ډونالډ ټرمپ امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې ځنډولي

118

د رویټرز د راپور پر بنسټ، یوه امریکايي مدافع وکیل ورته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې، چې پکې د امریکا پوځي همکارانو د کورنیو غړي هم شته، لغوه کړې دي.

راپور د یو امریکايي مدافع وکیل شان وینډایور له قوله وايي، په دې ډله کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شته، چې په متحده ایالاتو کې خپلو کورنیو سر یو ځای کېدو ته په تمه دي.

وینډایور وايي، چې د ټرمپ انتقالي ټيم ته یې ویلي چې «دا کار دې نه کوي، خو کړی یې دی». شان هیله ښودلې چې پر دې حکم به له سره «غور» وشي.

د ټرمپ دې حکم زرګونه افغانان چې په افغانستان او یا درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه دي، له نامالوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې د پروګرام د پیل په تړاو څه نه دي ویلي.

د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټرمپ د یو شمېر حکومونو له مخې دغه هېواد ته د کډوالو پروګرامونه څلور میاشتې ځنډوي او امریکا ته د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.