په ځوانۍ کې انسان تل خپل پلار ته د شک په سترګه ګوري، داسې ګني لکه پلار چې زموږ ستونزې، تکلیفونه او اړتیاوې هېڅ نه احساسوي. دا زموږ د وخت غوښتنې نه درک کوي.
ځینې وختونه موږ خپل پلار د نورو خلکو سره پرتله کول هم پیل کړو، “که زموږ پلار دومره زیاته هڅه کړې وای، څه یې سپما کړې وای، څه یې جوړ کړي وای، نو نن به موږ هم د فلاني په څېر په عالي کور او ښایسته موټر کې ګرځېدو.”
“چېرته یې؟ کله راځې؟ ډېر ناوخته مه کوه!” داسې پوښتنې بېکاره او اضافي ښکاري.
“جاکټ دې اغوستی دی؟ یو څه نور هم واغونده، ډېره سړه هوا ده.” انسان فکر کوي چې د پخواني فکر له امله پلار د بهر نړۍ په حالاتو نه پوهېږي.
اکثره اولادونه خپل پلار د یوه معیار پر اساس قضاوت کوي: کور، موټر، ځمکه، بانکي حساب، کاروبار، او بیا خپلې ناکامۍ د پلار په غاړه ور اچوي او خپله ځان پاک ثابتوي. “که موږ هم څه درلودای، نو په ښه ښوونځي کې به مو زدهکړې کړې وای، کاروبار به مو پیل کړی وای.”
دا یوه حقیقت ده چې د اولاد لپاره د دوی لومړی او تر ټولو ستر مثال پلار وي. خو ځینې خبرې په ځوانۍ کې نه شي درک کولای یا هڅه نه کوي چې درک یې کړي، ځکه چې د دوی په وړاندې د وخت غوښتنې وي، د نړۍ سیالۍ زړونه ډک کړي وي، او په چټکۍ سره هر څه ترلاسه کولو په هڅه کې ځینې ارزښتمنې شیان له لاسه ورکوي. دا هغه څه دي چې انسان ته ډېر ناوخته احساس کېږي.
ډېری اولادونه د خپلو موقتي محرومیتونو لومړی مسؤلیت پر خپل پلار اچوي او ځان له هر څه خلاصوي.
وخت تېریږي، ښه هم بد هم، او دومره په تیزۍ سره چې انسان د خپلو تېرو خاطرو شالید په سترګو ویني. ځواني په زدهکړه، دنده، واده، اولاد او بیا هماغه لوبه، هماغه رول ترسره کوي.
هره لحظه، د پلار مخ سترګو ته ورځي، د هغه هر فکر، احساس، اندېښنه، شرم، او تکلیف زموږ په وړاندې روښانه کېږي.
د پلار ځینې وختونه بې دلیله خاموشۍ، د زړو ملګرو سره بې موجبه خندا، د نویو جامو نه خوښول، خو د زړو جامو په ویاړ اغوستل، د خواړو په سادګۍ ویاړ، کله کله په خپلو وړو وړو کارونو کې بوختېدل، بې دلیله ستړیا، د ماښام د څراغ بندول او لیټ کېدل…
کله چې موږ خپل اولاد ته د قرآن آیتونه لولو، د هغوی د سلامتۍ لپاره دعا کوو، موږ ته یادېږي چې زموږ پلار هم همداسې کړی به وي.
هره شپه، په کپکپېدلو لاسونو، زموږ د سلامتیا لپاره دعاوې کړي به وي. زموږ پلار به هم کله ناکله د خپلې هڅې لږوالي له امله خپله ځان ملامت کړی وي.
اولاد ته خپل پلار ډېر ناوخته یادېږي، دومره ناوخته چې موږ یې د لمسولو، احساس کولو، او د هغه د هر تکلیف جبران کولو توان نه لرو.
دې حقیقتونه چې وخت پر خپل ځای څرګند شي، هغه خوشبخته اولادونه دي چې پلار د ژوند په وخت کې درک کړي.
کله چې موږ پلار کېږو، بیا مو سترګې اوښکې کېږي، چې زموږ پلار به څومره ځل په زړه کې موږ ته د محبت لپاره لاسونه غځولي وي او زموږ ځوانۍ به دا فرصت نه وي ورکړی.
د منځنۍ طبقې سپینپوش پلار د خپل اولاد لپاره هر څه کوي، خو بیا هم د ډېرو پلرونو لپاره دا احساس ژوندی پاتې وي چې هغوی اولاد ته ډېر لږ څه کړي دي.
کله چې موږ د زړښت پر پوله درېږو، د خپل پلار احساسات زموږ زړونو ته لېږدول کېږي. اولاد که د خپل پلار محبت په وخت وپېژني، نو پوه به شي چې په دې نړۍ کې د پلار نه لوی دوست هېڅوک نشته.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.