په 1518 میلادي کال کې یوه عجیب او حیرانونکې وبا خپره شوه چې خلکو یې پرلهپسې نڅا ته مجبور کړل، او دا د ” طاعون نڅا” (Dancing Plague) په نوم یادیږي. دا وبا شاوخوا دوه میاشتې روانه وه.
د جولای په میاشت کې، یوه ښځه، فراؤ ټروفیا (Frau Troffea)، د فرانسې د ستراسبورګ (Strasbourg) په ښار کې د سړکونو پر سر ودرېده او نڅا یې پیل کړ. هلته نه کومه موسیقي وه او نه هم شور، خو هغې بیا هم نڅا کاوه. هیڅوک نشو کولی چې هغه ودروي. کله چې به ستړې شوه، لږ به یې آرام وکړ او بیا به یې نڅا پیل کړ. دا لړۍ تقریباً یوه اونۍ روانه وه، او د دې وبا پیل و.
د یوه اونۍ په ترڅ کې، دې ښځې ته نور 30 کسان هم ور اضافه شول. دوی به نڅا کوله، ستړي به شول، لوېدلي به، او بیا به له لږ آرام وروسته بېرته پیل کاوه. دا بېاختیاري نڅا د خلکو روغتیا ته زیان ورساوه، او د ښار چارواکي اندېښمن شول.
محلي ډاکټرانو د دې حالت دلیل “تود وینه” (Hot Blood) وباله او باور یې درلود چې که خلک دوامداره نڅا وکړي، نو دا وبا به خپله ختمه شي. مدني او مذهبي مشرانو فکر کاوه چې د دې وبا علاج نور زیات نڅا کول دي، نو هغوی نڅا کوونکو ته تالارونه برابر کړل او موسیقي یې ورته غږوله.
خو د دې پر ځای چې دا طاعون ختم شي، نور هم پراخ شو، او تر 400 کسانو پورې خلک له دې څخه متاثر شول. ځینې کسان د ډېر ستړیا، زړه حملې (Heart Attack)، او فالج له امله ومړل.
د سپتمبر تر میاشتې، مقاماتو پرېکړه وکړه چې نڅاکوونکي دعاګانو ته یو غر ته یوسي.
که څه هم دا کیسه افسانه ښکاري، خو دا یو حقیقي تاریخي پیښه وه.
د طاعون نڅا اصلي لامل تر اوسه هم نامعلوم دی، خو مورخین او ساینسپوهان مختلف نظرونه لري.
یو مذهبي باور دا و چې سینټ ویټس (Saint Vitus) خلکو ته دا وبا ورکولی شي.
د تاریخپوه جون ویلر (John Waller) نظر دا و چې د قحطۍ او چیچک زیاتوالي له امله خلک د ذهني فشار له کبله نڅا کولو ته مجبوره شول.
یوه طبي نظریه دا ده چې دا ناروغي د “ایرګټ” (Ergot) په نوم زهرجن فنګس له امله وه، چې په لنده رای (Rye) غله کې پیدا کیږي. دا زهر انسان ته د عصبي حملو (Seizures) او هذیان (Hallucinations) لامل کیږي.
په اوسني عصر کې، ساینسپوهان د دې وبا نوم “سایډنهام کوریا” (Sydenham Chorea) ایښی دی. دا یوه عصبي ناروغي ده چې د “سټریپټوکوکس” (Streptococcus) باکتریا له امله رامنځته کیږي.
یو انګلیسي ډاکټر، توماس سایډنهام (Thomas Sydenham)، لومړی دا ناروغي تشریح کړه. دا ناروغي اکثره نجونو ته رسیږي، په ځانګړې توګه د 5 څخه تر 15 کلنۍ پورې، او د ناروغۍ نښې د بدن غیر ارادي حرکتونه، خراب مزاج، احساساتي عدم توازن، او زیات فشار دي.
د ستراسبورګ د خلکو ترمنځ د دې نڅا وبا لاملونه فزیکي او ذهني فشارونه وو. که څه هم دا ناروغي اوس هم شته، خو نن ورځ د هغې د درملنې لپاره پرمختللي وسایل شتون لري.
source: https://www.historydefined.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.