هر زده کړيال باید د اقتصاد د علم له اساساتو سره بلد شي او موخه مې هغه ډول اقتصاد نه ده چې دولتي پوهنتونونه یې وړاندی کوي. د بازار اقتصاد د خپل سري معاملاتو او د کار ويش شبکه ده.
۱ـ د یوه اقتصاد پوه په څېر فکر وکړئ
د اقتصاد صحیح درک د نړی د درک لپاره ضروری ده. د اقتصاد پوه په څېر فکر کول په دې معنا ده چې نړی د انسان د چلند له دريڅي څخه وګوري. مونږ له کميابه وسایلو څخه د پام وړ موخو ته د رسيدو لپاره ګټه اخلو. ټول انتخابونه د فرصتی مصارفو اړمن دي ځکه کوم وسایل چې مونږ يوې موخې ته د رسیدو لپاره استفاده کوو کیدای شي د یوې بدیلي موخي ته د رسيدو لپاره استعمال شي.
دوه اقتصاد پوهانو هنری هزلیت او فرديریک باستيا وښودله چې د دې اساسي نکتي درک د دولت د سیاستونو او د اقتصادي پېښو د ټولګي د درک کيلي ده. هغو دواړو د ماتي ښیښې له تمثیل څخه استفاده کړي ترڅو وښایې چې د يوې پيښې په پايله کې رامنځته شوی ویجاړی حتی که د یوې خښتې د غورځولو په پايله کې اوسي یا د طوفان په پايله کې اوسي، اقتصاد نه تحريکوي او همدارنګه اشتغال هم منځته نه راوړي. خو کمیابه منابع له منځه وړي او د لګښتونو او اشتغال مسير بدلوي. همدا استدلال د دولت د ټولو سیاستونو په اړه د اقتصاد د تحریک په موخه صدق کوي.
۲ـ د کار تقسیم او تخصص
داسی یو دلیل شته چې لودويګ فون میزس د کار په تقسیم کې ټولنیزه همکاری د عقل تر ټولو ستره لاسته راوړنه ګڼي. رابينسون کروزویه ( په یوه لري پرته ټاپو وزمه کې یو تنها انسان ) په غوره حالت کې کولای شي ناچیزه شتمني لاسته راوړي. کله چې په هغو کارونو کې چې نسبي مزیت لرو تخصص پیدا کوو او له یو بل سره تجارت کوو مجموعي مؤلدیت زیاتیږي او د ژوند ستندردونه له معیشتی کچي لوړیدلی شي او هغې کچې ته رسېږي چې نن یې وینو.
د دې دلیل چې د کار تقسیم تر دې حده مولده ده په دې کې ده چې د تولید فرصتي مصارف حداقل شوی دي.
حتی که کوم څوک د څو اجناسو په تولید کې مطلق مزیت ولري بیا هم منطقی ده چې یو کس د هغه اجناسو په تولید کې چې ټيټ فرصتي مصارف لری تخصص ولري.
۳- د ګټي او تاوان حساب
د مصروف کوونکو د منطقی تولید د کنټرولو يوازينی لار اقتصادي محاسبه ده. انتروپرونران ( کار افرینان) د خپلو وړاندوینو په اساس د هغه څه لپاره چې مصرف کوونکي په راتلونکي کې غواړي، د تولید د عواملو لپاره پریکړه کوي. بریالیتوب د ګټی سبب کیږي او ماته د زیان سبب ګرځي. له همدې کبله کټه او تاوان د هغه څه لپاره چې مصرف کوونکي یې غواړي یو اساسی لارښود او انګیزه ده.
د ټولو لپاره ضروري ده چې د ګټی او تاوان معنا زده کړي ترڅو د دولتی تبلیغاتو او سوسیالیستی حسادت څخه خوندې پاتی شي.
د دولت مداخلې چې د ګټی د کمولو په موخه ترسره کیږي لکه په شتمني مالیات یا د زیان د کمولو په موخه مالی کومکونه او بلاعوضه مرستي یوازی د بازار پروسه ګډوډوي.
۴- د سوسیالیزم ماتي
اقتصاد پوهان د سوسیالیزم دوه عمده ستونزې تشریح کوي: د انګیزې مشکل او د اقتصادی محاسبې مشکل.
له دې سره سره چې لومړنی مشکل ډیر پیژندل شوی ده دویم ډیر ورانونکی ده.
سوسیالستان د لومړنی ستونزي په ځواب کې وايي چې د سوسیالیزم له ظهور سره به یو ( نوي سوسیالیست انسان ) نثارګر او جمع ګرا انسانی ماهیت سره ظهور وکړي.
د دوهم انتقاد د قوت دلیل دا ده چې که حتی د انسان ماهیت بدلون وکړي، د دې ستونزې په پوهیدو کې پاتي راځو چې څه شی تولید کړو په څومره مقدار او له کومو سرچینو څخه په استفادي یې تولید کړو.
