له ګډې کورنۍ سره تړاو لرونکي ټول سنجیده خلک دې

نصیراحمد څپاند

214

له ګډې کورنۍ سره تړاو لرونکي ټول سنجیده خلک دې حتماً دا ولولي.
یوه ښځه سهار وختي له خوبه پاڅېده، د یخچال څخه یې هګۍ راواخیستې، ناری یې تیار کړ، خپله یې وخوړلو او مېړه ته یې ورکړ. مېړه خپل کار ته لاړ، ښځه هم خپل کار ته ولاړه. څو ساعته وروسته مېړه ښځې ته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې کور کې لږه ستونزه پیدا شوې ده. ته دې خپلې مور کره لاړه شه، زه به مسله حل کړم او وروسته به دې راوړم.
ښځې پوښتنه وکړه چې څه ستونزه ده؟ مېړه یې موضوع پټه کړه، خو د ښځې په ټینګار یې ورته وویل چې سهار تا چې د یخچال څخه هګۍ رااخیستېوي، هغه مور د خور لپاره ساتلې وې. مور ته داسې ښکاري چې تا دا قصداً کړي دي، نو مور مې لږه خفه ده. ته خپلې مور کره لاړه شه، زه به وروسته درپسې راشم.
ښځې د مېړه خبره ونه منله او نېغې کور ته لاړه. د لارې څخه یې یوه درجن هګۍ راواخیستې او کور ته یې یووړې. کله چې کور ته ورسېده، هګۍ یې د خواښې مخې ته کېښودې او ورته یې وویل: دا هغه هګۍ چې ستاسو لپاره د جنګ سبب شوې ٶ، مونږ دوه هګۍ خوړلې وې، اوس یوولس نورې مې راوړې. مېړه دا خبره واورېده. خواښې زوی ته غږ وکړ او ویې ویل: وګوره، دې ښځې هګۍ زما په مخ کې وغورځولې. اوس دې په خپله ولیدل چې زما سره څنګه بد چلند کوي. ته دې ته طلاق ورکړه.
مسله دومره خرابه شوه چې مېړه هماغلته ښځې ته طلاق ورکړ. د دوو هګیو په سبب یو کور ويجاړ شو.
ګرم څوک دي؟
۱. خواښه چې دومره وړوکي خبره یې د شخړې سبب وګرځوله.
۲. خور، چې خپلې مور ته یې قناعت ور نه کړ او خبره یې نوره هم سړه کړه.
۳. ښځه، چې د مېړه خبره یې ونه منله او په نرمۍ یې چلند ونه کړ.
۴. مېړه، چې د مور د فشار لاندې راغی او په دومره کوچنۍ خبره کې یې طلاق ورکړ.
د دې ستونزې مخنیوی څنګه کېدای شو؟
۱. خواښې باید لوی زړه لرلی وای او هګۍ یې بیا راوړي وای.
۲. خور باید خپلې مور ته د موضوع سړه کولو مشوره ورکړې وای.
۳. مېړه باید موضوع په آرامه حل کړې وای او ښځې ته یې زنګ نه وای وهلی.
۴. ښځې باید د مېړه خبره منلې وای او خواښې ته یې په نرمۍ معذرت ویلی وای.
۵. مېړه باید خپل اعصاب کنټرول کړي وای او دومره لویه پرېکړه یې نه وای کړې.
په ټولنه کې زیاتره شخړې له همداسې وړو مسلو څخه پېلېږي. که یو کس هم په هوښیارۍ او نرموالي سره کار وکړي، نو کورنۍ له ویجاړۍ خوندي کېدای شي. مهمه ده چې د شخړې پر مهال خپل مثبت رول ولوبوئ او د نسلونو تباهي مخنیوی وکړئ.

بشري سرچينې د بدلونونو په درشل کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.