د هديرې شپه

قدرت رضوان

278

د شپې په تياره کي د هديرې له منځه د کيندلو ږغ پورته کېدی،د قبرونو سرته ولاړي جنډې يخ باد رپولې، د قبرونو تر څنګ د ولاړو ناجوګانو توري سايې پر قبرونو را پرېوتي وې،د هديرې څخه ليري څو خړ کورونو تر سترګو کېدل،سپوږمۍ د خړو کورونو پر بامونو راختلې وه، رڼا ته ئې د هديرې قبرونه او د قبرونو سرته ولاړي شناختي روښانه معلومېدلې، په هديره کي درنې خاموشي د جندډو او باد ګډو ږغونو چاته د بيري احساس ورکاه.
په هديره کي يو ځوان د قبر په کين‍دلو بوخت وو، ځوان ستړي اهونه ايستل، بې واکه به ئې په لاسونو کي نيولی کولنګ هوا ته پورته کړ او بيرته به ئې لاندي ورباندي فشار راويست، په سړه شپه کي ئې بدن خوله خوله وو.
د ځوان تر څنګ يوه کوټه خاوري امبار وې، کله کله به ئې پر سترګو اوږده ورېښته ورپرېوتل يخ باد به يوې او بلي خواته کړل، کله کله به د کولنګ ږغ ودرېدی، ځوان به له وهمه ډکي سترګي يو او بلي خواته ولغړولې، وهم او بېره ئې په زړه ننوتلې وه، شېبه وروسته د ځوان نيم اوجود په قبر کي ډوب وو، په لپو لپو خاوري ٸې د قبر له منځ څخه د قبر تر څنګ د خاور پر کوټه ور وغورځولې، د ځوان پر تندي مړې خولې راماتي وې، لاس به ئې پر تېر کړ.
شېبه وروسته ځوان په قبر کي اوږد اوږد وغځېدی، سترګي ئې په اسمان کي رڼو ستورو ته سیخ کړې، يوه شېبه همداسي پروت وو، وروسته ئې خپل مخ د قبر يوه دېوال ته کوږ کړ، داسي ئې هغې خواته کتل لکه کوم څوک چي ئې تر څنګ پروت وي او دی هغه ته ګوري، ځوان په بند او بېرېدلي ږغ وويل:
ستا سره کړې وعده چي ويل به مي همېشه به دي په څنګ کي اوسم پر ځای کړل، دا يم ستا تر څنګ يم او هيڅکله به دي هم يوازي پرې نږدم .
د ځوان پر چاودولو باړخوګانو رڼو اوښکو توري ليکي جوړي کړې، اواز ئې ژړغونی سو، هغه د ليونو په څېر د قبر دېوالونو ته ګډ وو، کله کله به ئې د قبر دېوال په موټو وټکاوه او د خواست په ژبه به ئې وويل:
_خير دئ،‌ ته هم راته کوم څه ووايه، دیغ يم درپسي، ستا نازونه، خنداګاني، خبري او هر څه مي ياديږي، خير دئ کوم څه راته ووايه.
له کړپ سره د ځوان په بدن کي مړه څړيکه تېره سول، د پښو ترپا ئې تر غوږو سول، د ‌پورته کېدو کوښښ ئې وکړ خو بدن ئې بې حرکت وو، وهم نيولی وو، پر موټو ئې زور راويستی، پر ځای کښېنست، په دوړو لړلي ورېښتان ئې د قبر تر څوکو راووتل، سپېره ورېښتان ٸې د شپوږمۍ رڼا ته وبرېښېدل، شا او خوا ئې وکتل، د ځوان د قبر تر څنګ بل تازه جوړ سوي قبر ته سپی ولاړ وو، په پښو ئې د قبر ډبري اړولې، ځوان خپل لاس شا او خوا وغځاوی، ډبره په لاس ورغلل، د سپي خواته ٸې وغورځول، سپي کوړنچ وهل او وٸې ځغستل.
ځوان په تلوار د قبر څخه ځان را وايستی او د هغه قبر تر څنګ کښېنست، بې ځايه سوي ډبري ٸې بيرته پر قبر سمي کړې، د ‌ليونيانو په څېر ٸې پر قبر ډبري ور اړولې.