دا ستونزه د بازار په اقتصاد کې د قیمتونو د نظام او د ګټی او تاوان د محاسبې یا د اقتصادي محاسبې له طريقې حل کیږي. لکه څرنګه چې لودويګ فون میزس ويلي دي:
په مشترک المنافع سوسیالیستي هیوادونه کې هر اقتصادي بدلون په یوه تعهد بدلیږي چې بریاليتوب یې له مخکې نه شو څیړلی.
یوازی په «تیاره کې عمل کول وجود لري.» سوسیالیزم د عقلاني اقتصاد لغو ده.
له همدې کبله سربیره په دې چې ځیني خلک د سوسیالیزم په اړه وايي چې په تیوری کې ښه خو په عمل کې وحشتناکه ده، سوسیالیزم د تیوری له نظره هم ماته خوړلې.
۵- انفلاسيون
یو له هغو دلايلو چې انفلاسيون د عموم خلکو لپاره مبهم او ګنګ ده دا ده چې تعریف یې د شلمي پيړۍ په اوږدو کې بدلون کړی. مخکې انفلاسيون د پيسو مقدار ته اشاره درلوده او په واقعيت کې د کاغذي پيسو د خپریدو په معنا سره وو. وروسته د «قیمتونو کچي» د لوړيدلو سره مترادف شو او نن ورځ خلک انفلاسيون د قیمتونو هرډول زیاتوالي ته د اشارې لپاره استفاده کوي. دا اصطلاحي تغییر علت او معلول سره ګډوي او په پايله کې په ناروغی نه بلکه په علايمو تمرکز کیږي. دا ناروغی البته د دولتی پيسو خلق کول ده.
خو پولی انبساط یا پاړسوپ ډیري نوري منفی پايلي لري. نوي پيسي په یوه ځانګړی نکته کې اقتصاد ته دننه کیږي او ورودي نقطي ته تر ټولو نږدي خلک نسبت هغه نورو خلکو ته ډیر منفعت ترلاسه کوي. دا کړنه د دولت پريمانه مصارف منځ ته راوړي، سپما منع کوي او اقتصادي محاسبې ستونزو سره مخ کوي. د پولي انفلاسيون یو له مهمو پایلو څخه دا ده چې کله نوي پيسي لومړی د اعتباري بازارونو له لاري جریان پیدا کوي د ودي او رکود چرخه رامنځته کوي.
تجاری چرخي
لودويګ فون میزس د لومړی ځل لپاره د اتریشی تجاری چرخي نظریې ته په خپل کتاب «د پيسو او اعتبار تیوری» کې په ۱۹۱۲ کال کې پراختیا ورکړه. هغه وښودله چې کله نوي پيسي د بانکداري سيستم یا مرکزي بانک لخوا رامنځته کيږي په مصنوعی ډول د سود ټیټ نرخ له ځان سره لري. په معمول ډول د سود نرخ د خلکو تمایل د نن او سبا مصرف لپاره متعادل کوي. کله چې خلک پریکړه کوي ډیره سپما وکړي او مصرف وځنډوي د کار افرینانو لپاره سرچینی ازادوي ترڅو د تولید نوي او اوږدې کرښې تعقیب کړی.
خو د سود نرخ مصنوعي ټيټ والي د مصرف د زیاتوالي او د سترو تولیدقی پروژو سبب ګرځي.
اقتصاد یوه «وده» تجربه کوي چې په هغه کې مزدونه زیاتیږي قیمتونه زیاتیږي استخدام وده کوي او وزګارتیا راکميږي. خو وخت به ثابته کړي چې دا وده ناپايداره ده، په واقعيت کې دا وده د نادرستي پانګه اچوونې او له حده زیات مصرف په اساس ده. کله چې کار آفرینان متوجه کیږي چې پروژې یې له ګټي سره تکمیلي شي «معمولا کله چې د سود نرخ زیاتیږي» خپلي پروژي دروي، وزګارتیا زیاتیږي او اقتصاد د رکود حالت ته دننه کیږي. له همدې امله تجاری چرخي د بازار اقتصاد یوه طبیعي ځانګړني نه دي، بلکه د مصنوعی اعتبار د ودي پایله ده.
د دولت دوکه ونه خوری
یو له هغو شيانو چې دولت پکې ډیر تکړه ده د خلکو دوکه کول دي، د دې فکر په اساس چې د دولت مداخله د اقتصاد لپاره ښه ده. او د دولت لپاره په زده کړه او تعليم کې انحصار د خپلو داستانونو د خپرولو لپاره تر ټولو اصلي سرچینه ده.
https://dawatmedia24.com/?p=170271
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.