د رهبرۍ درې مهم مهارتونه: د بریالۍ رهبرۍ لپاره اړین عناصر

ژباړه: نصیراحمد څپاند

157

لیکوال: ټوني ګمبیل
د مکنزي شرکت د څېړنو له مخې، شاوخوا ۴۰٪ تر ۵۰٪ نوي مشران د دندې د لومړیو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې له ناکامۍ سره مخ کېږي. د دې کمې بریا اصلي لامل دا دی چې مشران د افرادو او وضعیتونو د اغېزناک مدیریت لپاره لازم مهارتونه نه لري.
هیڅ جادویي حل یا مشخصه طریقه نشته چې یو کس بریالی رهبر شي، خو مشران باید درې اساسي مهارتونه وپیژني او وده ورکړي:
تخنیکي رهبري
سازماني رهبري
ځان-رهبري
بدبختانه، د رهبرۍ ډېری زده‌کړیزې تجربې یوازې پر یو یا دوه اړخونو تمرکز کوي، چې دا د مشر لپاره نیمګړی تصویر وړاندې کوي. د دغو مهارتونو اهمیت د رهبر د فعالیت په چاپېریال پورې اړه لري.
۱) تخنیکي رهبري
زیاتره مشران د خپلو تخنیکي وړتیاوو له امله لوړ مقام ته رسېږي. کله چې یو شخص تخنیکي وړتیا وښيي، شرکتونه ورته د رهبرۍ فرصت ورکوي.
په چټک بدلېدونکو صنعتونو کې، د تخنیکي مهارتونو لرونکي مشران کولای شي د نوښت له لارې بریا ترلاسه کړي، که څه هم د خلکو مدیریت مهارتونه یې کمزوري وي. د تخنیکي رهبرۍ مهارتونه د رهبر د تجربې، نوښت، او د تخنیکي سیستمونو د مدیریت پر بنسټ محکمیږي.
مهم تخنیکي مهارتونه:
صنعتي پوهه: د صنعت د تازه پرمختګونو او غوره تجربو سره بلدتیا.
تخنیکي فکر لرونکی مشرتابه: د نوښت او د صنعت پر رجحاناتو اغېز کول.
تخنیکي لید: د راتلونکي لپاره الهام بښونکی تخنیکي لید وړاندې کول.
تخنیکي اړیکې: د پیچلو تخنیکي مفاهیمو ساده بیان.
د پروژې مدیریت: د پروژو مؤثره اداره او د وخت و بودیجې مدیریت.
سیسټم او پروسې موثریت: د تولیدیت لوړولو لپاره د کاري سیستمونو ښه کول.
په داسې حال کې چې تخنیکي رهبري د اعتبار او مسلکي تبحر بنسټ جوړوي، سازماني رهبري دا مهارتونه د عملي پایلو لپاره کاروي.
۲) سازماني رهبري
که یو تخنیکي متخصص رهبر شي، یوازې تخنیکي پوهه بسنه نه کوي. یو مشر باید وکولی شي خپل ټیم ته الهام ورکړي، هغوی ته ارزښت ورکړي او د سازمان موخو ته یې برابر کړي.
سازماني رهبري داسې چاپېریال رامنځته کوي چیرې چې کارکوونکي ځانونه ارزښتمن، متصل او وړ احساس کړي.
مهم سازماني مهارتونه:
لید: د سازمان لپاره واضح او الهام بښونکی لید رامنځته کول.
ستراتیژي او تطبیق: د اغېزناکو پلانونو جوړونه او عملي کول.
هدف ټاکنه: د لاسته راوړنو لپاره مشخص، سنجول شوي او عملي هدفونه ټاکل.
فیډبک: د فعالیت ښه والي لپاره ګټور نظرونه ورکول.
کوچینګ: د کارکوونکو مهارتونه وده ورکول او هغوی ته باور ورکول.
دندو ویش: د دندو مسؤلانه سپارل د ټیم د وړتیاوو مطابق.
ټیم جوړونه: همغږي او همکاره ټیمونه رامنځته کول.
دا مهارتونه مشران توانمندوي چې خپل ټیمونه مشري کړي او سازماني موخې لاسته راوړي. خو که مشر ځان و نه پیژني، نو دا مهارتونه به مؤثر نه وي.
۳) ځان-رهبري
“موږ باید لومړی خپل ځان رهبري کړو، مخکې له دې چې نور رهبري کړو.”
بریالي مشران ځان ته ژوره توجه لري او ځان-رهبري ته وده ورکوي. دا مهارتونه مشرانو ته د ځان پیژندنې، احساساتي هوښیارتیا، تحمل، ټولنیز هوښیارتیا، انعطاف‌پذیرتیا او د زده کړې وړتیا ورکوي.
د SOAR ځان-رهبري ماډل:
دا ماډل د ځان-رهبري لپاره یوه مؤثره لار وړاندې کوي، چې څلور مهم عناصر لري:
S – Self (ځان):
د خپل شخصیت، ارزښتونو، قوتونو او کمزورتیاوو پیژندنه.
O – Outlook (لید):
د خپل فکر، احساساتو او چلندونو تنظیم، او مثبت لیدلوری خپلول.
A – Action (عمل):
د خپلو موخو لپاره ګام پورته کول، مسؤلیت منل، او دوامداره هڅه کول.
R – Reflection (بیاکتنه):
د خپلو کړنو ارزونه، زده‌کړه، او د راتلونکي لپاره د ښه والي پلان جوړول.
دا ماډل مشرانو ته مرسته ورکوي چې خپل ځان مدیریت کړي، د خپلو کړنو ارزونه وکړي، او د پرمختګ لپاره دوامداره زده‌کړه وکړي.
د رهبرۍ چاپېریال او د هغې اغېز
مشري پرته له دې چې د چاپېریال اړتیاوې وپیژندل شي، لکه د نقشې پرته سفر کول دي. مشران باید د خپلو شرایطو، کلتور، او اړتیاوو مطابق خپل مهارتونه تنظیم کړي.
په نوښت لرونکو صنعتونو کې، تخنیکي رهبري مهم رول لري.
په خلکو محوره برخو کې، سازماني او ځان-رهبري مهم رول لري.
د رهبرۍ بریا د ځان ارزونې، فیډبک اخیستو، او دوامداره زده‌کړې له لارې لاسته راځي. نو تاسو به د رهبرۍ په کوم مهارت تمرکز کوئ؟
سرچینه: Forbes.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.