هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړی دی.
دغه پرېکړه د ښځو د حقونو د سرغړونو، له زده کړو او کار څخه د هغوی د محرومیت او په ټولنه کې د محدودیتونو په تړاو شوې ده.
د محکمې مشر څارنوال کریم خان ویلي دي چې دا پرېکړه د پراخو شواهدو، اسنادو، او د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو د بندیزونو په اساس شوې ده.
د څارنوال په وینا دغه اقدامات د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او په دې اړه به جدي پلټنې دوام ولري.
کریم خان په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: “پر ښځو او نجونو بندیزونه د زده کړو او کار حق څخه د هغوی محرومیت او په ټولنه کې د هغوی پر فعالیتونو بندیزونه د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونې دي. موږ به د طالبانو د نورو مشرانو د ورته کړنو په تړاو خپلې څېړنې پراخې کړو.”
د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه ولګول شول، چې په کور دننه او بهر کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او د ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه یې کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.