د تاریخ پوهاوی

ذبیح الله شفق

162
دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي یاد/ MeerAhmad Yaad په همت پښتو ته ژباړل سوی او دانش خپرندویه ټولني په ۲۰۱۷م کال کي د چاپ په ګاڼه سمبال او تر لوستونکو رسولی دئ. (د تاریخ پوهاوی) اثر اصلاً د مبارک علي مختلفي مقالې پخپله منځپانګه کي لري چي ټول ټال ۱۶۰ مخه کېږي. د ډاکټر مبارک علي تاریخ لیکنه د نورو اسلامي مُورخینو پر خلاف بیخي جلا طرز لري. دی له روایتي تاریخه یو ډول مخ اړوي او په ورځني ژوند کي د یو شي ریښه معلوموي، مخینه ئې څېړي او د پېژندګلوۍ تر څنګ ئې د ستونزي حللاره هم په ګوته کوي. ځکه ئې د نورو تاریخ لیکونکو په پرتله آثار ګرم بازار لري او لامل ئې د ده نوښت دئ چي په تاریخ لیکنه کي ئې رامنځته کړی دئ، تر ده دمخه ډېریو مُورخینو په تاریخ لیکنه کي یوازي سیاسي اړخ ته پاملرنه کړې او د لیکوالۍ طرزونه هم د ډېریو دا وچ او یوازي پر واکمنو اشخاصو را ګرځېدو.
 د تاریخ پوهاوي اثر کي دا لولو چي د تاریخ علم څونه سپېڅلی دئ؟ ګټي او زیانونه ئې څه دي؟ د تاریخ او پخوانیو آثارو اړیکه څونه مهمه ده؟ د تاریخ مضمون څه وخت پوهنتونو کي تدریس سو؟ او دغه راز پکښي لولو چي ټولنه کي څنګه زورورو پر کمزورو واکمني کړې، قانون جوړونکو څنګه خپل قوانین د خپلو ګټو په خاطر پر عوامو ور تپلي او څنګه ئې ځان تر یادو قوانینو لوړ ګڼلی، او د دې چارې علت څه دئ؟ دغه راز پکښي بحث سوی چي جرمونه اصلاً چا زېږولي او ولي نه ورکېږي؟ د اقتدار نشې ځیني خلک څنګه پښېمانه کړي، د سوداګرو او دوکاندارانو د فساد تر شاه اصلاً څوک لاس لري، څه ډول جاپان د بهرني تهذیب د زده کړي په مټ د پرمختګ تر پوړیو ورسېد. دا او ورته نور لسګونه مسایل په تاریخ پوهاوي اثر کي لوستلای سئ. دا چي مبارک علي پر یوه موضوع بشپړ اثر نلري؟ نو دا کتاب ئې ټولي مقالې دي چي مبارک علي پر هره لیکنه ډېر ښه تم سوی او له څو مختلفو اړخونو ئې و هري موضوع ته له جلا جلا زاویو کتنه کړې. مثلاً دی (د تاریخ مضمون) تر عنوان لاندي په دغه کتاب کي لیکي چي د علومو تر وېشلو وروسته تاریخ جلا علم وګڼل سو او وروسته بیا سیاست او لرغونپوهنه هم ځیني جلا سوو. مبارک علي مخته زیاتوي چي تاریخ هله د پرمختګ پړاو ته داخل سو کوم مهال چي په پوهنتونو کي تدریس سو. بیا د تاریخ لیکني پر ستونزو ږغېږي او لیکي چي زموږ مُورخین تاریخ د زوړ نصاب او زړو نظریاتو پر بنسټ تدریسوي چي په دې سره په یاد علم کي څېړني نه کېږي او نوي څه نه پکښي موندل کېږي او د ده په وینا داسي علم جامد پاته کېدای سي چي په دې سره ارزښت ورو ورو دلاسه ورکوي. دی یادي ستونزي ته حللاره لټوي او لیکي چي باید مُورخین و روزل سي نړیوال کانفرانسونه دایر سي، بهرني استادان لکچرونه وړاندي کړي او په دې سره به خلک په نړیواله کچه په هغو بدلونونو خبر سي چي په تاریخ کي را منځ ته کېږي او په واسطه به ئې مُورخین د نویو نظریاتو او ښو طرزونو پر برابر تاریخ لیکنه را شروع او میتود به ئې قوي سي. چي د خلکو زړه پر کښېني او هم ئې ښه زده او هم ګټه ترې واخلي.
مبارک علي وایي چي په تاریخ لیکنه کي یوازي شخصیتونه په نظر کي نیول سوي او نور مختلف بدلونونه بیخي له پامه غورځول سوي چي په دې سره خلک دا فکر کوي چي یوازي همدا شخصیتونه د ملت تقدیر بدلولای سي او په دې سره هر مستبد واکمن ته بېخاره ښه راغلاست ویل سوی چي په دې سره هر ملت د خپل راتلونکي خانه ور خرابه کړې ده. په دې اثر کي هره مقاله جلا اړخ لري او ژباړه ئې ښه روانه او د کتاب حجم هم کم معلومېږي چي لوستونکی ډېري ستړیا ته نه ورکوي.
 ”  تاریخ چمتو دئ، موږ ته ډېر څه را زده کړي آیا موږ چمتو یو؟ . “
ډاکټر مبارک علي
ذبیح الله شفق

د تاریخ ماخذونه او ډولونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.