د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تازه په خپل نوي بيان کې ډاډ ورکړی چې د امریکا له خوا اوکراین ته پوځي مرستې نه دي بندې شوي، او د پخوا په څېر دوام لري.
دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې ګواکې امریکا خپلې مرستې ځنډولې دي.
د ملي امنیت شورا د عامه اړیکو مشر کووالینکو ویلي چې هغه د پوځي مرستو بستهګانې، چې مخکې منظور شوې وې، اوس هم عملي کېږي.
په ورته وخت کې، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) هم ویلي چې وروستی فرمان د اوکراین لپاره د پوځي مرستو پر بهیر هېڅ اغېز نه لري.
راپورونو له مخې، په اوکراين کې د USAID پروژو ځنډول د هغو مرستو لپاره اندېښنې راپورته کړې چې په روغتیا، ښوونیزو چارو، او ماشومانو د واکسین په څېر حیاتي برخو کې وې.
د امریکا د سنا غړي مارکو روبیو په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ چې د ۹۰ ورځو لپاره به بهرنیو مرستو ته ځنډ ورکړل شي.
د دې فرمان په اړه راپورونه وايي چې دا د اوکراین په ګډون د ځینو کلیدي متحدینو لکه اردن او تایوان لپاره مرستې په نښه کوي.
سره له دې، فرمان ځینې استثناوې لري، لکه د مصر او اسرائیل لپاره د پوځي تمویل دوام او بېړنۍ خوراکي مرستې.
د دې فرمان پر بنسټ به په راتلونکو ۸۵ ورځو کې د هرې پروژې ارزونه ترسره شي، او بیا به پرېکړه کېږي چې کومې پروژې دوام ومومي او کومې لغوه شي.
دغه وضعیت د اوکراین د متحدینو لپاره د اندېښنې وړ دی، خو زلنسکي ډاډ ورکړی چې د امریکا ملاتړ لا هم پر ځای دی، او دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.