د تاریخ لومړۍ یونانۍ ښځینه ډاکټره

ژباړه : نصيراحمد څپاند

156

Agnodice :د تاریخ لومړۍ یونانۍ ښځینه ډاکټره
په پخواني یونان کې، ښځو ته د اوږدې مودې لپاره د طب زده کړې اجازه نه ورکول کېده، یواځینی لاره دا وه چې څوک قانون مات کړي. Agnodice چې په 300 قبل مسیح کې زېږېدلې وه، خپل ویښتان یې لنډ کړل او د نارینه وو جامې یې واغوستې، بیا یې د اسکندریې طبي ښوونځي ته داخل شوه.
کله چې هغې خپله طبي زده کړه بشپړه کړه، نو د اتنز په کوڅو کې روانه وه چې د یوې ښځې د چیغو آواز یې واورېد چې د زېږون په دردونو اخته وه. خو دا ښځه نه غوښتل چې Agnodice یې لمس کړي، ځکه چې هغې فکر کاوه چې Agnodice یو نارینه دی. Agnodice، پرته له دې چې څوک وویني، خپلې جامې لرې کړې ترڅو ثابته کړي چې هغه یوه ښځه ده، او هغې دغې ښځې ته د ماشوم د زېږون په پروسه کې مرسته وکړه.
دا کیسه ژر تر ژره په ښځو کې خپره شوه، او ټولې ناروغې ښځې د درملنې لپاره Agnodice ته راتلې. د نارینه ډاکترانو حسد پیدا شو، او دوی Agnodice چې دوی نارینه باله، تورن کړ چې د ښځینه ناروغانو زړه ته لار پیدا کوي. د هغې محاکمې پر مهال، Agnodice محکمې ته ودریده او ثابت یې کړه چې هغه ښځه ده، خو دا ځل، هغې ته د طب زده کړې او د ښځې په توګه د طبي خدماتو ترسره کولو له امله د مرګ سزا واورول شوه.
ښځو د دغې سزا پر ضد بغاوت وکړ، په ځانګړې توګه د همدغو قاضیانو میرمنو چې د مرګ حکم یې ورکړی و. ځینو ښځو وویل چې که Agnodice ووژل شي، نو دوی به هم د هغې سره ځانونه ووژني. د خپلو مېرمنو او نورو ښځو له فشار سره مخ، قاضیانو د Agnodice سزا لغوه کړه. له دې وروسته، ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د طب تمرین وکړي، خو یوازې د ښځو د علاج لپاره.
په دې توګه، Agnodice د تاریخ لومړۍ یونانۍ ښځینه ډاکټره، طبیبه او د ښځو ناروغیو متخصصه شوه.

د کار ځای د انصاف قانون لپاره د بشري سرچينو مسلکي کسانو تیاری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.