په فزیکي لحاظ د مادې په څېر نشته، ځکه چې کلمې د غږونو، احساساتو، او مفاهیمو څرګندونه کوي. خو په معنوي او ټولنیز لحاظ، د انسانې کلیمو وزن خورا ډېر اهمیت لري.
معنوي وزن:
د مهربانۍ، مینې او مثبت فکر کلمې د اورېدونکي په زړه دروند اغېز لري او په ژوند کې خوشحالي او امید پیدا کوي.
د منفي او زهرجنو کلیمو اغېز دروند وي او کولی شي د چا احساسات زخمي کړي.
د حدیث شریف مطابق:
په یو حدیث کې راغلي:
“یو ښه کلمه صدقه ده.”
دا ښيي چې کلمې معنوي وزن لري او د انسان د کړنو حساب کې شاملیږي.
ټولنیز وزن:
ښه کلمې خلک نږدې کوي او اړیکې قوي کوي.
بدې کلمې خلکو ترمنځ فاصله او نفرت رامنځته کوي.
نو د انسانې کلیمو وزن د هغه د اغېز او پیغام په اساس ټاکل کېږي.
پوهیدل اړین دي چې تر څو هره کلمه با وزنه شي.
انسانان د هغو کلمو له لارې چې وایي ځانونه معرفي کوي، ځانونه ښکاره کوي او ځانونه د نورو مخې ته راوړي.
یوازې همدا بس ده چې د هغو کلمو غوږ ونیسو چې وایي. د هغوی د خبرو طرز، د غږ لهجې، د بیان د اندازې، د کلمو د ترتیب او د لغتونو د انتخاب په اړه غور وکړو.
په دې توګه په اسانۍ سره پوهېدای شو چې یو شخص په کومه کچه د شعور (کانشسنس) په حالت کې دی، د خپل جنسي انرژۍ سره څه ډول چلند لري، څه احساسات لري، څه افکار لري او ښکاره یا پټ څه اعمال ترسره کوي.
له همدې امله باید د خپلو کلمو په انتخاب کې ډېر دقیق اوسي. هره کلمه باید بې ځایه ونه کاروو. د خپلو تکیه کلمو (تکراري جملو) څخه باخبره اوسو.
هر ډول خبرې باید ونه کړو، حتی که د مزاح یا ټوکې په بڼه وي. زموږ لخوا کارېدلې کلمې پر نورو او زموږ پر ځان اغېز لري. نو په پوره غور سره کلمې وټاکئ.
په هره کلمه کې زموږ جنسي انرژي، احساسات، افکار او اعمال موجود دي.
هر څوک د خپل وجود او شعور له سطحې سره سمي کلمې کاروي.
کلمه کولای شي جوړوونکې، ویجاړوونکې یا بېپروا وي.
کلمه هغه څه څرګندوي چې د هغې په وسیله فکر کوو، احساس کوو او څه چې یو. کلمه په حقیقت کې زموږ د ژوند طریقه ده.
که د خپل غږ تُن ته پام وکړو، وبه ګورو چې د هغو کلمو لحن چې نورو ته پرې خبرې کوو څنګه دی (متکبرانه، تحقیرونکي، طنزي، کنایهامیز، ځانغوښتونکي، مینهناک، مهربانه، عاجزانه، دیکتاتورانه او نور).
موږ د هغو ټولو کلمو په وړاندې چې وایو، مسوولیت لرو او یوه ورځ به د ټولو هغو کلمو حساب ورکړو چې ویلي مو دي، ځکه چې په باطني نړۍ کې زموږ کلمې وزن کېږي.
د دندې مرکې (انتروي) خرابولو درې عام عبارتونه او د هغوی سمونې لارې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.