د ابن خلدون مقدمه- کتاب پېژندنه

روح الله وسیم

162
#د_ابن_خلدون_مقدمه
که وخت او حوصله لرئ، د ابن خلدون مقدمه یو ځل حتمي ولولئ.
عبدالرحمن ابن خلدون ته لویدیځوال د نوې ټولنپوهنې او سیاستپوهنې بنسټګر وایي. ابن خلدون د دولتونو د رامنځته کېدو، زوال، کمزورۍ او سقوط عوامل ډېر دقیق څیړلي چې نوي نسل ته پرې پوهیدل اړین دي.
څېړونکي وایي چې اروپا له ابن خلدون څخه زده کړې ده چې څنګه په خپلو هېوادونو کې عدالت تأمین او متوازن پرمختګ عملي کړي چې نظامونه یې له سقوطه بچ شي.
د ابن خلدون مقدمه کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي چې پښتو ژباړه يې ښاغلي زبير شفيقي په ۷۸۵ پاڼو کې کړې ده او نوی د دویم ځل لپاره اکسوس کتابپلونځي چاپ کړی.
د هغو اشخاصو لپاره چې په مطالعه روږدي وي او د بېلابېلو موضوعانو د لوستلو ليوالتيا او وړتيا ولري دا يو ښه او بشپړ معلوماتي کتاب دی ځکه دا کتاب خورا دقیق او هر اړخیز کتاب دی، يو څه زياته حوصله غواړي او هر پاڼه يې د ښه درک لپاره غور غواړي.
د ابن خلدون مقدمه د اروپا او نورې نړۍ د علمي مرکزونو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل کتاب دی چې په ۷۹۹ هجري سپوږمیز کال کې د اسلامي نړۍ نابغه عبدالرحمن ابن خلدون په پنځو مياشتو کې ليکلی دی، د نوموړي کتاب د پېژندنې اړوند د پښتو ژباړن د همدې اثر په پيل کې لیکي “په دغه اثر کې په رښتيني مانا دوديز علوم په يوه ټوک کې راټول شوي دي لکه.
تاريخ
جغرافیه
ټولنپوهنه
ټولنيزې اړيکې
نجوم
ستورپوهنه
او …
ابن خلدون په مقدمه کې لیکي:
  •  د تاریخ د کتابونو لوستل ځکه اړین دي چې تاسو  به د تېرو شویو پېښو او حالاتو نه ښه او بد اړخونه و پېژنئ! کوم څه چې بد دي هغه نه به عبرت واخلئ! او ښه به یې د خپل راتلونکي لپاره لارښود و ګرځوئ!
  •  مغلوب خلک تل د غالب قوم تقلید ته لیواله وي، که هغه د غالب قوم لباس، دین، یا د ژوند نور عادات وي. د دې لامل دا دی چې مغلوب خلک غالب ته د بشپړتوب په نظر ګوري.
  • چې ته هر څنګه یې ټولنه کې به هغسې ښکارې که بد وې بد او که ښه وې ښه.
  • تاریخ داسې علم دی، چې باید په بې طرفۍ ولوستل شي.
  • کله چې ټولنه جوړه شي نو موږ ته د سیاست اړتیا ده.
  • د فکر قوت انسان ته بدي او نېکي ښيي. د همدې فکر په واسطه انسان علم او فن زده کوي او د دې فکر په واسطه انسان خپل راتلونکی روښانه کوي.
  •  د حيواني ټولنې عادت طبيعي وي،خو دانساني ټولنې طبیعت د عقل فکر او غور نتیجه وي.
  • د قومونو زوال درې عوامله لري. ۱ د اشرافو کمزوري. ۲ د نظام تشدد. ۳ عیش و عشرت.
  • مرکز د حکومت لپاره د زړه مثال لري،که چیرې مرکز ځواکمن وي نو ټول حکومت ورسره ځواکمن وي. که مرکز کمزوری وي،نو ټول حکومت ( مرکزي او غیر مرکزي ) ورسره کمزوری وي.
  • فکر د علم د حرکت پایله ده.
  • ضروري علوم باید لومړی پخپله ژبه ولوستل شي، ځکه په پردۍ ژبه لوستل د نیمايي علم لاسته راوړل دي.
  • وهم نیمه ناروغي، اطمینان نیمه شفا او صبر د شفا لومړی قدم دی.
  • انسان په وينا تلل کېږي او په عمل قیمت کیږي.
  • تاریخ په ژور ډول مطالعه، تجزیه او مشاهده کړو، موږ به د غلطیو څخه لیري پاتې شو او حقایق به لاسته راوړو.