شېبه وروسته ځوان شااوخوا وکتل، سپی څو قبرونه ها خوا د يو ډبرين قبر تر څنګ پروت وو،ځوان د سپي خواته ورغلی، سپی پر ځای ودرېدی، ځوان له سپي څخه څو قدمه لري پر سپېرو خاورو کښېنست، اول ئې تر شا قبر ته وکتل، وروسته ئې بيرته د سپي خواته وکتل، سپي بيرته په خاورو کي ګونډې کت کړي وې. ځوان سپي ته په خبرو سو:
ته نه ئې ګرم، ځکه نه پوهېږې چي هغه د چا قبر دئ.
ځوان يوه شېبه چوپ وو، سر ئې لاندي ځړولی وو، ښه ګړی ئې اوښکي توۍ کړې، وروسته ئې سپي ته وکتل، هغه داسي دده خواته کتل لکه په خبرو چي ئې پوهيږي او د ته غوږ يي.
ځوان پر سترګو خيرن لستوڼی تېر کړ، په تيت ږغ ئې وويل:
دا زما د وړانګي قبر دئ، هغه وړانګه؛ چي ښکلې وه، لوستې وه، او مربانه وه.
ځوان سپي ته لږ نور هم ور وڅکېده، سپي غوږونه برګ ونيول، ځوان په خوند وويل:
پوهېږې؛ هغې له زده کړو سره ډېره مينه درلودله، د ښوونځی څخه تر پراغت وروسته ما غوښتل چي واده وکړو، خو؛ هغې راسره و نه منل، ويل ئې؛ ښار ته د نورو زده کړو لپاره ځم، کله چي راغلم يو ځای به ګډ ژوند پيل کوو.
نه مي زړه کېدل، خو مخه مي ئې ونه نيول، نه مي غوښتل ارمانونه ئې نيمګړي پاتي سي، د تلو په وخت کي مي وعده ورکړل چي همېشه به دي په انتظار او تر څنګ اوسم.
ځوان چپ سو، له خولې ئې نرۍ نرۍ سلګۍ ختلې، يوه شېبه په چورتونو کي وو، د سترګو په تور کي ئې د سپوږمۍ تصوير رڼو اوښکو پر منځ دوې ټوټې کړ، په خاورو ئې موټ ډک کړ، په غريو کي ئې وويل:
خو دوې مياشتي نه وې تېري سوي چي يو سهار د وړانګي د کور مخي ته سپين ډاکسن موټر ودرېدی،د موټر پر سر ژړ تابوت تړلی وو، خلګ را ټول سول کيسه روښانه سول تابوت د وړانګي وو.
هغې په يو بريد کي چي د هغوی پر پوهنتون سوی وو، پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړ وو.
خو ما له هغې سره کړې وعده پر ځای کړل، زه به همېشه دلته د هغې تر څنګ اوسم.
ځوان يوه شېبه چپ وو، وروسته ئې سپي ته د خواست په ژبه وويل:
اوس خو پوه سوې چي هغه د چا قبر دئ، زارۍ درته کوم له هغه قبره ليري اوسه.
ځوان دا وويل او ولاړ سو، له کالو ئې سپېرې دوړي باد سوې، بيرته قبر ته ولاړ او په قبر کي اوږد اوږد وغځېدی.
شپه کرار کرار پخېدل، د شپې د‌ پخېدو سره هوا هم يخېدل، د ځوان بدن يخ باد لړزاوه.
سهار په هديره کي يوه ډله خلک د کيندل سوي قبر څخه تاو سوي ول، ټولو لاندي قبر ته کتل، توبې ئې ايستلې، په قبر کي ښکلی ځوان پروت وو، له اوښکو ډکي سترګي ئې همداسي خلاصي يخي سوي پاتي وې، پر مخ ئې د سهار تازه شبنم پروت وو.
هغه په ريښتيا د خپلي ميني څنګ ته تللی وو، هغه له خپلي ميني سره داسي ځان يو ځای کړی وو چي نور هيچا هغوی يو له بل څخه نه سوای بېلولاى، هغه په ريښتيا خپل قول پر ځای کړئ وو، هغه قول چي وړانګي ته ئې ور کړی وو،چي همېشه به دي په‌ څنګ کي اوسم .

مازديګر لمر پر لوېدو وو، د وړانګي د قبر تر څنګ د تازه جوړ سوي قبر سر ته پر ولاړه شناخته څو مرغۍ ناستي وي، پر شناخته ليکل سوي وه:
سليم د مرګ نیټه………

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.