د (لیک) تر سر لیک لاندې د یوې کډوالې خاطرې لولو، چې د حکومت له سقوط وروسته کډواله شوې.
د شېبې ګهیځ په قلم!
له کړکۍ بهر ته ګورمه، باران ورېږي، داسې باران چې زما له حال سره یې هېڅ توپیر نه کېږي. داسې فکر کوم باران هم غواړي خپل زړه خالي کړي او د څاڅکو ټکا یې بلکل زما د اوښکو په څېر ده.
کلونو مخکې ته فکر کوم، هغه کلونه چې له خپلې خاورې او هېواد کډواله شومه.
هو! پوهیږې دقیق اووم د اګست. د خدای په امانۍ ورځ، له کوره د بېلېدو ورځ او نور هیڅوخت شا ته تګ نه.
هغه الوتکې ته فکر کوم چې له انسانانو ډک و، له رنګارنګ بویونو او رنګارنګ انسانانو ډک.
هغه ډار مې لا هم تر سترګو کېږي کوم چې د هر انسان په سترګو کې لېدل کېدل.
یو څه مې په ستونې کې ده زما ساه بندوي او ما ساه ایستو ته نه پریږدي. شپې بد خوبونه وینم او د ورځې نارامه یمه. کلونه تېر شول او زه لا هم نه شم کولای هغه شېبې هېرې کړم، خاطرې مې ستونې ډکوي، غواړم چغې ووهم، درد او ستړیا مې اوس د وجود یوه برخه شوې.
نن غواړم لیک ولیکم.
نه نه غواړم هره ورځ یو لیک ولیکم؛ څو د دې کلونو درد مې کم شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.