منځ ته چې ورسیدئ، ميرخيړې راشنه شوې، هغه راټول کړئ او له ځان سره یې کور ته راوړئ، چې ستاسې نسونه به هم پرې ماړه شې.
مشره لور ګل مینه، چې د ځنګل وحشي ځناورو کيسې يې له خلکو اوريدلې وې، مور ته يې ځواب ورکړ:
مور جانې! نن خو ډير باران وریږې او د لکي ځنګل تر منځ چې څو رسیږو، ماښام شوی به وي، خلک وايې، ځناور يې ډير خونړي دي.
مور يې سمدستې هغه کوتک ته لاس کړ، چې بیا يې ووهي. هغې دا کوتک د دوې د وهلو، ډبولو له پاره د کندو(۱) شاته پټ ساتلې و، چې کله به يې پلار نه وو، بيا به يې دوې پرې وهلې.
ګل مينه وويريده او خپلو دواړو خويندو، بخت مينې او مينه کې ته يې وويل:
راځئ چې لاړې شو! که نه وي نو بيا به وهل کیږو. ګل مينې، بخت مينې او مينه کې خپلې کجاوې را واخيستې او په باران کې د ونو په سورې کې د ځنګل په لور روانې شوې.
ډير مزل يې وکړ، نه پوهيدې چې ورځ څومره تيره شوه، خو د درې واړو جينکو له سر نه تر پښو پورې اوبه څڅيدلې او ډيرو سړو نيولې وې، د وحشي ځناورو خطرناک غريدل يې له ډير وړاندې غوږونو ته رسیده او تر تولو کشرې خور مينه کې د سړو له وجې دواړه جامې ګړبيدلې.
مشره خور ګل مينه وارخطا شوه، چې خور يې مړه نه شې.
اوس د ځنګل منځ ته رسیدلې وې، خو مرخيړې د باران له وجې نه ښکاريدل او ساړه هم ډير وو، له ويرې او ستړيا نه يې څه نه شول لیدلې. بخت مينه چې ډيره هوښياره او زړوره جينې وه، خپلې مشرې خور ګل مینې ته يې داسې وويل:
موږ باید يو ځاي پيدا کړو، چې له باران نه ځانونه خوندي کړو.
بیا يې خپلې خور ته د ځنګل په منځ کې هغه ماڼۍ وښودله او ورته يې ګوته ونیوله، چې د شنو بوټو ديوالونه ترینه تاو وو. به لومړي سر کې ورته د چا پام کيده نه، ځکه د ځنګل ونو په څير شنه ماڼۍ وه او لويه دروازه يې د زيړو او سرو ګلانو جوړه وه.
ګل مينې چې ماڼۍ ته پام شو، ډيره خوشاله شوه او خپله وړوکې خور مينکه يې خواته نږدې کړه، بخت مینې ته يې داسې وويل:
بخت مينه مې ده هوښياره
جـيـنکو کـې ده ســرداره
اوس به دې ماڼې ته ورشو
شو تودې به موږ دريواړه

هماغه و، چې پر دغه دروازه ننوتلې.
درې بيوزله، باران وهلې جينکۍ، د ولږې او سړو له کبله، هيڅ نه پوهيدې،دې ته يې پام نه وو، چې دا کور د چا دی او دلته څوک اوسیږې.
دوي لومړی چې ماڼۍ ته ننوتلې او وې لیدل، دغه کور ډير ښکلې او شانداره دی، هر خوا ښکلي فرشونه غوړيدلې وو او ټول کور څراغان وو.
تر هر څه لومړی د لرګو بخارۍ خواته، چې د اور له سکروټو ډکه وه ورغلې او ځانونه يې تاوده کړل. چې جامې يې لږ شان وچې او بدنونه يې تاوده شول، نو بيا د خوړو په لټه کې شوې.
د پخلنځې په منځ کې دري څلور کندوان ولاړ وو، چې يو له وړو، بل له وريجو ډک او يو ستر خوم و چې له غوړیو ډک و.
ګل مينه چې مدام به يې مور پرې پراټې پخولې، ژر يې له هغه ستر منګې نه اوبه راواخيستې او اوړه يې پرې لامده کړل. بيا يې په نغري کې اور بل کړ او د غوړو له ستر خوم نه يې غوړي راواخيستل.
دا نغری ډير غټ وو، داسې ستر، چې دا درې واړه جينکۍ په کې ځايدلې. دوي ورته حيرانې وې او نه پوهيدلې چې دا نغری ولې دومره لوي دی. د نغري پر سر يې يوه لويه تبۍ پرته وه، يوازې د تبۍ پر يوه څنډه يې پراټې پخې کړې. ‎
بيا ي پر خپلو خویندو، داسې غږ وکړ:
اي تاسې ته ووايم
بخت مينې او مينه کې!
راځئ خويندو راځئ
پــراټـې بـه پـښــوو
د ميرې ظلم به هير کړو
په ماڼۍ کې به ساعت تیر کړو
د شیدو لوي چاینک چې د میز پر سر پروت و، هغه يې ګرم کړ او په لويو پيالو کې شیدې واچولې، د ګل مينې په لاس تودو پراټو سره يې شیدې وسکلې او خپل نسونه يې ماړه کړل.
