د کار ځای د انصاف قانون لپاره د بشري سرچينو مسلکي کسانو تیاری

ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

332

د کار ځای د انصاف قانون لپاره د بشري سرچينو مسلکي کسانو تیاری

سنگاپور – د انساني منابعو ډلې (HR) د جنورۍ په ۸مه د پارلمان له خوا د کار ځای د تبعیض مخنیوي لپاره د نوي قانون هرکلی وکړ. دا قانون کارکوونکو ته د عمر، نسل او مليت په څېر موضوعاتو پر بنسټ د تعصب پر وړاندې زیات خوندیتوب برابروي.
خو کارپوهانو ویلي چې د کارکوونکو د حقونو د لا ښه خوندیتوب لپاره نور اقدامات هم اړین دي، په ځانګړې توګه د هغو کوچنیو کاروبارونو لپاره چې ۲۵ یا له دې کم کارکوونکي لري. دغه کاروبارونه به د دې قانون له عملي کېدو څخه د پنځو کلونو لپاره معاف وي.
د قانون مهم ټکي
د کار ځای د انصاف قانون لاندې ځانګړتیاوو پر بنسټ د ګمارنې، دندې ختمولو او ارزونې پرېکړې کول منع کوي:
عمر
مليت
جنسیت، واده، امیندوارۍ او د پاملرنې مسوولیتونه
نسل، دین او ژبه
معذوریت او رواني روغتیا
کار ورکوونکي مکلف دي چې د شکایتونو د حل پروسه جوړه کړي او کارکوونکو ته یې په اړه معلومات ورکړي.
د شکایتونو د څېړنې لپاره باید پلټنې ترسره شي، ټول پروسې مستندې شي، او پایلې د شکایت کوونکي سره شریکې شي. د شکایت کوونکي محرمیت باید خوندي شي.
د قانون له مخې، هغه کارکوونکي چې د تبعیض راپور ورکوي، د کار له لاسه ورکولو، معاش کمولو یا ځورونې په څېر انتقامي چلندونو څخه خوندي دي.
د کوچنیو کاروبارونو لپاره ستونزې
د انساني منابعو د مسلکي کسانو انستیتوت (IHRP) مشر اسلم سردار ویلي چې کوچني او منځني کاروبارونه (SMEs) به، په ځانګړې توګه هغه چې د ځانګړو بشري سرچينو څانګو پرته دي، د سرچینو او لارښوونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ شي.
نوې لارې او فرصتونه:
ښاغلي سردار یادونه وکړه چې دا قانون یوازې د اطاعت لپاره نه دی، بلکې د سازماني کلتور د پیاوړتیا او په سنگاپور کې د کاري چاپېریال د ښه والي لپاره یو فرصت دی.
د روزنې او ملاتړ رول
IHRP بېلابېلې سرچینې او وسایل وړاندې کوي، لکه د انساني سرمایه تشخیصي وسیله (HCDT)، تر څو کار ورکوونکي په ډاډه توګه دې بدلونونو ته چمتو کړي.
د ذهني روغتیا د ښه والي لپاره ځانګړی لارښود هم برابروي چې عملي مشورې، د متخصصینو نظرونه او قضیوي مطالعات پکې شامل دي.
د نورو ادارو ملاتړ
د سنگاپور د انساني منابعو انستیتوت (SHRI) ویلي چې دوی به د مسلکي پرمختیا لنډ کورسونه او د کور دننه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي ترڅو په سازمانونو کې د انصاف اصول پلی شي.
د کارپوهانو نظر
جولیټ تان، چې د کوچنیو شرکتونو لپاره دبشري سرچينو ته مشوره ورکوي، وویلې دى:
“زما په څېر شرکتونه کولای شي د خپلو پیرودونکو مدیرانو ته ډله‌ییزه روزنه ورکړي، خو ډېری کوچني کاروبارونه د کورني HR وړتیاوو پرته دا کار نشي کولای.”
ادریان چو، د Career Agility اجرائیه رئیس، وویل چې که څه هم قانون د تبعیض لپاره جریمې ټاکلې دي، خو نور اقدامات هم اړین دي.
هغه زیاته کړه:
شرکتونه باید د دندې غوښتنلیکونو کې تبعیضي پوښتنې ونه کړي.
دا جزاګانې دې په کار غوښتنلیک فورمونو کې هم شاملې شي.
پایله:
دا قانون یوازې د تبعیض مخنیوی نه دی، بلکې د کار چاپېریال ښه کول او د عدالت اصولو پیاوړي کول یې اصلي موخې دي.
په لېکنه کې لنډېزونه:
1. Career Agility: د مسلک وړتیا یا د مسلک لپاره خوځښت (یو سازمان چې د کارکوونکو مسلکي پرمختګ او پرمختیا لپاره کار کوي).
2. SHRI: Singapore Human Resources Institute
د سنگاپور د انساني منابعو انستیتوت (د کار ځای د ښه والي او انساني منابعو د پرمختګ لپاره یوه اداره).
3. HCDT: Human Capital Diagnostic Tool
: د انساني سرمایه تشخیصي وسیله (یو وسیله چې د سازمانونو د انساني منابعو ارزونه او تحلیل لپاره کارول کېږي).
4. IHRP: Institute for Human Resource Professionals
د انساني منابعو د مسلکي کسانو انستیتوت (یو سازمان چې د HR مسلکي کسانو ته روزنه او ملاتړ وړاندې کوي).
5.SMEs: Small and Medium-sized Enterprises کوچني او منځني تصدۍ یا شرکتونه

اخذ:Peoplematters.in

 

د انساني کلیمو یا الفاظو وزن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.