  • موږ به په مقدمه کې زده کړو چې څنګه خپل نظامونه او دولتونه پیاوړي کړو، عدالت قایم کړو، متوازن پرمختګ راولو او خپل هیواد اعتلاء او لوړتیا ته ورسوو چې ولس مو ارام، بریالی او نیکمرغه شي.
  • مظلوم قومونه کله چې تر سختۍ لاندې شي، نو د هغوی اخلاق خراب شي. څومره چې انسان تر فشار لاندې راځي، هومره هغه د حیوان په څېر کیږي او د هغه ټول فکر یوازې د خپلو اړتیاوو او غوښتنو پوره کولو ته پاتې کیږي.
  • کله چې قومونه زوال ته نږدې شي، نو غیب وېیونکي، کوډګران، دوه مخي، دروغجن، جادوګران، او چاپلوس خلک ډېر شي. په داسې وخت کې حق له باطل سره ګډ شي او جنګ د قتل په شکل راڅرګند شي. وېره ډېره شي او خلک فرقې جوړولو ته اړ شي. باطل لوړ اواز وکړي او د حق غږ غلی شي، خوبونه کم شي او امید مړ شي. هوښیاران خلک یوازې پاتې شي او د قبیلې تعلق پیاوړی شي، په داسې حال کې چې د وطن مینه خلکو ته د لیونتوب په څېر ښکاره شي.
  • ابن خلدون په دې نظریه کې د انسان د ټولنیزو رویو، د قومونو د زوال او د ټولنیزو ستونزو ژور تحلیل وړاندې کړی دی.
  • په علم کې د وړتيا پيدا کولو اسانه لار داده، چې طالبان (د علم زده کونکي) ډېر په خپلو منځو کې په علمي مسايلو مناظري او خبرې وکړي. په دې ډول زړورتیا پيدا کېږي او د علم زده کونکي په علم او هنر کې کمال ته رسېږي
عبدالرحمن ابن خلدون په  ۷۳۲ هـ س  کال د روژې په لومړۍ نېټه، یا د ۱۳۳۲ زیږدیز کال د می میاشتي د ۲۷ نېټې سره سمون خوري د تونس په قراون کلي کې زېږېدلی.
لومړنۍ ښوونه يې له خپل پلاره کړې. د هغه پلار محمد بن خلدون د خپل وخت وتلی عالم او فقیه و. کله چې تونس ته راغی سیاسي ژوند يې پرېښود او د لغاتو د علم تدریس يې پیل کړ. ابن خلدون د خپل پلار څخه فقه، تفسیر او د حديثو علم زده کړ. سربېره پر دې يې قرائت کتابت، د نحوې اصول او د ادب تدریس يې هم ورکړ، ځکه ويل کیږي چې د ابن خلدون لومړنی ښوونکی د هغه پلار دی.
دا ستره هستي تاريخپوه، ټولنپوه مفکر، سیاسي څېره او لوی لیکوال چې د ښوونې او روزنې ، جغرافيايي ، حکومت کولو او نورو موضوعاتو په اړه يې ليکل وکړل په رښتني مانا یو جامع الکمالات او نابغه عالم دی.
علامه ابن خلدون  د قاضي القضات، سفیر او مدرس دنده تر سره کړې او بېلابیلو سیمو لکه بیتالمقدس، اندلس، تلمسان … ته یې سفرونه وکړل او له بېلابیلو اشخاصو سره یې هم وليدل.علامه ابن خلدون د هغو سترو فیلسوفانو او پوهانو څخه دی، چې په علومو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. هغه د ټولنپوهنې د علم د لومړنيو پوهانو څخه شمېرل کېږي.  په لومړي ځل یې د تاریخ د فلسفې اساس کېښود. ابن خلدون په لومړي ځل د قومونو د عروج او زوال عوامل وڅېړل د تاریخ د علم په اړه يې زیاتې څرګندونې وکړې چې «مقدمه» يې يو شهکار اثر ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې د ده څخه مخکې هیڅ عالم د تاریخ په اړه څرگندونې نه وې کړې او د سیاسي اقتصاد د پلار لقب هم ورکول شوي .
د ابن خلدون په مقدمه کې د نړۍ د مذاهبو، تر لويو امپراتوريو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاريخ لوړې ژورې، علوم، اړيکې، د کلیوالي او ښاري ژوندانه ځانګړتياوې په داسې بڼه ليکل شوې چې تر ده مخکې پرې هیچا لیکنې نه دي کړې.
https://dawatmedia24.com/?p=172546

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.