دلته يې پام شو، چې د دې شانداره کور مالک به څوک وي، پر ښکلو او نرمو توشکو ناستې وې او په خپلو کې سره، په خبرو وې، چې د دري واړو جينکو سترګې د ډيرې ستړيا له وجې پټې شوې.
شپه تيره شوه او دوې لا ويدې وې، د سهار رڼا خوريده، چې د دغه ماڼۍ دروازه په ډير درز او دروز کې پرانيستل شوه. دوي چې لا يې سترګې له خوبه ډکې وې، ډيرې سختې ويرې ونيولې، مشرې او دويمې خور، مينه که تر لاس ونيوله او د وړو ستر کندو شاته پټې شوې.
دغه درز دروز نور هم ډير شو، لږه شيبه وروسته يو لوي ديو د کوټې په منځ کې راښکاره شو. دوي ورته د کندو له شا نه کتل.
ګلمينې خپلې دواړه خويندو ته اشاره کوله چې، ونه ويريږی او چوپ پاتې شې.
دغه دیو، ډيره ويرونکې څيره او لوي بدن يې درلود، چې ټول پر ويښتانو پټ و. ديو لومړی په کوټه کې تاو راتاو شو، هره خوا يې وکتل، بیا يې په ویرونکې غږ نارې کړې :
زما کور کې څوک دي؟
څو شيبې چوپ و، بيا يې نارې کړې:
زما په کور کې څوک دي؟
لږه شيبه وروسته يې، د نغرې پر لور ګام پورته کړ، چې نغري کې سور اور بل و او پر تبۍ چې له پخ شوی ډوډۍ نه غوړي پاتې شوي وو،هغه ويشيدل.
په دې منځ کې ناڅاپه دغه ديو خپله پزه پر تبۍ کيښوده، چې سړو او باران وهلي پزه يې توده شي، ورسره يې وویل:
پزه پزه داغ داغ
پزه پزه داغ داغ
جينکو چې دا حالت وليده، وړوکې مينکه قت قت په خندا شوه. ورسره دواړو خويندو يې وخندل.
ديو چې خندا واوريده، خپله پزه يې پر تبۍ بيا کيښوده، چې تودو غوړو ترينه پوټکي والوزول، خو دیو په لوړ او غريدلې اواز وويل:
پزه پزه داغ داغ
موږ کره قت قتي راغلي دينه
دې حالت جينکۍ بيا وخندولې. خندا ته يې ديو نورهم غصه شو، بيا يې وويل:
پزه پزه داغ داغ
موږ کره قت قتي راغلې دينه
اوس غوړي لا زيات تاوده شوي وو، چې پر ايښودو سره يې د ديو پزې او د مخ ويښتانو اور واخیست.
دیو نور هم هم تاويده او همدا خبره يې تکراروله:
پزه پزه داغ داغ
موږ کره قت قتي راغلې دينه
خو د ديو پر سر، مخ او ټول بدن ويښتان دومره ډير وو، چې ټولو اور واخيست او ديو د اور له لمبو سره د ماڼۍ ستر انګړ ته ووت، هلته څو ځلې تاو راتاو شو، چې د اور لمبو له کبله ترور شو، نو د انګړ له دروازې ځنګل ته ووت، په پاي کې ټول بدن وسوزيد او مردار شو.
جينکو، ډيره شيبه صبر وکړ، په کرار يې د کندو له شانه پټ پټ کتل، د ديو له وتلو سره سم دوي د کلا انګړ ته راووتې هره خوايې پام وکړ او له ښه ځنډ وروسته دروازې ته ورغلې، وې لیدل چې د دغه ویرونکي دیو ټول بدن سکاره شوی دی.
دوي ډيرې ويريدلې او هره خوا يې کتل چې اوس به څه کيږې.
ګلمينې خويندو ته وويل، اوس ځنګل اور وانه خلي، دوي ښه شيبه صبر وکړ، بيا په منډه راغلې، هغه ډک منګې اوبه يې يو د بل پر مرسته د ديو پر سوزيدلي بدن وشيندلې، چې اور يې مړ کړ. دوي خپلې پزې بندې کړې وې، چې ډير بد بوي ترینه خپور شوی و..
هوښيارې بخت مینې خپلې مشرې خور ګل مینې ته وويل:
خور جانې وګوره، څومره ارامي شوه، داسې ښکاري چې دغه ديو د ځنګل ټول وحشي ځناور يا خوړلي او يا د ده له ويرې کوم بل ځنګل ته تللي دي، چې هيڅ کوم وحشي ځناور دغه ماڼۍ ته نږدې نه راځې..
بختمينې د خپلې خور خبره ومنله، چې هو، دلته اوس هيڅ کوم وحشي ځناور نه شته دی او د شپې چې غږونه پورته وو، هغه د ځنګل، ډيره وړاندی برخه ده.
بيا دوي په ټوله ماڼۍ کې وګرزيدلې، چې لس لويو کوټو کې ښکلي قالينې اوارې وي، ورسره توشکي او بالښتونه.
