د ډیسمبر وروستی ساه

ليکوال: عصمت اندړ

299

هدیری ته غزیدلی لاره می خپله کړه
د شنه اسمان ځلانده ستور و سپوږمۍ مخه وریځو پوښلی وه
ځای ځای به له ډنډو اوبو څخه می د پښو ایښودو چړپا وچتیدل
له عادت سره سم به له لویو واړو قبرو تیرو په ځینو به ښکته پورته سوم
کښینستم
د قبر په شناخته می لاسونه چاپیره کړل
شناخته څه وه سپیره اوږده ډبره وه چي په سر یی سپین ټوکر تاو او د قبر تر بله سره رسیدلی وو
یوه ویرونکی خاموشي خوره وه
کله کله به تیز باد د قبرونو جنډو نه رپا ترپا وچتول
باد به هم کله سکوت وکه
خوو سکوت به می کله مړو سلګیو مات که
کوم سي ګوګل به لړزا وه
په غریو نیولی غږ می وویل
وګوره زه بیا راغلم
ها زه خو تل راځم
دا دی نن بیا هم
غږ می ستونی کي بند سو اوښکي می ګرایون ته رسیدلی وي
د قبر په سر می لاس تیر که
له شاه راپسي لوی وړی ډبری اوښتی رارغړیدلی
امممم
بیا هم ته خبری نه کوی
رښتیا خپه یې
ته نوووو ماا نه کله خپه کیږی
هوو نه خپه کیږی
ته لری ې بیخی لري غږ دی نه راځی
یاد می دي چ په تا یی بیل بیل خاوری اړه ولی
هوو بیخي په بیړه
سر مي وچوت که د اسمان په کنارونو غر غر وریځی لا هم وی
ځای ځای ستور مخ ښکاره کړی ووو
ورمیږی مي کوږ که
ګوره وای نن د کال اوږده شپه ده
هغسي خوووو
هغسی چ ته نه ې هره شپه راباندی وږده او
هره ورځ راباندی کال سي
خوو ښه وو نن ښار واټونه څ خالی ووو
د سړک غاړی سره ګروپونه بل و مړ کیدل
بیخی یی راته سترګی توری کړی
لیږ پاته ووو چ لویدلی وم
لیږ وړاندی یو ګله سپي ووو خووو ښه ده د خدای دا خلق په ما کار نه لری
نه غاپی راته
منډی راپسي نه وهي
شور راباندی نه جوړه وې
بس له یو بله غلی تیر سووو
که څه هم ما په زړه کی تری څه ویره هم ده
خوووو
اوښکي می سترګوو کی وچی سوی وي
د قبر په ملا می ځان واچیول
سر او ولو ته می تیری ډبری سیخی سوی
مړ درد می په وجود کی تیر سوو
او وففف می کړه
ژوری ساه مي چوپ ماحوال مات که
وروستي ځل می هسک، په ځکمه سترګی ورغړولی
د اسمان په کنارونو
هغه وريځو یو بل ته غاړه ورکړی وه
یا ځینی د پنا په حال کی وی
د شفق ستوری غروب کړی وو
په قبرو ولاړو جنډو باندې پیوند ټوکری مړاوي
اوو لاندی سپاندی سپری خزان وهلی بریښيدلی
ایما سترګی نیم کښه او د شنه اسمان برخی راته تیتی ښکاریدلی
شيبی وروسته له ځمکی غږ خوت
خووو له ما نه ووو.
پاى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.