وروسته يې پام شو، چې د ماڼۍ بلې خواته لويو کوټو کې د څلورو اسونو او څلورپنځه غواګانو اوازونه پورته دي. دا جینکۍ سره يو لاس شوې، تر څو دغه څارويو ته يې د ستر ګودام نه وچ او شنه واښه راوړل او ټولو ته يې د هغو تر مخ په ايښود شويو لوخو کې اوبه ورکړي.
ګل مینه او بخته مینه حيرانې وې، وړوکې مينه کې له دوي سره سم کار کوو.
د دغه کارونو تر سره کولو وروسته دا درې واړه جينکۍ په دې سوچ کې شوې،چې اوس څه وکړي، په ستنه کور ته لاړې شی او که دلته اووسیږې، خو د مور له وهلو ټکولو هم ډيرې په تنګ راغلې وې.

هلته يې په هماغه ورځ پلار د شپې ناوخته کور ته راغې او وې ليدل، چې په کور کې هيڅ هم نه شته دی. ميرمن او لونړې يې، ورسره په کور کې چې څه وو، هغه ټول شتون نه لري
حیران پر ځاي ودريده. ګاونډی يې، چې په عمر پوخ سړی و راغې او نداف ته يې داسې وويل:
تاسې کوم کلي ته داسې ناڅاپه کډه شوئ؟
نداف په حيرانۍ ځواب ورکړ:
دا ته څه وايې، څوک کډه شوي؟
ګاونډي کړه:
همدا تا یادوم.
نداف په وارخطايې له ګاونډي پوښتنه وکړه، چيرته او کوم خوا مې کډه تللې؟
هغه ورته وويل:
ستا لور ګانې درې ورځې مخکې، سهار وختي په باران کې د لکي ځنګل پر لور له کجاوو سره روانې وې.
نداف په بيړه ترې وپوښتل:
ميرمن سره مې د کور څاروي، لکه غوا، څلور وزې، شل پنځه ويشت چرګان او په کور کې چې څه سامان وو، هغه څه شول؟
ګاونډي کړه:
هغه ستا ښځې د يو ځوان سړي په مرسته ، چرګان په کجاو کې پر دوه خرو بار کړل، وزې او غوا یې سره له خوسکي له ځان سره روانه کړه.
موږ چې پوښتنه کوله، ويل يې، چې لوڼې مې سره له پلاره وړاندې کلي ته تللي او ما پسې دا سړی راليږلې دی.
نداف حيران پر خپل ځاي ودريد او بيا يې د خپل ګاونډي پر مرسته د خپلې ښځې ځاي پيدا کړ. له ډيرو لانجو وروسته يې پرې د هغه او خپل کلي مشران راټول کړل، د ښار په محکمه کې دغه ښځه او ورسره سړی زندان ته واچول او خپل مالونه يې ترينه په ستنه کور ته راوړل، خو خپلې ښځې ته يې دري کاڼي طلاق ورکړ…
په دي کارونو تر سره کولو سره، دوه درې اونۍ تيرې شوې، جينکۍ کرار کرار د انګړ په منځ کې پر اس سپريدې او د اس سورلې يې زده کوله، له څاروو سره ډيرې بوختې وې. ګل مينه او بخت مينه خوشاله وې، چې خپلې سرې غوا نه يې په خپله شيدې لوشلې او اوس ورته د دغو غواګانو لوشل اسان وو. د چرګانو يې هم شمير نه و او خواړه دومره ډير و، چې دوي هيڅ انديښنه نه کوله.
تر څو يوه ورځ مازپيښن مهال، ناڅاپه د ماڼې دروازه ووهل شوه. ګل مينه او بخت مينه سره د مینه کې ډيرې وارخطا شوې، چې اوس به کوم بل ديو راغلی وي، خو دروازه بيا ووهل شوه، تر څو بخت مينه دروازې ته ورغله او داسې پوښتنه يې وکړه:
څوک يې؟ ځواب راغی:
زه يم ستاسې پلار.
ګلمينه او خويندې يې ډيرې خوشاله شوې او دروازه يې پرانيسته، نداف خپلې درې واړه لوڼې په غيږ کې ونیولې، د مور کارونو په هکله يې ټوله کیسه ورته وکړه او له لوڼو يې پوښتنه وکړه، چې تاسې ولې دومره لري راغلئ او مور مو چيرې وه. ګلمينې او بخت مينې ورته وويل:
پلار جانه!
تاسې چې کوم سړی يادوئ، دا همدا سړی و، چې تا تير کال زموږ له کوره شړلی و. اوس مې ميرې موږ په همدې پلمه له کوره وویستلو چې په ډاډ سره د کور ټوله شتمني له ځان سره ویسې اوله دغه سړي سره لاړه شې.
پلار يې دغه شانداره ماڼۍ ته وکتل، بيا يې هغه اسونو او څلورو غواګانو ته، ورسره اته نور سترو کوټو کې وګرزيده او پريکړه يې وکړه، چې د کلي څو بيوزله کورنۍ دلته راولي او همدلته ژوند پیل کړي.

پاي

د محبت څلي کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.